یوه ډله افغان مېرمنو په کولن ښار کې د نه خوړو اعتصاب کړی دی

293
17 ساعتونه مخکې

يو شمېر افغان مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو له خوا له ښځو سره د «جنسيتي اپارتاید» په اعتراض کې د آلمان په کولن ښار کې د نه خوړو اعتصاب کړی دی. ېوې ګډونوالې تېره ورځ وويل چې د ۱۶ مېرمنو له ډلې اوس يوازې درې ېې پاتې دي.

د اعتصاب کونکو مېرمنو له ډلې زرمينه پرياني، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «نن ورځ ښځې په افغانستان کې ښوونځی، پوهنتون، موټر او رېستورانټونه نه لري، هر څه پرې ممنوع شوي دي.»

پریاني د پنځو خويندو څخه يوه ده چې په ۲۰۲۲م کال په کابل کې د اعتراض کولو په دليل د طالبانو له خوا ونېول شوه، چې بیا تر هغه وروسته آلمان ته راغلې ده.

د نوموړې بلې خور تمنا پریاني، هم د نه خوړو په دغه اعتصاب کې چې په پام کې ده دولس ورځې به ادامه ولري، ګډون کړی دی.

نوموړې پر اکس شبکې چې پخوا په ټوېټر يادېده، يو انځور خپور کړی چې یو بنر هم په کې تر سترګو کيږي. پر دغه بنر ليکل شوي چې «افغانستان باید د داسې يو هیواد په توګه چې جنسيتي اپارتاید په کې شتون لري، وپېژندل شي.»

زرمينه پرياني وويل چې طالبان هره ورځ سياستوال او د بشري حقونو فعالان نيسي، شکنجه کوي او وژني ېې… خو نړۍ خاموشه ده.»

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بيا واکمنېدو را وروسته، له اسلام څخه د خپل تفسير مطابق پر ښځو سخت محدوديتونه لګولي
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بيا واکمنېدو را وروسته، له اسلام څخه د خپل تفسير مطابق پر ښځو سخت محدوديتونه لګوليانځور: AFP/Getty Images

هغې زیاته کړه چې د نه خوړلو دغه اعتصاب څلور ورځې مخکې شپاړس مېرمنو د آلمان په ستر غربي ښار کولن کې پيل کړی، خو د دوشنبې په ورځ ېې له ډلې څخه يوازې درې تنه پاتې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بيا واکمنېدو را وروسته، له اسلام څخه د خپل تفسير مطابق پر ښځو سخت محدوديتونه لګولي کوم چې ملګري ملتونه ېې «جنسيتي اپارتاید» بولي.

طالبانو نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او همدارنګه پوهنتونونو ته له تلو منع کړي دي. دوی همدارنګه ښځې له کار کولو هم منع کړي چې له مخې ېې په زرونو ښځې چې پخوا ېې په دولتي ادارو او یا د ملګرو ملتونو اړوند موسساتو او انجوګانو کې کار کاوه، له کاره منع او په کور کېنولي دي.

خو طالب مشران بیا استدلال کوي چې دوی د اسلامي شریعت پر اساس د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او ښځو ته درناوی کوي. د طالبانو رهبر، ملا هيبت الله اخوندزادهسږکال خپل اختریز پيغام کې ويلي وو چې «د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي او ټول شرعي حقوق يې تأمین شوي دي.»

هغه وخت د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازې، روزا اوتونبايوا، ويلي وو ترڅو چي د ښځو پر حقونو محدوديتونه همداسي پاته وي، د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندل «تقريباً ناممکن» دي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.