خپلې خولې خپلې اوبه

انجينر عبدالوکيل متين

247
 

 

آمو سيند به مهارېږي، زما ګران افغانستان کې
وچې خاورې به لندېږي، زما ګران افغانستان کې

تاريخ وايي سپېرې شګې او اوبه مې ملکيت دی
د آمو درياب بهېږي، زما ګران افغانستان کې

په کلونو، په نسلونو، نظامونه راغله تېر شول
يو په يو پسې تېرېږي، زما ګران افغانستان کې

په دې عصر د پېشرفت او دې عصري تکنالوژي کې
نظامونه دي بدلېږي، زما ګران افغانستان کې

“قوشتيپې” دا شاړې ځمکې د آمو په زنخدان کې
پېغلې ځمکې به جوړېږي، زما ګران افغانستان کې

“د تندي خپلې خولې به اوبه خپلې” نوی سيند شي
تږی ډاګ به خړوبېږي، زما ګران افغانستان کې

پاکو وينو پاکو اوښکو رنګ راوړی دې زمان کې
اتفاق لمر به ځلېږي، زما ګران افغانستان کې

افغانان که ټول يو ځای شۍ امنيت او اتفاق کې
کاروانونه به رسېږي، زما ګران افعانستان کې

د کونړ او هرېرود، هلمند سيندونه به مهار شي
کانالونه به بهېږي، زما ګران افغانستان کې

علم پوهه تقاضا ده د افغان نجونو زلميانو
قوشتيپې په شان به کېږي، زما ګران افغانستان کې

“د جګ غر په سر هم لار شته” چې سالمه رهبري وي
مشکلات به ټول ختمېږي، زما ګران افغانستان کې

قوشتيپې عظيم کانال دې مبارک وي هر افغان ته
کنډوالې به ابادېږي، زما ګران افغانستان کې

چې اوبه په ځای د وينو او قلم د ټوپک ځای کې
د الفت سيند به بهېږي، زما ګران افغانستان کې

زه متين شکر ګزار يم پاک الله ته په دعا کې
زخمي ژوند به ټکورېږي، زما ګران افعانستان کې


————- سپټمبر – ۲۹ – ۲۰۲۳

سنترال ويلې – منټيکا – کليفورنيا

دا نظم د قوشتېپې د کانال د افتتاح په مناسبت (۹- ۲۸ – ۲۰۲۳) ليکل شوی دی.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.