باليووډ به د شاه رخ خان او سلمان خان ځای ناستي ولري؟

573
4 ساعتونه مخکې

د هندي سينما د تازه کامياب فلم «پټان» په وروستۍ صحنه کې شاه رخ خان او سلمان خان چې دواړه شپيته کلنۍ ته نزدې دي، په دې اړه يوه ټوکه کوي چې ځای ناستي یې نشته. خو آیا رښتيا په باليوود کې داسې څوک شته چې د دوی ځای ونيسي؟

تر څلورو کلونو وروسته د باليوود د سوپرسټار شاه رخ خان يو فلم نندارې ته وړاندې شو: د «پټان» په نوم اکشن فلم چې د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۲۵ نېټه سينماګانو ته راووت، د دې مضمون تر ليکل کیدو پورې یې په ټوله نړۍ کې د ۱۲۲ ميليونه امريکايي ډالرو تجارت کړی وو او په دې توګه یې يو شمير پخواني ريکارډونه مات کړل.

د دې فلم په يوه صحنه چې ۵۷ کلن شاه رخ خان چې په مينه والو کې د «اس آر کې» په نوم شهرت لري، له خپل فلمي همکار سلمان خان سره د هند په سينما کې د دوی د ځای ناستي د نشتوالي په اړه غږيږي. که څه هم چې دا خبره د يوې ټوکي په توګه مطرح شوې، خو دا يو حقیقت دی. تر اوسه د هند فلمي صنعت کې چې په بالیوود هم مشهور دی، داسې يو بل ستوری نه دی رامخې ته شوې چې د «دريو خانانو» کچې ته دې رسېدلی وي.

د شاه رخ خان او سلمان خان ترڅنګ عامر خان هغه درېم ستوری دی چې له کلونو راهېسې د باليوود مخکښان دي. درې سره چې سره خپلوان نه دي، شپيته کلنۍ ته نزدې دي.

عامر خان او کرينه کپور د «لال سنګ چټا» په نوم فلم کې سره راڅرګند شوي دي.
عامر خان او کرينه کپور د «لال سنګ چټا» په نوم فلم کې سره راڅرګند شوي دي.انځور: Paramount Pictures/Everett Collection/picture alliance

د «Shorted» په نوم د لنډو هندي فلمونو پلیت فارم مديره او متصدي روشينا زهرا وايي: «له دوی سره په څرګند ډول په دوی پسې يو ډول خفګان او خواشيني تړلې ده، ځکه دوی د هندي سينما يو داسې عصر مجسموي چې په کرار کرار یې ځلا له منځه ځي. پر دې سربیره دوی د لسیزو په اوږدو کې د مينه والو يوه ثابته ټولنه جوړه کړې ده.»

شاه رخ خان، د «رومانس پاچا»

زهرا مخکې تشريح کوي چې له دريو خانانو څخه یې هر يو ځانګړی ځای لري، شاه رخ خان «د رومانس پاچا»، سلمان خان د «بهايي» يا ورور او عامر خان د يوه مفکر.

دريو سرو په تقریباً يوه وخت کې په فلمونو کې کار پېل کړ خو مختلفې لارې یې غوره کړې. عامر خان او سلمان خان د هاليوود د هنري سلطنت له مشهورو کورنيو څخه وو، په داسې حال کې چې شاه رخ خان په فلمي صنعت کې خپلوان نه لرل او له پلازمينې نوي ډهلي څخه ورغلی وو.

عامر خان ډېر ژر د فلمونو د شمير او د شهرت له درکه د دوو نورو خانانو په پرتله شاته پاته شو خو دا بې تفاوته وه چې فلمونو په سينما کې څومره خلک ځانته راجلبول او يا انتقاد کوونکي په کوم نظر ول – دې دريو خانانو تل ډېر محبوبيت درلود.

له خپلې کاريسما يا جذابيت او حضور سره دوی تل په دې توانيدل چې د هر سن او د ټولنې له قشر سره تړاو د لرونکو مينه والو زړونه په لاس راوړي.

د مينه والو تلپاتې وفا

شاه رخ خان او سلمان خان تل په عامه محضر کې راڅرګنديږي، د بیلګې په توګه د دوی د کلیزې په ورځ او يا د بېلا بېلو اخترونو او مېلو په ورځ دوی په خپلو کورونو کې په ځانګړي توګه مينه والو ته د راڅرګنديدو له پاره د جوړو شويو بالکونونو يا برنډو له لارې له هغوی سره ګوري او له هغوی سره مبارکي کوي.

په ممبی ښار کې د دوی د استوګنې کورونه ښار ته د راتلونکو سيالانيانو له پاره د ليدو وړ مهم ځايونه دي.

شاه رخ خان خپلو مینه والو ته را څرګندیدو په حال کې
شاه رخ خان خپلو مینه والو ته را څرګندیدو په حال کېانځور: Divyakant Solanki/dpa/picture alliance

محصلې راشي او د هغې ملګرو «پټان» فلم په يوه میاشت کې دوه وارې ليدلی دی. نوموړې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «موږ به یې دريم او ښايي څلورم ځل هم ورګورو!»

که څه هم چې دا فلم یې ډېر د علاقې وړ هم نه دی ګرځیدلی خو وايي چې ټولې یې د شاه رخ خان له کبله بيا ګوري: «دی سره له هر څه، د زوی پر نيول کیدو او د هيواد په دوو قطبونو د ويشلو [پر سياست]  سربیره هم مثبت فکر لري او موږ به ورسره خپل ملاتړ ښکاره کړو.»

د شاه رخ خان زوی ارين خان تېر کال نيول شوی وو او د مخدره موادو سره د تړلو جرمونو له کبله په بند کې وو. ډېر په دې نظر ول چې شاه رخ خان د يوه مسلمان ستوري په توګه په داسې یوه هيواد کې چې اسلام ضد روحيه پکې پر پياوړي کیدو ده، په غير عادلانه توګه په نخښه شوی وو.

د هندوانو يو شمير ښی اړخه ډلو د «پټان» فلم د يوې سندرې پر ضد هم احتجاج کړی وو. په دې سندره کې هنرمندې دپيکا پادوکون نارنجي يا زعفراني رنګه د لامبو جامې اغوستي دي. دغه رنګ په هندو مذهب کې ستره معنا لري. يو شمير هندواتا يا هندو ناليسنالستي ډلې دغه رنګ د خپل بيرغ رنګ ګرځولی دی.

د قطبي کیدو په پېر کې د اميد څرک

د خانانو شهرت وخت نا وخته په ټولنیزو رسنیو کې د افراطي هندواتا ډلو د غوسه کيدو سبب ګرځي، په داسې حال کې چې پر مسلمانانو د بريدونو په شمير کې زياتوالی راځي. شاه رخ خان او سلمان خان دې وضعيت ته کتو سره په عموميت کې د خپلو سياسي نظرياتو له څرګندونو ډډه کوي.

دپيکا پادوکون په «پټان» فلم کې د شاه رخ خان ترڅنګ راڅرګنده شوې ده
دپيکا پادوکون په «پټان» فلم کې د شاه رخ خان ترڅنګ راڅرګنده شوې دهانځور: DESI ENTERTAINMENT PARIS

د «جي کيو» مجلې د هند پخوانی ليکوال ابيشيک ماندې بوت په دې اړه وويل: «يو سوپر ستار هغه څوک دی چې په دې تیاره او د قطبي کيدو په پېر کې ولس ته هیله ورکړي. پر ټولو مشکلاتو سربيره شاه رخ خان يوه ډېره له عزت او ابرو ډله چوپتيا غوره کړې ده. د خپلو فلمونو له لارې هغه زموږ د رخصتۍ ورځې له هیلو ډکې کړي دي. آیا تاسې د يو بل چا په اړه تصور کولی شئ چې دا کار وکولی شي؟»

د هندي فلمونو له بدلیدو سره سم دې دريو خانانو هم ځان له دې بدلون سره عیار کړی. اوس هغوی ځوان نسل هم راجلبوي.

ابيشيک په دې اړه وايي: «خانان په هغو لومړيو کسانو کې شامل ول چې دا خبره یې درک کړه چې بدني روغوالی څومره مهم دی. دريو سرو د خپل بدن ښکلا او ورزش ته مخ کړه څو د يوه اتل په توګه ډېر د باور وړ وګرځي. دا څه دوی د پخواني نسل له ستورو جلا کوي چې په فلمونو کې ورته اصلي نقش له دې کبله نه ورکول کیده ځکه چې زاړه بريښېدل.»

په هندي سينما کې نور ډېر استعداد لرونکي ځوان هنرمندان هم شته لکه رنبير کپور، رنوير سنګ او يا په ښځو کې دپيکا پادوکون او عاليه بټ. خو د فلمي صنعت څارونکو په آند به دوی د خانانو مقام ته و رسيږي، ځکه چې تر دې وروسته به د «سوپرستار» مفکوره هیڅ نوره موجوده نه وي.

د کرونا وبا او له دې سره تړلي بندویزنه د باليوود د ډېرو ستورو له پاره د شاتګ په معنی وه. د انلاين له لارې فلمونو او نورو تفريحي پروګرامونو ته لاس رسی اوس هندي کتونکي د دې جوګه کړي چې پر هندي سينما سربيره نړيوالې سينما ته هم لاره ومومي.

دویچه ویله

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.