عربي هیوادو کې ۹۰ سلنه نیول شوي سوالګر پاکستانیان دي

350
12 دقیقې مخکې

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمیټې په حواله په یو شمیر عربي هیوادونو کې د نیول شوو سوالګرو ۹۰ سلنه یې په پاکستان پورې تعلق لري. حرم شریف کې هم اکثره جیب وهونکي پاکستاني اتباع بلل شوي.

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنيو چارو کمیټې له خوا د جوړې شوې غونډې هدف له هیواده د باندې تلونکو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ارزونه وه. د پاکستان حکومت د مهاجرت او له هیواده بهر د اشتغال ادارې د ارقامو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ زره پاکستانیان د کار په خاطر له هیواده وتلي دي. په دوی کې ۴۰ سلنه مسلکي او ۴۲ سلنه غیر مسلکي کارګر شامل دي.

له دې ډلې ۴۷ سلنه یې سعودي عربستان ته او څه ناڅه ۲۵ سلنه یې عربي اماراتو ته تللي دي او پاتې بیا نورو خلیجي هیوادونو ته تللي دي.

مسلکي سوالگر د سیاحت یا عمرې په ویزه ځي

د بهرنیو چارو وزارت سکرتر ذولفقار حیدر يادې کمیټې ته وویل: «په اسلام آباد کې میشت سفیر مونږ ته وایي تاسې عادي مجرمان مونږ ته استوئ چې له امله یې زمونږ محبسونه ډک شوي دي. دا د انساني قاچاق مسئله ده. سوالگر زیاتره د عمرې یا سیاحت پر ویزې ځي او په زیارتونو کې سوال کوي. زمونږ ډیري خلک له دې امله ډیپورټ کیږي چې هلته تر تللو وروسته سوالگر ترې جوړیږي.»

سید هادي حسن چې د پاړه چنار اوسیدونکی دی او له تیرو اتو کلونو راهیسې د سالار یعنې د داسې کس په توگه چې عراق او ایران ته د تلونکو زیارت کوونکو د قافلې مشري کوي، هغوی هلته رسوي، د استوگنې بندوبست یې کوي او بیرته یې د راوړلو مسئولیت لري.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې اوس عراق هم د پاکستاني زیارت کوونکو په برخه کې سختي راوستې ده چې علت یې د پاکستانیانو غیر قانوني فعالیتونه ياد شوي دي: «په عراق کې مزد د ډالرو په شکل ورکول کیږي. له دې امله ځینې خلک د زیارت کوونکو په بڼه هلته د ګټې کولو له پاره ورځي. داسې خلک د اربعین په ورځو کې خیرات غواړي او بیا هم هلته ځان پټوي او مزدوري کوي. کله چې ونیول شي بیا ډیپورټ کیږي.»

Bangladesch Blinde Bettlerin in Dhaka
آرشیف انځور: . سوالگر زیاتره د عمرې یا سیاحت پر ویزې عربي هیوادونو ته ځي او په زیارتونو کې سوال کوي.انځور: MUNIR UZ ZAMAN/AFP/Getty Images

د عراق د قانون په اساس سوالګر نقدي جریمه کیږي او له یوه تر څو میاشتو پورې د بند په سزا محکومیږي.

په عراق کې په انلاین بڼه خپرېدونکې ورځپاڼې «عراقي نیوز» په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۰۰ پاکستاني د نیولو خبر ورکړی وو.

په متحده عربي اماراتو کې په ۲۰۱۷م کال کې په «دي نیشنل» ورځپاڼه کې د «په مضان میاشت کې په عمان او یمن کې د پاکستاني سوالګرو ټولګې» تر سرلیک لاندې یو رپوټ خپور شوی وو. د دې رپوټ پر بنسټ «د روژې په میاشت کې یو شمیر پاکستانیان د ګوادر له لارې عمان او یمن ته تر رسیدو وروسته خیرات غواړي. دا سوداګر نه یوازې د جوماتونو په دروازو کې، بلکې کور په کور ځي او سوال کوي.»

رانا مسعود: د پاکستاني په توګه مونږ ټول بدنامه کیږو

په بهر کې د استخدام د شرکت مرستیال مشر رانا مسعود دویچه ویله ته وویل: «ډیر لږ شمیر کې خلک دغه شرموونکی عمل کوي، خو د پاکستاني په توګه مونږ ټول بدنامه کیږو. هر کال په لکونو پاکستانیان د کار او زحمت ایستلو له پاره له هیواده بهر ځي، خو په هغو کې څو کسان سوال کوي؟ ډیر نه، که ډیر وي، څو سوه کسان، چې د مجموعي شمیر ۱ سلنه هم نه کیږي. ځینې وختونه رسنۍ یوې ناقابلې د بحث موضوع نه هم خبر جوړوي.»

نوموړی دا خبره مني چې دا کار د هیواد اعتبار ته زیان رسوي او د داسې کسانو له پاره هم ستونزې پيدا کوي، چې واقعاً هم د تحصیل، زیارت کولو یا د مزدورۍ له پاره د کار پر ویزې دغو هیوادونو ته ځي.

دویچه ویله

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.