نورګل شفق بي بي سي

د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ د ښځو او بشري حقونو افغانه فعاله محبوبه سراج د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې ته نومولې ده.

دغه انسټيټيوټ محبوبه سراج یوه اتله یاده کړې او ویلي یې دي، “هغه [محبوبه سراج] د ماشومانو د روغتیا، زدکړو، له فساد سره د مبارزې او له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو د ژغورنې او د هغوی د ځواکمنولو هڅو اتله ده.”

له محبوبه سراج سره د بشري حقونو مدافع او په ایران کې د اعدام سزا د لغوه کولو غوښتونکې نرګس محمدي هم د سولې نوبل جایزې ته نومول شوې ده.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټيټيوټ دا دواړه مېرمنې په خپلو هېوادونو کې د بشري حقونو او سوله‌ييزې مبارزې له کبله ستایلې او د دې جایزې حقدارې یې ګڼلې دي.

د دې بنسټ مشر هینرېک اردال ویلي: “تاريخ موږ ته راښوولي چې بشري حقونو ته درناوی له سوله‌ييزو ټولنو سره تړلی دی او د بشري حقونو لپاره له تاوتریخوالي پاکه مبارزه د سولې او ثبات لپاره ارزښتمنه چاره ده”

ښاغلي اردال همدا راز په ایران او افغانستان کې پر واکمنو رژيمونو نیوکه کړې چې د جنسيتي نابرابري پر ضد په ایران کې د اعتراض کوونکو ځوانانو له اعدامولو رانیولې بیا په افغانستان کې له پوهنتونونو د مېرمنو تر منع کولو پورې دواړو حکومتونو په خپلو هېوادونو کې د ښځو حقونه په “جدي ډول تر پښو لاندې کړي دي.”

هغه څه چې د ایران حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دواړه یې ردوي.

“د خدای لپاره نور د نجونو ښوونځي پرانيزئ”

نوبل سولې جایزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نرګس محمدي او محبوبه سراج

محبوبه سراج په کابل کې مېشته ده او د بېلابېلو نړیوالو غونډو په ګډون یې په کور دننه هم د طالبانو حکومت له چارواکو سره د افغان نجونو او ښځو پر حقونو چنې وهلې دي‌ او له هغوی یې په ټینګار سره غوښتي چې زدکړو او کار ته یې پرېږدي.

څه موده مخکې یې پر خواله رسنیو هغه ویډيو ډېره لاس په لاس شوه چې د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد ته وايي: “د خدای لپاره نور د نجونو ښوونځي پرانیزئ. داسې نه شي کېدلی چې د ښځو یو نسل ټولنې ته داسې پرېږدئ. که داسې ونه کړئ، زه ژمنه درکوم چې نړۍ به مو پر وړاندې ودرېږي. په هغه حالت کې به بیا تر ټولو ډېر تاوان همدغه افغانستان کوي. قدرت به څوک په زور ونیسي، خو په زور یې ساتلی نه شي. نو افغانستان هغه برخلیک سره له مخ کېدو راوژغورئ.”

تر دې مخکې یې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د ناروې په اوسلو کې په هغه کنفرانس کې د افغان مېرمنو استازیتوب کړی و چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي په ګډون د ځينو نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو هم ګډون پکې کړی و.‌ اغلې سراج هلته هم د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب او هغه مهال د بندي مېرمنو د خلاصون غوښتنه کړې وه.

د سولې نوبل جایزې نور نوماندان

ملاله

د عکس سرچینه، Getty Images

ملاله یوسفزۍ لومړنۍ پښتنه ده چې د سولې نوبل جایزه یې ګټلې ده

د یادولو ده چې د اوسلو د سولې انسټیټيوټ هر کال له خپله اړخه دې جایزې ته بېلابېل شخصیتونه او بنسټونه نوماندوي. سږ کال یې محبوبه سراج او نرګس محمدي د نوملړ په سر کې دي. د دوی تر څنګ فیلیپېنۍ ویکټوریا تاولي کورپز، د ایکوادور جوان کارلوس جینتیاچ، د عدالت نړیواله محکمه، د برما کیاو میوتون، د میانمار د ملي‌ یو والي مشورتي شورا او د بشري حقونو د مالوماتو او شننې ډله هم د نوبل سولې جایزې ته نومولې ده.

د سولې نوبل جایزه له ۱۹۰۱ راهیسې هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د سولې او د بشري حقونو لپاره یې د پام وړ هلې ځلې کړې وي.

ټاکل شوې د سږ کال جایزه را روانه جمعه؛ یاني د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۶مه نېټه اعلان شي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۴ کې د سولې نړیواله جایزه ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې ده.

***************************************