!په مسلک او دنده کې بریالیتوب

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

262

څرنګه په خپل کار او  مسلک کې بریالي کیدلای شئ؟
که څه هم د دې لیکنې لوستل به تر ډیره د هغو کارکوونکو لپاره ، چې په بهرنیو پرمختللو هیوادونو کې دندې سرته رسوي یو څه ګټور وي، ځکه زموږ د هیواد دننه د کار شرایط او ماحول د نورو هیوادونو سره یو څه توپیر لري، خو بیا هم کیدای شي د مسلک د خاوندانو او دنده لرونکو لپاره د پوهاوي او معلوماتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
ما په تیره لیکنه کې په عمومي توکه د بریالیتوب لپاره لسو سپارښتنو یا لارښوونو ته اشاره کړی وه، راځئ چې داځل په دنده او مسلک کې د بریالیتوب  دغو 10 لارښوونو ته تم شو:
که مو تیره لیکنه ( د بریالیتوب راز) لوستلی وي، نو پوهیږئ چې څرنګه په عمومي  ژوند کې بریالي شئ. اوس به له عمومياتو را تیر شو او پر یوې ځانګړې موضوع یعنې کار او مسلک کې به د بریالیتوب لپاره ځنو لارښوونو ته پام وکړو.
ستاسو په کار یا مسلک کې بریالیتوب د هڅو، مهارتونو او ستراتیژیو یو ترکیب دی او کولای شئ  یو شمیر  دغو لارښوونو ته په پام سره په خپل کار کې بریالي شئ:
۱- د خپل مسلک د پرمختګ لپاره واضح اهداف وټاکئ
۲- په خپل مسلک کې پاته شئ او مسلکي وړتیا مو زیاته کړئ.
۳- خپل مسلکي جال یا شبکه وساتئ.
۴- که مرستی ته اړتیا لرئ، یو ښوونکی یا روزونکی ومومئ
۵- نوښت ښکاره کړئ
۶- په اغیزمنه توګه اړیکې نیسئ او پوهاوی رامنځته کوئ.
۷- د ځان په هکله د نورو نظر( فیدبیک) اخلئ
۸- یو مثبت شهرت رامځ ته کړئ
۹- خپل وخت په اغیزمنه توګه اداره کړئ
۱۰ د کار ځنډولو له سلوک څخه ډډه وکړئ.
راځئ چې دا  لارښوونې لږې نورې هم راوسپړو او توضح یې کړو:
1. د خپل مسلک د پرمختګ لپاره واضحه موخي وټاکئ
د دې پوښتنې چې  “تاسو څرنګه په خپل کار او مسلک کې بریالي شئ”  تر ټولو غوره ځواب همدا د څرګندو یا واضحه موخو ټاکل دي. که تاسی کوم چېرې د کار د ترلاسه کولو لپاره مرکې ته غوښتل شوی یاست، نو له خپل مسؤل چارواکي سره په دی خبری وکړئ چې د خپلې دندې پر مهال په خپلو  کومو موخو غواړئ کار وکړئ.
ایا د نوموړی دندې د ترسره کولو لپاره کوم تمرین یا زده کړو ته اړتیا لرئ.؟ ایا تاسو د زیاتو مسؤلیتونو د لرلو لپاره چمتو یاست؟ وګورئ چې نوموړي هدفونه په دی موسسه،  شرکت یا اداره کې ترلاسه کولای شئ، همدارنګه  په پام کې ونیسئ چې تاسو د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له خپل چارواکي یا مسؤل څخه څه تمنا لرئ.

2. په خپله مسلکي برخه کې پاته شئ او وده ورکړئ:
د زده کړې په دوام سره خپل مهارتونه ښه کړئ. په روزنیزو کورسونو کې برخه واخلئ، او  په خپله مسلکي ساحه کې له نویو پرمختګونو څخه خبر اوسئ. څومره چې تاسو په خپل مسلک کې ډیره پوهه او تجربه لرئ، په هماغه اندازه به تاسو په خپل کار کې  د بریالیتوب چانس ولرئ.

3. خپله مسلکي شبکه یا جال وساتئ:
له څه سره چې بوخت یا نښتي یاست او ورسره اړیکه لرۍ له هماغه ککړ کیږۍ یا اغیزمن کیږۍ ، نو ځکه  له خپل ځانه د بریاليو خلکو کړۍ راتاوه کړئ، بیا به  تاسو وګورئ چې درته څومره ګټه رسوي. په خپله کاري برخه کې د خپلو همکارانو او کارکوونکو سره د مسلکي اړیکو جوړولو ته دوام ورکړئ. شبکه جوړول کولای شي تاسو ته د بریالیتوب ورونه پرانیزي او تاسو خپلو اهدافو ته نیږدې کړي!

4. ځان ته یو لارښوونکی یا روزونکی پیدا کړئ:
ایا تاسو د بل مرستې ته اړتیا لرئ؟ که اړتیا لرئ نو بیا یو مسلکي لارښود ومومئ، تر څو درته  په کاري ساحه کې لارښوونه وکړي،  په دنده کې مو د خپلو موخو ترلاسه کول اسانه شي، او نویو فرصتونو ته مو زمینه برابره شي.

5. نوښت ښکاره کړئ:
فعال اوسئ او په خپل مسلک کې د ودې لپاره د فرصتونو په لټه کې شئ. تاسو د بریالیتوب چانسونه یا فرصتونه په نوښت، د مسؤلیت په منلو او لا ډیرو هڅو ترلاسه کولای شئ. په دې توکه به تاسو پخپله احساس کړئ او  نورو ته به هم څرګنده کړۍ چې تاسی پر مخ تلل غواړئ.

6. په اغیزمنه توګه اړیکې او پوهاوې ترسره کړئ :
د غوره تحریري او شفاهي اړیکو مهارتونو ته وده ورکړئ. کوښښ وکړئ چې په اغیزمنه توګه د خبرو اترو له لارې د غلط فهمۍ او ناسم پوهاوي مخه ونیسئ، دندې په اغیزمنه توګه ترسره کړئ او په اسانۍ سره له نورو سره همکاري او ګډ کار وکړئ. دا ستاسو په هکله مثبت لید زیاتوي، کوم چې کولی شي تاسو ته د ډیرو مسلکي فرصتونو زمینه برابره کړي.
7. د ځان په هکله د نورو نظر وغواړئ :
د ځان په هکله پوهه او ځان پیژندنه خورا مهمه ده. له همدې امله، د نورو د نظر او  فیډبیک غوښتنه وکړئ او رغنده نیوکو ته لاره پرانیزئ. دا له تاسو سره د کار په ځای کې ستاسو په پرمختګ او د فعالیت  په ښه کولو کې مرسته کوي.

8. یو مثبت شهرت رامنځ ته کړئ :
د مثبت شهرت رامنځته کول، د دغې پوښتنې چې  ” تاسو څرنګه بریالي شئ؟ ” د ځوابولو یو بل مهم اړخ دی.
کله چې تاسو د باور وړ، با اخلاقه  او د یوه ښه  همکار په توګه شهرت ترلاسه کړ، بیا نو  تاسو د هغه چا په توګه پیژندل کیږئ،  چې نور به درسره دګډ کار کولو لپاره لیواله وي او له تاسو سره به  کار کولو ته خوشحاله وي. په نهایت کې تاسو نشئ کولای په یوازې ځان بریالي شئ، ستاسو ښه شهرت به له تاسو سره په مسلکي پرمختګ کې نوره مرسته هم وکړي.

9. خپل وخت په اغیزمنه توګه اداره کړئ :
د لومړیتوبونو په ټاکلو او په اغیزمنه توګه کار کولو سره ، تاسو په مسلکي چاپیریال کې د خپل بریالیتوب چانس زیاتولای شئ. نو له همدې امله، د خپل وخت ښه اداره کول زده کړئ.

10. له ځنډ څخه ډډه وکړئ :
بریالي خلک د ځنډ سلوک او عادت نه لري. که دوی غواړي یو څه وکړي، نو دوی یې ترسره کوي. آن که دا هغه څه وي چې د دوی نه خوښیږي.
همدارنګه پر خپلو کړنو باندې د کنټرول او څار  په لرلو سره دا خطر کموۍ چې  کوم  څه مو هیر نه شي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ ۲۲-۳-۲۰۲۴

سرچینه: Monsterboard

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.