پر ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ټولنیزو رسنیو اغیزې

پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن

310

پر ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ټولنیزو رسنیو اغیزې!

ټولنیز رسنۍ زموږ د ژوند یوه نه جلاکیدونکې  برخه ګرځیدلې ده او کارول یې  په انټرنیټ کې تر ټولو مشهور فعالیت دی. نږدې هرڅوک په فسبوک، ټویټر،  انسټاګرام او یا کومه بله کې یوه شمیره لري.
دا یو حقیقت دی چې نږدې هرڅوک او د هر عمر لرونکي په ټولنیزو رسنیو کې فعال  دي. همدارنګه د دی رسنیو منفي اغیزې یوازې پر ځوانانو هم نه دي، لویان هم اغیزمنولای شي. خو ځوانان او تنکي ځوانان چې د رسنیو سرلیکونه یې د سترګو په وړاندی اوړي را اوړي او یا یې غوږونو ته اوازونه ور رسیږي ، نو د ځان په هکله تصور کوي یا خپل تصویر د همدې ټولنیزو رسنیو په هېنداره کې ویني او ورته ځوریږي.
پر  لویانو یې اغیزې زیاتره وخت لنډ مهالې وي،  ډیر خلک نه پوهیږي چې ټولنیزي رسنۍ پر دوی څنګه اغیزه کوي.ستاسو په هویت او د ځان پر تصویر  باندې د ځنو  ټولنیزو رسنیو  لکه د انسټاګرام اغیزه،  په باور سره د یوه  انځور جوړولو لپاره یوه وسیله ده.
هرڅوک پر لپسې او په مسلسله  توګه د رخصتیو،  له خپلو  دوستانو سره د ساتیریو او د خوښیو د  شپو عکسونه  او یا د خپلو بریاوو کیسې شریکوي. دوی د ځان یوه لنډ مهالې غوره شیبه  یا تصویر وړاندی کوي،  خو زیاتره خلک  په انسټاګرام او نورو رسنیو کې، خپلې ستونزي او د ژوند  منفي اړخونه له نورو سره نه شریکوي. تاسو یوازي د هماغه یوې شیبې مثبته لاس ته راوړنه اوجذاب تصویر ګورۍ،  خو تقریبا هیڅکله د یو چا د ځان په هکله منفي او نیمګړي کیسې په ټولنیزو رسنیو کې نه شئ کتلای، چې دا په حقیقت کې یو تیر ایستونکې او غولوونکې حالت دی. تاسی داسی انګیرۍ چې دا به د هغو د بشپړ خوشحاله ژوند یو تصویر وي،  دا انګیرنه او تصور بیا  ستاسو د ځان په تصویر مستقیمه اغیزه لري. ممکن  تاسی یې اغیزه سملاسي درک نه کړئ ، خو دا خورا تدریجي اویوه  غیر شعوري پروسه ده.
په هر حالت، څیړنې ښیې چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي احساس کوي چې د دوی ژوند په منځني ډول د هغو خلکو په پرتله لږ خوندور دی چې دوی یې تعقیبوي. دا تاسو د یوه نا انډوله او تش په نامه تخیل او تصور سره مخ کوي او ناخوښه کوي مو.
یو ښه مسلک، یو ښه ژوند، یو ښکلی کور او په منظمه توګه سیل او چکر درته  داسې ښکاري چې،  هرڅوک په ښو کارونو بوخت او خوشحاله دي. هرڅومره ژر چې تاسو خپل ځان د نورو سره پرتله کوئ ، ځان په ارماني او تخیلي نړۍ کې ډوبوئ. بیا به تاسی په ناپوهۍ  د داسې ژوند لپاره هڅه وکړئ چې ستاسی د ژوند له عیني او حقیقي شرایطو سره به سمون نلري او ترلاسه کول به یې سخت وي. ځوانان په ټولنیز رسنیو کې په داسی خوښیو تمرکز کوي چې د راتلونکي سره تړاو لري. داسی خوښۍ چې هغوی یې  لا د ترلاسه کولو وسه او تجربه نه لري. هغوی خپل ځان ته وخت نه ورکوئ چې د هغه څه په اړه فکر وکړي چې هغوی یې غواړي، هغه څه چې هغوی په شخصي توګه خوشحاله کوي.  تاسو  په شعوري ډول یو داسی ” بشپړ بریښنایې ” ژوند  غواړئ چې تاسو یې په ټولنیزو رسنیو کې ګورئ.
موږ چې اوس له خپلو تلیفونونو سره زیات تړلی یو  نو آیا د ټولنیزو رسنیو پریښودل یوازینی حل دی؟ او که یا کومه بله د حل لاره هم شته؟
ښه کار دادی چې  د ټولنیزو رسنیو منفي اغیزو ته پام وشي ، د خوښۍ لپاره د پرله پسې  لټون څخه ډډه وشي. هغه ‘بشپړ ژوند’ چې نن ورځ یې خلک په رسنیو کې تعقیبوي شتون نلري. د دې ناسمې او خیالي خوښۍ لټون تاسو ستړي کوي او د هغه شیانو په اړه ستاسو د روښانه  لید مخه نیسي،  کوم چې په رښتیا هم مهم دي.
د امستردام پوهنتون (UvA) د AWeSome پروژې  نوي څیړنیز راپور ‘د ټولنیزو رسنیو ګټې او زیانونه) دا څرګندوي چې،  په هالنډ کې ډیری ځوانان په دې باور دي چې ټولنیز رسنۍ د دوی په ملګرتیا او دوستۍ کې ښه اغیزه لري. څلورمه برخه یې  فکر کوي چې ټولنیز رسنۍ د دوی په خوښۍ باندې ناوړه اغیزه لري. دریمه برخه په ځانګړی توګه نجونې یې داسی فکر کوي چې ټولنیز رسنۍ د دوی د ځان انځور یا خپل تصویر لپاره بدی دي. د دوی نیږدې نیمایي وايي چې ټولنیزې رسنۍ د دوی خپل ځان ته په لیدلو باندې ناوړه اغیزه لري، پداسې حال کې چې د هلکانو لپاره دا یوازې د څلورمې برخې څخه لږ دی.
دا څیړنه د 14 څخه تر 17 کلونو پورې د ټولو تعلیمي څانګو او د هالنډ له ټولو برخو څخه د 480 ځوانانو پر استازولۍ په  نمونه یې توګه ترسره شوې ده. په خوښۍ باندې د ټولنیزو رسنیو تجربه شوې اغیزه څرګندوي چې د ځوانانو  خپل منځي اړیکي او له یوه بل سره د اړیکو ساتلو طریقه یې بدله کړې ده. ځکه چې د اړیکو ساتل او د دوستانو موندل اسانه کوي.
په هر حالت، له څلورمې برخې څخه زیات ځوانان د فشار احساس کوي چې باید تل په ټولنیزو رسنیو کې شتون ولري.  دا هم د پام وړ ده چې ځوانان زیاتره وخت په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو منفي تجربو په اړه له خپلو میندو او پلرونو سره خبرې نه کوي. ښایې دوی  له خپلو میندو او پلرونو سره د ناخوښه کوونکو شیانو په پرتله د ښو او مثبتو څیزونو د تجربه کولو یادونه وکړي. د ځوانانو سره بحثونه څرګندوي چې دوی ویره لري چې ، مور او پلار به یې منفي تجربې ډیرې جدي ونیسي او دوی به د دې پلیټ فارم له کارولو منع کړي او یا به ورباندی نور محدودیتونه ولګوي. څیړونکي ټینګار کوي چې دا مهمه ده چې میندې او پلرونه په ښکاره توګه د ټولنیزو رسنیو د احتمالي منفي اړخونو په اړه بحث وکړي، د  امکان تر حده بې طرفه چلند وکړي او  د خپل ماشوم د تجربو په اړه پوښتنه وکړي.
همدارنګه د ځنو نورو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ  ویل کیږي چې ټولنیز رسنۍ د ځوانانو تر منځ د ډیری ځورونې لامل کیږي، خپګان پټیږي او ځوانان هغه وخت خراب خوب کوي کله چې دوی ډیری وختونه ټولنیز رسنۍ کاروي. د هالنډ د احصایې د ارقامو له مخې، په هالنډ کې نږدې ټول ځوانان په سلو کې ۹۹  او زیاتره تنکي ځوانان – ټولنیزی رسنۍ کاروي.  د ځوانانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارولو دلیلونه د ملګرو سره د اړیکو پالل، د  ستړیا رفع کول او دا  لیدل چې نور څه کوي یاد شوی دي. د یادولو ده چې د هلکانو او نجونو ترمنځ یې توپیر هم د پام وړ دی.  په هالنډ کې هلکان زیاتره وخت د ویډیو لیدلو لپاره یوټیوب کاروي، په داسې حال کې چې نجونې د اړیکو ساتلو لپاره ټولنیز رسنۍ کاروي او نجونې د هلکانو په پرتله ډیری وختونه په ټولنیزو رسنیو روږدي دي (سرچینه: CBS).
کله چې تاسو په ټولنیزو رسنیو کې ډیر وخت تیر کړئ،  ډیر  عکسونه، د حالاتو په اړه تازه معلومات او ویډیو ګانې  وګورئ، نو ستاسو دماغ د ډیرو معلوماتو سره مخ کیږي او بل ډول فعالیت کوي.  مغز باید ډیری معلومات پروسس کړي او دا خورا سخت کار دی.
د پایلې په توګه، ځوانان ځینې وختونه په تمرکز کې ستونزې لري او د خوب ستونزې رامنځ ته کیدی شي. دوی فکر کوي جې آیا زه پوره ښه یم؟
ټولنیز رسنۍ لکه انسټاګرام او سنیپ چیټ ستاسو د تنکي ځوان لپاره له بل هر وخت دا ډیر اسانه کوي،  ترڅو ځان له نورو سره پرتله کړي. ایا زه همدومره ښه یم؟ ایا زما عکس زیات لایکونه ترلاسه کوي؟ د نظرونو او لایکونو د ترسره کولو لپاره دا پرله پسې غوښتنه چې زیاتره  په ظاهري بڼه تمرکز کوي کولی شي،  ستاسو تنکي ځوان ډیر ناامنه کړي. د بلوغت په جریان کې تنکي ځوانان لا دمخه له لویو فزیکي بدلونونو څخه تیریږي، او ټولنیز رسنۍ کولی شي پدې کې نور هم ور زیات کړي.
له ټولنیزو رسنیو د تنکیو ځوانانو   مطلق منع کول هم ښه نه دی،  خو باید ورسره خبرې وکړئ، دا یو ښه نظر دی چې د ټولنیزو رسنیو د کارولو په اړه ورسره تړونونه وکړئ او شرایط ورته و ټاکئ . ور ځنې منع کول یې هم  ښه نظر نه دی. دا یوازې ستاسو ځوان له خپلو ملګرو څخه جلا کوي. تاسو  کولای شئ،  له خپل ځوان سره د هغه د آنلاین فعالیتونو په اړه خبرې وکړئ  که تاسو احساس کوئ چې ستاسو ځوان د ټولنیزو رسنیو له امله  نا امنه کیږي، د بیلګې په توګه ځکه چې هغه د ډیرو او رنګارنګ  عکسونو سره مخ کیږي او ورباندی اغیزه لري، نو په کار ده،  چې په دې  اړه ورسره خبرې وشي او ورته تشریح شي  چې دا تصویرونه د یو چا د ژوند  ریښتیني حالت نه بیانوي. هر څوک خپلې ځانګړنې لري او هر ځوان او تنکې ځوان همداسی ښه او د ستایلو دی لکه نور چې دي.
نو څرنګه چې موږ د انترنت او معلوماتي تکنالوجۍ په یوه داسی نړۍ کې ژوند کوو چې ټولنیزي رسنۍ یې یوه برخه ګرځېدلې ده، باید په کارولو کې یې احتیاط وکړو، هڅه وکړو چې ورباندی روږدی نه شو او ځوانان او تنکي ځوانان مو د دې رسنیو له منفي اغیزو هم خبر کړو.

پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۸- ۲- ۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.