!د بریکس هیوادونه او یوه بله سړه جگړه

331

د BRICS هیوادونه او یوه بله سړه جگړه!

له هغه مهاله چې شوروي اتحاد ړنګ شوی، د وارسا پوځي تړون مات شوی او نړۍ یو قطبي شوی ده، نړیوال نظم د لویدیځ،  په ځانګړی توګه د امریکې د متحده ایالاتو په منګولو کې دی.
د شوروي اتحاد له ړنګیدو دمخه د نړۍ زیاتره هیوادونه په دریو اقتصادي او سیاسي کړیو کې ښکیل و.
سوسیالیستی بلاک د شوروي اتحاد پر سرلارۍ چې د وارسا پوځي تړون یې ساتندوی و، لویدیځ پانګوال بلاک د امریکې د متحده ایلاتو پر سر لارۍ یا مشرۍ چې د ناتو پوځي تړون یې د دفاع او ساتنې تر شا و.
دریمه کړۍ یا ډله د غیر منسلک یا ناپییلو هیوادونو ډله وه چې د (G77) په نوم هم یادیږي. دا ډله  د ۱۹۶۴ په جنوري کې د ګډو اقتصادي موخو لپاره رامنځ ته شوه او افغانستان یې هم له فعالو غړو ګڼل کیده. د ۷۷ هیوادونو ناپیلې ډله بیا وروسته تر ۱۳۴ هیوادونو ورسیده چې زیاتره یې پرمختایې هیوادونه وو.
هغه مهال د لویدیځ او ختیځ یا د پانګوالۍ او سوسیالیستي سیاسي او اقتصادي نظامونو ترمنځ سخته سړه جګړه روانه وه. دا حالات په روسیه کې د اکتوبر له سوسیالیستي انقلاب (۱۹۱۷) را وروسته رامنځ ته شوی و،  د ۱۹۸۹ تر نومبره چې د برلین دیوال په سمبولیکه توګه ونړید او پای کې د جنوري له۱۹۹۰ بیا تر  ۱۹۹۱ دسمبره،  چې کله شوروي اتحاد په بشپړه توګه له منځه ولاړ ، دې سړې جګړې دوام درلود.
د سوسیالیستي بلاک او شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته لا تر اوسه لویدیځ ایتلاف په نړۍ کې یوازینی اقتصادي او سیاسي زبرځواک دی چې زیاتره وخت د نړیوال نوی نظم د ټینګښت خبرې کوي او په خپلسري توګه،  په دې  او هغې بهانې د خپلو ګټو لپاره هر ډول واک او ځواک کاروي.
د نړۍ ستراتیژیکو برخو، طبیعي سرچینو، جیو پولیتیک او جیوایکونومیک سیمو ته ځان رسوي او په خلاص مټ د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره رنګارنګ تاکتیکونه کاروي.
خو په دی وروستیو کې ځنو پرمختیاوو دی ته شرایطـ برابر کړی دي چې،  د لویدیځ د خپل سري اقتصادي او سیاسي ځواک په وړاندی د نورو ګڼو تړونونو او ایتلافونو سره سره،  یو بل ستر اقتصادي او سیاسي ځواک هم رامنځ ته شي او هغه د بریکس د هیوادونو اقتصادي ځواک او ډله ده.
د BRIC اصطلاح د لومړي ځل لپاره په 2001 کې د امریکایې اقتصاد پوه جیم او نیل لخوا وکارول شوه. د هغه په ​​وینا، د BRIC هیوادونه د لوی اقتصاد په لور روان دي.
بریکس  (BRIC) د برازیل، روسیې، هند او چین هیوادونو د نومونو لومړنیو تورو مخفف دی، چې بیا وروسته ورسره  په 2011 کې  د سویلي افریقې په یو ځای کیدو سره دا نوم BRICS شوی دی.
وړاندوینه کیږي چې د بریکس هیوادونه به تر 2050 پورې د اقتصاد له پلوه د نړۍ له اوسنیو بډایه هیوادونو دمخه شي.
دا پنځه هیوادونه اوس د ټول نړیوال اقتصاد څلورمه برخه جوړوي. دوی ځانونه د نړۍ پنځه غټ یا پنځه لوی هم بولي،  چې د نړۍ 42% نفوس په کې ژوند کوي او د ځمکې 30٪ برخه يې نیولې ده.
نوموړي هیوادونه د نړۍ د اقتصاد څلورمه برخه او د نړۍ د سوداګرۍ نږدې پنځمه برخه جوړوي. د BRICS له هیوادونو یو  برازیل دی چې په سویلي امریکا کې ترټولو لوی هیواد دی. دا هیواد  د دې وچې نیږدې نیمایي ځمکه لري او له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات وګړي هلته ژوند کوي.
روسیه هم په نړۍ کې ترټولو لوی هیواد دی. په حقیقت کې دومره لوی چې د وخت په  11 زونونو کې پروت دی.  د دی هیواد دوه پر دریمه برخه په آسیا کې موقعیت لري، خو  ۷۰ سلنه روسان بیا په اروپايي برخه کې ژوند کوي.
هند هم د چین په څېر د نړۍ د تر ټولو زیاتو وګړو لرونکې هیواد دی. په هند کې شاوخوا 1.33 ملیارده وګړي ژوند کوي او په چین کې د وګړو شمیر  شاوخوا 1.38 ملیاردو ته رسیږي، خو فکر کوم د تازه شمیرونو پرنسټ د هند وګړي د چین له وګړو د زیاتیدو په حالت کې دي.
د BRICS  هیوادونه له 15 کلونو راهیسې په اقتصادي توګه په ګډه کار کوي.
دوی د نړیوال بانک په وړاندې چې،  د لویدیځ په ځانګړی توګه د امریکې متحده ایالات او اروپا تر واک لاندی دی مقاومت کوي، نو ځکه یې په ګډه  د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق د بدیل په توګه نوی پراختیایي بانک New Development Bank  (NDB) رامنځ ته کړ.
د روان کال د جنوري په لومړۍ نېټه ورسره پنځه نور هیوادونه مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم یوځای شول. اوس د بریکس  دا ټول  لس غړي هیوادونه له 3.6 ملیاردو  څخه ډیر نفوس لري.
د بریکس د میز څنډې ته څوکۍ او ځای نیول اوس خاص محبوبیت لري،  له څلویښتو زیاتو هیوادونو له دې ډلې سره دیوځای کیدو تمه لرله او ورسره یې د یوځای کیدو غوښتنه کړی وه، خو په پای کې دمګړۍ همدا پنځه هیوادونه ومنل شول.
د نوموړو  پنځو هیوادونو په ملګرتیا سره، بریکس په زیاتیدونکي توګه په نړۍ کې د لویدیځ د اقتصادي لاسبرۍ پر وړاندې د مقابلې زمینه برابروي.
د یوی هالنډي سرچېنې (Een Vandaag) د معلوماتو پر بنسټ، د یو جیو پولیټیکل کارپوه،  هارون شیخ په وینا،  د لویدیځ له خوا یوه اوږده موده ، د بریکس همکارۍ ته جدي پام نه کیده، دا ځکه چې دهغوی په باور د بریکس ډله له جغرافیایي، کلتوري، اقتصادي او سیاسي پلوه سره خورا توپیر لري. خو اوس داسی ښکاري چې دا  همکاري د نړۍ په کچه په زیاتیدونکې توګه مهم رول لوبوي، ځکه  اقتصادي دروندوالی لري، بل داچې دا هیوادونه ورځ تر بلې زیات د لویدیځ ضد ګډ احساسات رامنځ ته کوي.
د هغه په وینا، دا حقیقت چې له څلویښتو څخه زیاتو هیوادونو له بریکس سره د یوځای کیدو لپاره نوم لیکنه کړی وه، د “نړیوال نظم ماتولو” په اړه یو څه له ځان سره لري.
څه چې موږ اوس تجربه کوو. “د اوکراین د جګړې یو لوی درس دی. موږ په دی وروستیو کلونو کې ولیدل  چې اوس ډیر هیوادونه په دې پوهیدلي دي چې نور،  هغه وخت پای ته رسیدلی دی ، کوم چې لویدیځ کولای شول  په ډیر ساده او اسانه ډول پر نړۍ خپله اراده وتپي.
هارون شیخ  وايي:  دا هېوادونه اوس د یوې بدیلې لارې په لټه کې دي چې و کولای شي د لویدیځ ځواک کمزوری کړي او اوس د بریکس فورم د دی هدف لپاره،   ډیرو هیوادونو ته خورا مناسب ښکاري.
په دې وروستیو کې هیوادونه هڅه کوي چې نه یوازی له نظامي لیاری، بلکه د ورځنیو توکیو څخه هم  یو پر بل دفشار وسیله جوړه کړي. د فشار دا وسیلې د انرژۍ له لارې کیدلای  شي، لکه څرنګه  چې روسیې د ګاز په وسیله دا کار ترسره کړ. دا فشار د کمپیوټر چپس له لیاری هم کیدی شي،  د ASML په اړه فکر وکړئ، کوم چې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ سوداګریزې شخړې کې ښکیل دي.
په حقیقت کې، هر ډول شیان او توکي چې موږ یې هره ورځ کاروو لکه انرژي، خواړه، ځنې نور محصولات، په ټولنیزو رسنیو کې معلومات او داسی نور،  ورځ تر بلې د جیو پولیټیکل جګړې په ډګر کې ځای نیسي او ورته پام وراوړي.
د نوموړي جیوپولیتیکل کارپوه له نظره به د اټکل وړ نړۍکې،  د لویدیځ د نفوذ کمیدل پدې معنا وي،  چې ډیر پرمختګونه به کوم  چې په ټوله نړۍ کې پیښیږي لږ اټکل کیږي. په ډیرو سیمو کې تاوتریخوالی له تمې خلاف رامنځ ته کبږي. د بېلګې په توګه په سره سمندرګي کې د حوثي یاغیانو بریدونو ته پام وکړئ چې په پایله کې یې  ډیری بیړۍ نور نشي کولی محصولات ولیږدوي، کوم چې د سویز کانال له لیاری باید ترلاسه شي. په هر حالت اروپا او لویدیځ باید په یوه ځانګړی هیواد تکیه را کمه کړي، لکه داسی چې  د روسيې د ګاز ستونزه رامنځ ته شوه،  همداسی به چین هم ځنې نادر محصولات د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.
د هغه په وینا نړیوال کیدل په ساده ډول نشي بدلیدلی او موږ نشو کولی په اسانه خپل ټول د اړتیا وړ وسایل پخپله تولید کړو، خو موږ کولای شو هڅه وکړو چې په یو ځانګړي هیواد باندې ډیر تکیه ونکړو ، موږ کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ بدیلونه لرو. یا په اروپا کې خپل تولیدات ولرو اویا له اروپا څخه بهر د داسی شریکانو په لټه کې شو چې،  موږ ورسره ښې اړیکې لرو لکه جنوبي کوریا،  جاپان او داسی نور.
په پای کې ویلای شو چې د بریکس په رامنځ ته کیدو سره د لویدیځ اقتصاد له سختې سیالۍ او ګواښ سره مخ کیدونکې او نړۍ د یو بل نظم او سړی جګړی پر لور روانه ده.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

07-01-2024/ هالنډ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.