پټان یو ځل بیا په بالیووډ کې ساه پو کړه

سمسور ودان

809
بالیووډ باندې له لویه سره د پښتنو ستر اغېز پروت دی. که د تراژیدۍ باچا (دلیپ کمار) د پېښور پښتون و، نو مدهوبالا هم پښتنه وه.
تر ۱۹۸۰م کال پورې هندۍ سنیما په خپل اوج کې وه؛ خو له دې وروسته د دلیپ کمار، راج کپور، دیو انند، امیتاب بچن، دهرمیندر او نورو سترو نومونو د بخت ستوري ولوېدل. له شعلې او شکتي وروسته بالیووډ کوم داسې فلم جوړ نه کړ، چې د ریکارډ کچې سوداګري وکړي. خو په ۱۹۹۰ لسیزې کې هندۍ سنیما ته درې ځوانان راغلل، چې هندي سنیما ته یې په غوره تمثیل، ایکشن او رومانس کې نوې لارې ور وښودلې.
عامر خان، سلمان خان او شاه رخ خان هغه څوک ول، چې لویدلی بالیووډ یې بېرته په پښو ودراوه او ان تر ۲۰۱۸ کال پورې یې ښه شهرت ورکړ.
خو په ۲۰۱۹ کال کې له کرونايي وبا وروسته بالیووډ باندې د مرګ دوهمه څپه راغله. د خانانو په شمول د سترو اداکارانو (اجې دیوګن، اکشې کمار، جان ابراهیم، عمران هاشمي، ویویک اوبرایي، رتیش دیشموک، افتاب شیوداني او…) فلمونه ناکام شول. تر دې چې تېر ۲۰۲۲ کال کې د بالیووډ له سترو ۳۱ فلمونو څخه ۲۲ ناکام شول او ځينې خو یې ان دومره تاواني وو، چې خپله بودیجه یې هم پوره نه کړه، چې ښه بېلګه یې د کنګنا رناوت (دهاکړ) فلم و. په دې فلم ۸۰ کروړه ولګېدلې خو ټول بزنس یې ایله ۳ کروړه و.
بالیووډ ونړېده او ان د خطر زنګ یې تر بنسټه ورسېده؛ ځکه په ساوت انډین سنیماګانو کې د (تیلګو، تامل، ملایلم او مرهټي) ژبو فلمونه په اوج کې وو؛ تر دې چې د KGF2 او RRR په څير کمرشل فلمونو تر ۱۰۰۰ کروړو زیات بزنس وکړ. خو په ټول بالیووډ کې یوازې براهمستر، کشمیر فایلز او بهول بولیا ټو وو چې له ۲۵۰ــ ۴۰۰ کروړو پورې سوداګري یې وکړه.
اوس نو بالیووډ ته د نوې ساه ضرورت و. خو نوې ساه به چا ورکړې وای؟ د عامر خان لال سینګ چډا د متشددو هندوانو د بایکاټ له امله ناکام شو. د سلمان خان وروستي فلمونه د خراب ایکټینګ او د شاه رخ خان د کمزورو کیسو له امله بریالي نه وو.
تر ۴ کاله ځنډ وروسته یو ځل بیا پښتون شاه رخ خان راپاڅېده او مسلسل یې د دریو نویو فلمونو (پټان، جوان او ډنکي) اعلان وکړ، چې دا دی د نوي کال په ۲۵مه ورځ یې پټان فلم نمایش ته وړاندې شو.
فلم په لومړۍ ورځ د هندي فلمونو ټول ریکارډونه مات کړل او دغه سلسله ان تر نن ورځې جاري ده. د پرونیو شمیرو پر اساس پټان فلم په ۷ ورځو کې له ټولې نړۍ نه څه کم ۶۳۴ کروړه هندۍ کلدارې راټولې کړې او لا تمه شته چې دغه شمېرې به ژر ژر ۱۰۰۰ ته ورسیږي.
که څه هم پټان ډېر عالي فلم نه دی؛ خو دا چې ولې کامیاب شو، څه ځانګړنې لري او فلم په کومو ځایونو کې نیمګړتیاوې لري، خبرې به پرې وکړو.
۱ــ د یش راج کمپنۍ ۵۰ کلونه او وړتیا:
یش راج کمپنۍ له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې هندي سنیما ته د پام وړ فلمونه وړاندې کوي. دغه کمپنۍ په ۱۹۷۳ کال کې د یش راج له لوري جوړه شوه چې په ۲۰۱۲ کال کې یې له مړینې وروسته مشر د هغه زوی ادیتیا چوپړا دی.
دې کمپنۍ بالیووډ ته د (دل والې دلهنیا لې جاینګي، دل تو پاګل هې، ډر، دهوم، دهوم ټو او تري، فنا، ویر زارا، محبتین، رب نې بنادي جوړي، ایک تها ټایګر، ټایګر زنده هې، سلطان، وار او اوس د پټان) په څیر فلمونه ورکړي.
خو وروستي کلونه د بالیووډ د نورو فلمي شرکتونو په څير یش راج شرکت ته هم ښه ثابت نشول او څو فلمونه یې ناکام شول. نو چلوونکي یې مجبور و، چې یو کامیاب اداکار، ویلن، اداکاره، سکرپټ او بودیجه سره یوځای کړي او داسې فلم جوړ کړي، چې د دوی تاوانونه پرې جبران شي.
شاه رخ خان چې تل یې له یش راج شرکت سره د عالي فلمونه جوړ کړي. ۳نیم کاله وړاندې یې د پټان فلم تړون وکړ. د کرونا راتلو او ځينو تخنیکي ستونزو دغه فلم وځنډاوه؛ خو بیا چې بازار ته راغی؛ نو په رښتیا یې هم د کمپنۍ عاید ور پوره کړل.
د فلم د کامیابي یو لامل د یش راج کمپنۍ سپانسرشیپ او جوړونه وه.
۲ــ له ۴ کلونو وروسته د کینګ خان (شاه رخ خان) بېا راتګ:
په ۲۰۱۷ کال کې له ریس فلم وروسته چې د شاه رخ خان ډوب شوی کیریر یې یو څه بېرته راښه کړ، نور فلمونه ټول ناکام شول. وروستی فلم زیرو و چې د کمزورې کیسې له امله خلکو ازرښت ورنکړ او له دې وروسته په شاه رخ خان ډیرې نیوکې شروع شوې.
ځکه دی یو مهال داسې اداکار و چې د خپل ښه تمثیل په زور یې کمزورې کیسه هم کامیابولی شوه. خو اوس یې خلکو په اکټینګ کې خبرې کولې.
دوی ګرم نه و، د شاه رخ خان بخت خراب شوی و؛ مګر ولې یې هېره کړه چې همدې خان په ۲۰۰۴ کې د یو کال دننه ۳ کامیاب فلمونه (سوادیس، مېن هو نا او ویر زارا) جوړ کړل؟ هغه مهال هم خلکو شاه رخ خان مسخره کړی و او ۲۰۰۴ یې د کم بېک کال و.
دا چې شاه رخ خان له ۴ کلونو وروسته لوې پردې باندې راښکاره کېدلو ته راته؛ نو حتماً به یې فلم کامیابېده.
۳ــ مذهبي لانجې او بې شرم رنګ سندره:
کله چې عامر خان پي کې فلم نشراوه؛ نو ځینو متشددو هندوانو او سیکانو یې پر خلاف لاریونونه او د بایکاټ کمپاینونه پيل کړل؛ خو کله چې خلکو د فلم کیسه وکتله؛ نو دومره یې خوښه شوه، چې پي کې تر ننه د خلکو په زړونو کې دی.
د شاه رخ خان له پټان سره هم داسې کیسه وشوه. له ټریلر وړاندې یې چې بې شرم رنګ سندره راغله او په هغه کې دیپيکا پډکون ډېره خطرناک انداز کې ولیدل شوه؛ نو هندي مذهبیانو بایکاټ ورسره اعلان کړ، ځکه دوی ویل، چې سندره کې دیپيکا د هندوستان د مذهبي رنګ (نارنجي) بې عزتي کړې او د خلکو احساسات یې ځپلي.
خو له ټریلر راتللو او د اولې ورځې تر کامیاب بېزنس وروسته چې خلکو ته د فلم ټوله کیسه د پي کې په څير روښانه شوه؛ نو هماغه د بایکاټ والا هم سنیماګانو ته راغلل. په دې برخه کې باید د شاه رخ خان سر سخته مینه وال وستایل شي چې د بایکاټ والا متعصبین یې په کور کېنول.
د بې شرم رنګ سندره هم د دې لامل شوه چې پټان فلم په هر ځای کې یاد شي؛ ان هغو ځایونو کې هم چې خلکو ته پکې ښايي دا فلم نه وای رسېدلی.
۴ــ د ایکشن قوي صحنې
په پټان فلم کې د ایکشن ځينې داسې صحنې را اخیستل شوې چې ښايي هندي فلمونو کې یې مثال نه وي؛ خو سره له دې نیوکه کیږي چې د پټان زیاتره جنګي صحنې د هالیووډ د فلمونو کاپي دي. دا خبره سمه هم ده. ځکه د الوتکې او بیولجیکل ودانۍ باندې د برید صحنه د ټام کروز د میشن امپاسبل فلم کې شته. کله چې سلمان خان او شاه رخ خان سره یوځای شي او د ریل ګاډي پل وغورځي، دوی په ریل ګاډي باندې مخالف لوري ته منډې وهل پیل کړي. دا صحنه له فاسټ اینډ فیوریس فلم نه اخیستل شوې. د فلاینګ جیټ صحنه یې د ساوت انډين فلم (ساهو) او رېس تري کې هم شته. د واورې او یخ پر سر د موټرسایکلو ځغلول په (وار) فلم کې شته. خو د ډيرې اندېښنې خبره په دې نه ده، چې د ډېرو فلمونو ایکشن صحنې په یو نه یو ډول یو بل سره تړاو لري.
دا چې بالیووډ له (رېس ون، ایک تها ټایګر، وار او ډان سیریز) نه وړاندې چندان ښه ایکشن فلمونه نه لرل؛ نو ځکه خو پټان کامیاب شو.
بله علت دا و چې ایکشن یې داسې نه و، چې هېرو پکې یو سوک ګوزار کړي، یا یوه لغته ووهي او لس تنه په هوا شي.
۵ــ مضبوط کاسټینګ:
په فلم کې د شاه رخ خان ترڅنګ دیپيکا پډکون ده، چې فزیکي جوړښت او فټنس یې د یوې جاسوسې رول ته بیخي ښه جوړ دی.
ترڅنګ یې جون ابراهم دی چې له دې وړاندې یې هم د دهوم په څير کامیاب فلم کې د منفي کردار (ویلن) رول اداء کړی. په پټان کې یې هم د جیم رول ډېر زورور او د منلو وړ دی. جان تل د وطن دوستۍ په اړه فلمونه جوړ کړي او دلته یې رول د یو غدار و، نو ځکه هم خلکو ته په نوي رول کې د پام وړ وګرځېده.
اشتوش رانا او ډمپل کپاړیا دوه هغه نور مشران اداکاران و، چې وړانډې یې هم فلمونو کې ښه رول اداء کړی او که وویل شي چې د ډمپل کپاړیا د مړینې صحنه د فلم تر ټولو ایموشنل صحنه وه، درواغ به نه وي. همداراز د اشتوش رانا چټک حرکات او د جاسوسۍ شبکې ښه مدیریت د فلم بله مثبته نقطه وه.
۶ــ د سلمان خان کېمو رول:
په فلم کې له نیمايي وروسته د سلمان خان وړوکی رول هم راځي، چې مینه والو یې ډیر خوښ کړی. ځکه له دې وړاندې هم سلمان خان او شاه رخ خان په ګډه دوه فلمونه (کرن ارجون او کچهـ کچهـ هوتا هې) کامیاب کړي.
د سلو میا رول ډیر ښه، کامیډي او د ټایګر انداز کې دی؛ ښایي همدا لامل و چې سنیماګانو کې ناست کتونکي یې له لیدلو وروسته په چکچو او نارو سر شول.
۷ــ د شاه رخ خان نوی انداز:
ښايي د شاه رخ خان له نوم اورېدلو سره مو زهن ته خلاص لاسونه او ښځنیه ممثلینو سره عشقي صحنې ذهن ته درشي؛ خو که د ده ډان، ډان ټو او را ون فلمونه مو کتلي وي؛ د ده ایکشن او های اټيټيوډ اړخ به مو هم خوښ شوی وي. په پټان کې هم د شاه رخ ۸ پېکه باډي او تېز ایکشن د ده نوی انداز و، چې کتونکي ورته له ډېرې مودې راهیسې منتظر و. نو په دې برخه کې که څوک وايي چې شاه رخ خان یوازې رومانټیک هېرو دی؛ هسې جک وهي.
۸ـ لوړه بودیجه:
په ۱۴۶ دقیقه يي پټان فلم ۲۴۰ کروړه خرچه شوې؛ نو په یو فلم چې دومره ډېره خرچه وشي، کیسه یې هم جاسوسي وي او ایکشن یې تر ډیره وا ارزیږي؛ نو ولې به نه کامیابیږي. لوړه بودیجه د فلم جوړونکو ته دا جرأت ورکوي چې هره صحنه څو ځله ثبت کړي؛ تر دې چې پرې مطمئن شي.
همدا لامل و چې پټان فلم په اوله ورځ هند کې ۵۵۰۰ او د نورې نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې ۲۵۰۰ سینماګانې نیولې وې.
۹ــ ښه ایډیټ:
حیران به شئ که درته ووایم چې د فلم ۷۵ سلنه ایکشن صحنې شاه رخ خان په خپله نه دي ډکې کړې؛ بلکې زیاتره ځایونو کې یې له قوي vfx او ډبل باډي نه کار اخیستی. مګر له یو څو صحنو پرته دوی دومره ښه ایډیټ کړی، چې د فلم تر وروستیو سړی نه خسته کوي. که همدغه وي ایف ایکس د رنبیر کپور په براهمستر او د سلمان خان په ریس تري فلمونو کې کارول شوي وای؛ نو ښايي هغه به هم نن د پټان په څير ډېر کامیاب وای.
د پټان فلم ځينې صحنې تېزې او ځینو ورو شوې، چې دا یې بل کمال دی.
۱۰ــ ښه پای:
د پټان فلم پای له عملیاتو پوره کېدلو وروسته هم غځېدلی او د شاه رخ خان او سلمان خان په ریل پټلۍ ناسته، خبرې او صحنه کتوونکو ته دا ډاډ ورکوي چې له دې وروسته ښايي دوی په پټان ټو او ټایګر تري کې هم ګډ سره راشي.
له دې پرته له وار فلم نه د کبیر (رتیک روشن) یادونه هم کیږي او دا اټکل کېدلی شي چې ښايي دوی د یش راج په کوم راتلونکي لوی فلم کې ګډ سره ولیدل شي. دا ښه زیری کېدلی شي؛ خو وخت به یې ثابته کړي، چې دوی درې واړه (سلمان، شاه رخ او رتیک) به یوځای وونیو که نه؟ دا شول د فلم د کامیابي رازونه؛ اوس به یې په منفي اړخونو وغږېږو.
۱ــ کمزورې کیسه:
د پټان فلم د لومړي یو ساعت کیسه سړه او عادي روانه ده؛ خو بیا هم ښه ده؛ مګر کله چې کیسه بیرته روایتي انداز ته لاړه شي او پاکستان سره د کشمیر په سر لانجو ته پکې خبره ورسیږي؛ سړی سوړ کېنوي او هر کتونکي ته دا سوال ور پیدا کړي، چې اخیر به د دې کشمیر د لانجې په اړه نور څومره فلمونه جوړیږي؟
په کیسه کې څو ځایه ټویسټونه هیښوونکي دي او د دیپيکا رول پکې دومره عجیب او ګنګسوونکی دی چې سړی ورته ګوته په غاښ شي.
که څه هم پټان ایکشن، رومانس، کومیډي او ایموشن ټول لري؛ خو وخت ناوخته پکې داسې مسخره ډوله کومیډي شوې، چې هیڅ نه ارزي.
۲ــ اور اکټینګ:
په فلم کې ځینې ځایونه د شاه رخ خان اکټینګ هم کمزوری ښکاري، خو تر سلمان خان او جون ابراهم یې اوس هم د احساساتو ښودنه ډېره ښه ده.
په ټول فلم کې د جون ابراهم څېره په یوه انداز (مسخره کن) لیدل کیږي او ځینې ځایونه داسې دي، چې سړی حیران شي. فکر به کوې چې دا خو ښه د ژړا او خندا ځای دی دوی پکې ولې دومره عادي دي. بس یوازې د مېرمنې د وژل کېدو پر مهال یې بغارې سړی خفه کوي.
ښايي اور اکټینګ یوازینی لامل وي، چې خلک له فلم نه را ونیسي او دوی ته د ریالیستیک هنر خواږه ورنکړي.
که د فلم منځ کې د سلمان خان څېرې ته وګورئ؛ نو د سختو ډزو او الوتکې سره د ډغرې پر مهال به یې هم به مخ باندې موسکا ووینئ؛ سړی حیران شي چې دی له نانځکې سره لوبیږي که الوتکې سره؟
۳ــ د سندرو کمزورتیا:
پټان فلم دوه سندرې لري. ښایي کمښت یې کوم سوال نشي؛ ځکه جاسوسي فلمونو کې زیاتو سندرو ته اړتیا نه لیدل کیږي؛ خو کمزوری کوریګرافینګ او د دیپیکا ډانس یې چندان د لیدلو وړ نه دي.
د ویشال شېکر ګډ کمپوزینګ ټیم میوزیک ښه تیار کړی؛ خو غږونه بیخي کمپیوټرایز دي. له اوازه زیات په بېکګراونډ میوزیک کار شوی.
۴ــ کمزورې ډایرکټري:
د پټان فلم ډایریکټر سدهارت انند دی، چې له دې وړاندې یې د وار په څير ایکشن فلم هم ډایرکټ کړی؛ خو د پټان فلم پر مهال ځينو صحنو کې زموږ زړه ته دا خبره لوېدلی شي، چې که دا صحنه لږ ښه ډایرکټ شوې وای؛ نو ګوندې نوره به هم ښه وای.
چې سړي سره د شاه رخ خان، جون ابراهم او دیپیکا په څير مشران اداکاران وي؛ نو ولې ترې پوره کار وانخیستل شي.
۵ــ له رسنیو لرې کېدل:
که څه هم هر فلم جوړونکی د خپل فلم ټریلر له نمایش نه څو میاشتې او اونۍ وړاندې نشروي؛ خو پټان ته ایله د ګوتو په شمېر ورځې پاتې وې، چې ټریلر یې راغی.
بیا یې د ټریلر لاونچینګ، خبري کانفرانسونه او هیڅ تلویزیوني شو ونکړه. ان تر دې چې د فلم د بریا په ۵مه ورځ یې لومړی خبري کانفرانس وکړ.
که وکتل شي دا د پټان د بریا راز هم کېدلی شي؛ خو ښه به وای که یې له وخت وړاندې ورته نور مارکیټینګ هم کړی وای.
۶ــ د پټان (پښتون) بربنډه ښودنه:
زموږ اشنایان درګرده لګیا دي، شاه رخ خان ستایي چې دا ځل یې پښتون په وطن مین ثابت کړی؛ خو دې ته یې پام نه دی، چې پښتون یې سم لوڅ لغړ هم معرفي کړی.
زه وایم چې فلم یوازې تر سینما محدود کړئ، دا نورې کیسې یې پرېږدئ.
شاه رخ د خپل هنر په مقابل کې پيسې اخیستې؛ د خدای د رضا په خاطر یې پټان فلم نه دی جوړ کړی.
سمه ده چې پټان یې وفادار او په ژمنه پابند معرفي کړی؛ خو هغه له دیپیکا سره غوړتا غوړت څنګه کوئ!؟
همدا تاسې پښتانه یئ! غواړئ داسې لوڅې صحنې جوړې کړئ؟!
۷ــ د موقعیتونو ادلون بدلون:
پټان فلم د هندوستان، افغانستان، اماراتو، ترکیې، فرانسې او سایبریا په ګډون نیږدې ۱۸ هېوادونو کې شوټ شوی دی. که له یوې خوا دې کړنې له فلم جوړونکو سره د ښو موقعیتونو په لټون کې مرسته کړې؛ بل لور ته یې تاوان هم کړی. ځکه نیمايي بودیجه په همدې سفرو مصرف شوې.
د فلم په ځينو ځایونو کې موقیعتونه دومره ژر ژر بدلیږي، چې سړی ورته ګنګس شي او پوښتنه ورسره پیدا شي، چې د ظالم زامنو تاسې په نړیوال سفر وتلي یئ؟ او که فلم جوړوئ!
بل ځای یې تاسې جون ابراهم وګورئ چې د دوبۍ غوندې محفوظ ځای کې حمله کوي او هغه سرکون هټول خالي وي، چې یو وخت د ګڼې ګوڼې سمبول بلل کېدل.
نو دا شو پټان، که څه هم پټان ان د شاه رخ خان او بالیووډ دښمنانو وستایه خو زه په ۱۰ کې ۶ نومرې ورکوم. ستاسې خپل کار.
بله دا چې پټان اوس مه ګورئ، په HD کوالیټي کې یې وګورئ او خوند ترې واخلئ.
دریمه دا چې د افغانستان صحنه یې زما خوښه شوه خصوصاً د عامر خان د خور (نګهت) معصومې څېرې خوند راکړ. خو فکر نه کوم چې دا صحنه دې افغانستان کې ډکه شوې وي.
خندونکې یې دا وه چې یو پاکستاني د فلم ډایریکټر ته لیکلي و: وای تا تور پورې کړی چې پاکستان د غچ اخیستلو لپاره د فلم ویلن ته کروړونه روپۍ ورکوي، نو که موږ دومره لرلې، د (پیسو د نړیوال صندوق او بانکونو) قرض به مو ورکړی وای که نه☺

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.