په سیکانو کې پګړۍ تړلو د دود مخینه

همایون دوست

333
چې دستار تړي هزار دى، د دستار سړى په شمار دى.
«خوشال بابا»
څنګه چې پګړۍ د ملي کالوی یوه برخه ده، نو تعارف ته یې اړتیا نه ونیم، هسې دومره یادونه یې کوم چې، اوس که ځوانان یې د شوق، ډول، سیالې، سپین ږیري د عادت له مخې په سر وی له دې سره یې د دود لا ژوندی ساتلې دی. خو پخوا لا د تېرې پېړۍ تر نیمایې پورې، پګړۍ د تړلو وياړ او توان یواځې درباري لوړ پوړو سردارانو، پوځي افسرانو، لويو خانانو او ملکانو او دیني روحانيونو په برخه ؤ او هغې د معنوې ارزښت تر څنګ، چې په ټولنه کې یې خپل خاوند د عزت درجه ټاکله، دا د پوښاک یو لوړ بیه توکی ام ګڼل کیده‌ چې د غټو معاملو په ترڅ کې به، د نذرانې او سوغات په نامه په بډو وهل کیده. دا ام باید د پامه وه نه غورزول شي چې پګړې د خاورو او دوړو نه، ویښتانو د خوندي کولو پاره او د ژمي په يخنې کې د سړې هوا او د اوړي په ګرمې کې، لمر د سوځنده وړانگو په وړاندې غوره دفاعي وسیله ده، په همدې دلایلو نوموړې ته د نړیوال کلتوري ارزښتونو په نوملړ کې، د اپریل(۱۳) نیټه ځانګړی شوه، لرغونپوهان ګرچې پګړۍ تړلو د دود تاریخي ټاټوبې هند ګنې او په ویناوو یې چې، د هغه ځای نه د۱۴م. پیړۍ په اوږدو کې، منځنې اسیا، عربې او شمالې افریقایې هیوادنو پورې د ترکانو په لاس خپور شوی. په اند مې په دې اړوند بده به نه وي که دجامو ستایل او ژبپوهنې د اړخه څخه او د تورو په ریښه کې، څیړنه لږ په غور سره ژوره شې، ښایې جوته به شې چې د دغه دود مورنی وطن افغانستان او له هغه ځای نه یې هند او د نړۍ نورو وچو ته سرچینه اخیستلې ده، د بیلګې پاره پګړۍ (پګ+ړۍ)* او د پګړۍ معادل یا بله بڼه، پکول (پک+ول)، پښتو کې د «پک» ګڼ مثالونه او متلونه شته، مثلاً «دوه پک، هغه ام سره ورک» او یا «د پک په سر ویښته دې، په شمار څلور شپېته دې»، بیا هم که فرضاً د هند نه یې سرایت کړې وی، مالومه ده چې، د هوا له لارې په الوتکه کې وړل شوی نه دی، بیا ام د افغانستان له لارې نورو ملکونو ته تللی، نه لکه د ځینو په انګیرنه چې د عربو نه راغلي.
خیر د مطلب نه لری نه ځم.
کله چې د ۱۶م. پېړۍ په لومړنۍ نیماي کې، هندوانو او مسلمانانو تر منځ عقیدوی او دې سره موازي د مغلو او افغانانو تر منځ توکمیزو شخړو په تودخه کې، د دینې کرکو او قومي دښمنیو اور بل شو، د نا امنې په همداسې کړکیچنه فضا کې، «نانک بابا» د مسلمان «مردان» او هندو «لالو» په ملګرتیا، د ولسونو تر منځ د روغي او یو بل زغملو په موخه منځګړتوب ته مټې بډ وهلی، د روایتونو له مخې نانک بابا سربېره په دې چې ډیر ځیرک او ژبه ور ویاند ؤ، لاکن چا یې پیغام ته غوږ نه ایښوده، خلکو د پام راړولو په وجه، مردان خپله دودیزه د مزرو اودل شوې په خولې تړل شوې شمله وره پګړۍ ورته په سر کیښوده او په تندې یې د هندوانو په دود لالو سور خال راښکود او په دې مهارت یې ښاریان وهڅول چې د هغه په مدار تاو شي، همدا ډول ورپسې غونډو ته به هم پیل کې مردان رباب غږولو په هنر خلک راټولول، بیا به نانک بابا په همهغې جامو کې وینا کوله او لالو به هغه د ویناوو مهم ټکې په لیکلې بڼه یاداښتول، چې د دې نووښت په پایله کې سیکانو راتلونکې لوی کاروان ټوکیدو ته بڼسټیزه لار پرانیستل شوه او په سر پګړۍ او په تندي د سور خال دود، د نانک بابا له مړینې(۱۵۳۹م.) نه ورسته ام، د هغه تر پنځم ځایناستې پورې (۱۶۰۶م.) د ګورو(خلیفه) په مقام وساتل شو او تر همهغه پړاو پورې، دا د هندو او مسلمان د سمونپالانو ګډ، یوه غیرې سیاسي او پوځې خوځښت ؤ‌ چې، اکثریت غړی په دیني زده کړو بوخت وو او د عربې «تالب» په معادل سانسکرت کې دینې زده کړیال ته «سیک» وایې، په دی اساس دوی سیکان ونومول شول، دوې د سولیزې مبارزې نهایې هدف ام، نه د نوې دین پنځول ؤ، بلکې د عدالت او مساوات تر توغ لاندې په ګڼ مذهبیزه هندو ټولنه کې د ادیانو او وارنوګانو (طبقاتو) تر منځ د نفرتونو او توپیرې پولو ویجاړول وو، خو دوې لا د ۱۶پېړۍ تر ۷ مې لسیزي پورې، خپل مرکز ودانولو پاره د یو غیران عایداتې منبع او د یوه لویشت ځمکې د ملکیت قواله نه لرده.
په همدې بهیر کې دهلي سلطنت د واکدارۍ په وراثت باندې، د مغولو او افغانانو د۱۵۵۶م. کال په نخښته کې، افغانانو د بخت ستوری د پانې پت په میدان را پریوت او د مغولو سر لښکری بیرام خان د هند شاهي تاج جلال الدین اکبر ته په سر کیښود او پخپله یې په تخت پللتۍ او په قدرت تکیه شو.
د هغې وخت متل لا ژوندې دی چې« د بیرامه، ښادی حرامه».
[پاني پت د میدان له سوړې څخه، دا دویم ځل ؤ چې افغانان نه د سیال په توره، بلکې د خپلو لسټوني مارانو په زهرو، د دین په نامه وچیچل شول، یو ځل یې (۱۵۲۶م.) کال کې نیش ور ټومبلی ؤ، چې د هغې ټپ د ۱۵ کلنې دردونو ورسته، د شیرشاه سوري په ملهمو څه نا څه ۱۵ کاله د دوې په بدن کې غلي وو، خو دویم ځل چیچل کیدو سره یې، پلرنې کور (افغانستان) هم ګاونډیانو په خپلو کې وویشه، چې ایله د میروس نیکه په ښوریدو سره یې، یونیمه پیړۍ ورسته د وجود یوه برخه، صفویانو د استبدادی منګولو څخه ازاده شوله، هغه تر مخه څومره افغانانو که د ازادۍ په نامه سر پورته کړی ؤ، هغوې د خپل لستوڼۍ نه چیچل شوی وو، دې ته لا په ۱۶۳۷م. کال کې، د روښاني غورزنګ ورستنی خلیفه «کریمداد روښان» متوجه شو ؤ، کریمداد روښان د خلافت په لواړه کې ژمنه کړی وه چې «…د نفاق او جهالت نه ورسته زموږ د قوم اصلي بې رحمه او خطرناک دښمنان مغول نه، بلکې د اخوندانو په جامو کې د کولاب نه راغلي د هغوی جاسوسان او بډې خواره ملکان دي، دوې اصلاً زموږ د ټولو مصیبتونو، ناخوالوی او ناکاموی لاملونه دي، زه مخکې له دې چې د مغولو پوځ په وړاندې توره له تیکې څخه لغړه کړم، سوګند یادوم چې په ړمبۍ ګام کې به، خپل د خلافت حریم د همدغو خاینونو نه تصفیه کوم…». لاکن په ده باندې کورنۍ دښمنان مخکې شول او مغول سپاهیانو ته یې، د ده د مرکزی قرارګاه د تللو لار وښوده، چې هغه د مغولو په برید کې، ټپې او اسیر شو او ورپسې پیښور د بالاحصار لاندې په دار راځوړند، بیا یې سر له تن غوڅ او دهلي کې شاه جهان ته وسپارل شو.
د بلي خوا «د پښتنو تاریخ» لیکوال ارواښاد عطاالله خان او ګڼو معتبرو تاریخي سر چینو کې یادونه شوې، کله چې میرویس نیکه‌ د اصفهان له محبس څخه په ازادیدلو سره نیغ، البته د چارواکو په اجازه بیت الله شریف ته لاړ ، د ده موخه دا نه وه چې د خپل نامه مختاړي ته د حاجي لقب اضافه کړي، په حقیقت کې د هوډ کړې ؤ چې خپل ولس، صفویانو د ظلمونو او بې وطنۍ له کړاونو څخه وژغوري، خو دې سپیڅلي هدف ته د رسیدلو پاره، د ده ویره یواځي او یواځې د کورنۍ دښمنانو څخه وه، میرویس نیکه ډیر ځیرک مشر ؤ، هغه د تېرو تجربو په اساس پوهیده چې، کورنۍ دښمنان به په هر جومات کې، د صفویانو په لنګه خلک د پاڅون نه منع کوی او هغوې به تبلیغوی چې، شریعت د یو مسلمان قوم د بل مسلمان قوم په ضد بغاوت حرام ګڼي او د هر محراب نه به دی تکفیروی، نو ده مخکې له مخکې نه هغوې د خولې بندولو پاره، د مکې شریفې له امامانو او مفتیان نه، په لیکلي بڼه داسې فتوا تر لاسه کړه چې، د ظالم حاکم په وړاندې ان که هغه مسلمان هم وی، بغاوت جایز عمل ګڼل کیده.
بدبختۍ خو لا دا ده چې د دې ګڼو غمیزو بر سیره هم د همغو مارانو بچي، په دمګړۍ د غټو، غټو جوماتونو له ممبرونو نه، د مغولو میراثخواره ښه په جګ غږ د پیغمبر رسول الله اولاده معرفي کوی او بیا هم د دین په نامه افغانان هڅوی چې غلامي ته یې غاړه کیږدي].
بله برخه لري.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.