!افغانان او اوښان یې په آسترالیا کې

پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن

210

آیا پوهیږئ چې لومړني افغانان څه وخت او د څه لپاره استرالیا ته تللی و؟
افغانان لومړني مسلمانان و چې استرالیا ته د خپلو اوښانو سره د کار لپاره وربلل شوی و. کیدای شي، خبر به یاست چې شاو خوا یو سلو پنځوس کاله دمخه په استرالیا کې د افغاني اوښانو کاروانونو هلته،  په شګلنو او سوځنده دښتو کې درانه بارونه وړل او د استرالیا له جنوبي څنډو او سمندري بندري ښارونو یې د استرالیا منځنیو سیمو او دښتو ته تګ او راتګ کاوه.
استرالیا داسی یو هیواد دی چې پر یوازی ځان پر یوه کوچنې براعظم یا تر ټولو وړه قاره یا وچه کې پروت دی. له څلورو دری برخې یا په سلو کې پنځه اویا یې دښته یا بیدیا ده.
داسی ویل کیږي چې اصلي یا بومي اوسیدونکي ورته له جنوب ختیزي اسیا ، شاو خوا پنځوس زره کاله دمخه د کنګلو پلونو او لیارو له لیارې ورغلي و او په ټوله استرالیا کې خواره واره استوګن شوی و .
بیا وروسته د دی لرغونې وچې په موندلو کې هالنډی او انګلیسي ماڼوکانو یا بیړۍ چلوونکو ونډه لرله.
ویلیم جانس لومړنې هالنډي اروپايې کاشف، بیړۍ چلوونکې او  ګرځندوی و چې،  استرالیا ته په (۱۶۰۶) کې ورغلی و. له دی نیټې وروسته هلته نور هالنډیان هم ورغلی وو، خو دا وچه په بشپړه توګه د هالنډیانو مستعمره  نه شوه. په (۱۷۷۰) کې انګریزي جمز کوک د استرالیا ختیزه سمندري غاړه یا څنډه ومونده. دا برخه چې بیا وروسته د ( نیو سوت ولز) په نوم یادیده،  انګریزانو ورځنې د زندان یا د بندیانو د ساتنې لپاره کار اخیست.
په (۱۸۴۹) کې په استرالیا کې سره زر وموندل شول او د همدې طلا یا سروزرو د لوټ او تالان لپاره د وګړو ورتګ او شمیر هلته زیات شو. استرالیا او هلته شاو خوا نور سمندري ټاپوګان او هیوادونه لکه نیو زیلاند او داسی نور زیاتره د انګریزي ښکیلاک په ولکه کې راغلل.
په ( ۱۸۳۸) کې لومړني افغانان او د هغوی اوښان هلته د کار لپاره لېږدول شوی دي.
که څه هم په استرالیا کې آسونه هم و، خو آسونو ته سخته وه چې د استرالیا په مرکزي سوزنده او شګلنو دښتو کې اوږده مزلونه وکړي. له همدی امله افغاني اوښانو به له جنوبي څنډو او ساحلي بندري ښارونو د استرالیا تر لیری پرتو منځنيو وچو برخو اوږده مزلونه کول او هلته یې د سروزرو د کانونو کیندونکو او موندونکو ته اړتیاوی پوره کولی.
له (۱۸۶۰) کال وروسته شاو خوا شل زره افغاني اوښان او د هغوی ساتونکې او باروړونکي استرالیا ته د کار لپاره ورلېږدول شوي وو.
دی افغانانو او د هغوی اوښانو هلته سخت او درانه کارونه ترسره کړل او د اوسپنې د پټلیو او سرکونو  په جوړولو کې یې مرسته کوله.
د سروزرو د کانونو په موندلو او راسپړلو کې، چې هلته په دښتو او بیبانونو کې موندل شوی و،  د همدې افغاني او ښانو او د هغو له خاوندانو هم  زیات کار اخیستل شوی دی.
که څه هم بیا وروسته له نورو هیوادونو لکه مصر، هند، ایران او ترکیې هم،  هلته اوښان وروړل شوی و، خو بیا به هم ځایي وګړو ټول د افغاني اوښانو په نوم یادول.
دی افغانانو او د هغوی اوښانو که څه هم د استرالیا په ودانۍ او د استرالیایې ټولنې په پراختیا او پرمختګ  کې ډیره مرسته وکړه،  خو د خپل دین او کلتور له امله د اروپایانو له تعصب او تبعیض سره مخ و.
کله چې په (۱۹۰۱) کې استرالیا له انګریزانو خپلواکي واخیسته او یو فدرالي دولتي جوړښت او قانون یې رامنځ ته کړ، له هماغه مهاله (۱۹۰۱-۱۹۵۸) د سپینې استرالیا د سیاست په نوم  د جوړوشویو قوانینو له امله، پر مهاجرتونو بندیزونه زیات شول،  افغان کارکوونکو ته هم ستونزی زیاتې شوی او له افغانانو سره تعصب او تبعیض ورځ تر بلې زیاتیده.
له همدې امله بیا زیاتره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شول او یو شمیر نور یې د استرالیا په لیری پرتو سیمو کې پاته شول، نور کارونه او کسبونه یې غوره کړل او له بومي او ځنو اروپایې ښځو سره  سره یې ودونه وکړل.
افغانان په استرالیا کې لومړني مسلمانان و چې هلته یې د اسلام له دین پیروي کوله، د اسلام دین یې خلکو ته وروپیژانده، خپل جوماتونه یې لرل،  پر خپله عقیده ، دود او دستور کلک ولاړ و، خپل لباس او نور دودیز کړه وړه او عادتونه یې هم ساتلي و. د ښارونو په څنډو کې یې خپل واړه ښارګوټې او مرکزونه لرل او له نورو وګړو جلا اوسیدل. استرالیا ته د هماغو لومړنیو کارګرو او سوداګرو ورغلو افغانانو،  د هدیرو او جوماتونو نښې او اثار  اوس هم په استرالیا کې شته.  د دوی د ژوند ژواک، د افغاني اوښانو د کاروانونو او کړو وړو په هکله په تاریخي او جغرافیایې اثارو کې زیات شمیر لیکنې، کیسې او انځورونه شته چې د استرالیا د تاریخ یو ویاړلې څپرکې جوړوي .
د یادولو ده چې له تیرو پنځوسو کلونو را دیخوا استرالیا ته یو ځل بیا یو شمیر افغان کډول د سیاسي پناه غوښتونکو په توګه ورغلي دي او زیاتره یې هلته
د دایمي اوسیدونکو په توګه ژوند کوي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۳۰-۸-۲۰۲۳

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.