ای! تاته وایم!
يو ځواب خو مې بس دغه ژړغوني سوال ته راکړه!
چې ګناه د دې زخمي او دغه مړه ماشوم به څه وي؟؟
نه ټوپک لري په لاس کې نه ېې چل باندې پوهېږي
وسله نه لري!!! ګناه د دې بشر معصوم به څه وي؟؟
خړو خاورو کې په وينو کې لت پت معصوم بدن ېې
اخ! ګناه د دې معصوم او بې ګناه مظلوم به څه وي؟؟
نه ېې مور او پلار ژوندي دي نه ېې خويندې ورونه پاتې
نو، ګناه د دې بې پلاره او بې مور محکوم به څه وي؟؟
زور د حق په مرۍ ښپه ږدي چېغه نه وزي له ستوني
په دې شهر ناپرسان کې نامعلوم، معلوم به څه وي؟؟
هيڅوک نه شته چې لينده او غشي واخلي له صياد نه
د صيد د سا وتو د تماشې مفهوم به څه وي؟؟
د ظالم ذهرجن زړه کې وينه نه شته ای متينه!
ای!، ای! غږ ورته کومه چې د دغو ستمګرو نوم به څه وي؟؟
——— اکتوبر – ۱۳ – ۲۰۲۳
منټيکا – کليفورنيا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.