پر بريتانوي ځواکونو د افغانانو د وژلو تور پلټني پيل شوې

260

په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د خپل ماموریت پر مهال د لسګونو افغانانو د غیر قانوني وژنې په اړه یوه خپلواکه پلټنه پیل شوې ده.

دا پلټنه چې د دوشنبې په ورځ د لندن په شاهي محکمه کې پیل شوه، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې د بریتانيا ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملیاتو کې د غیرقانوني وژنو په تور او د ځينو قضیو پټول او یا پاتې راتللو په اړه ترسره کیږي.

د وژل شویو کسانو کورنۍ ادعا کوي چې هغوی ملکي وګړي او بې ګناه ول.

دغو کورنیو د حقیقت د روښانه کولو له پاره د دې تحقیقاتو د پیلیدو غوښتنه کړې ده. په یوه قضیه کې، د یوې کورنۍ غړي ادعا کوي چې نهه کسان په داسې حال کې په نخښه شوي چې ویده ول. خو د بریتانيا پوځ بیا ویلي چې عسکرو یې د ځان د دفاع په موخه دغه عملیات کړي ول.

د بي بي سي د یوه مستند فلم له خپرېدو وروسته د بریتانیا د دفاع وزارت د خپلواکو څېړنو امر وکړ. په دې مستند فلم کې رپورټ ورکول شوی چې د بریتانيا د هوايي ځواک لوړ پوړو پوځیانو څه باندې یوه لسیزه مخکې د خپل ماموریت پر مهال په مشکوکو حالاتو کې ۵۴ کسان وژلي دي.

دغه راز دوې کورنۍ چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کلونو کې د بریتانيا د هوايي ځواک ځانګړي ځواکونه د خپلو خپلوانو په وژلو تورنوي، حقوقي دعوه کړې او د دغو دوسیو د بیا کتنې غوښتنه کوي.

دا کتنه د بریتانوي ځواکونو له څو شپنیو عملیاتو سره تړاو لري چې ګومان کیدی هلته طالبان دي. یاد شپني عملیات د ۲۰۱۰م کال له نیمایي څخه تر۲۰۱۳م کاله پورې وشول. دغه شپنۍ عملیات “د قصدي نیولو عملیات” نومیدل.

یو وکیل اولیور ګلاسګو وایې د دې پلټني اصلي تور دا دی چې ویل کیږې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د هغو نارينه وو پر وړاندي چې عمرونه یې جنګ ته برابر ول د وژلو سیاست غوړه کړی وو، په داسې حال کې چې دا کسان د دوی له پاره ګواښ نه ول.

په دې څېړنه کې دا هم څېړل کېږي چې ایا د بریتانیا پوځي پولیسو په دې برخه کې مناسب چلند کړی او یا دا چې ایا غیر قانوني وژنې پټې شوې وې او که نه.

د پلټنو مشر چارلس هاډن کیف وویل چې دا تورونه “ډیر جدي” دي. په ورته وخت کې د لایټ ډې د قانون شرکت ټیسا ګریګوري، چې د ۳۳ وژل شویو کسانو د کورنیو استازیتوب کوي وایې: «زموږ موکلین هیله لري چې د دې څېړنې پرانیستل به د چوپتیا او د خنډونو دیوال پای ته ورسوي هغه څه چې دوی په تیرو لسیزو کې ورسره مخ ول.»

د بريتانيا پوځي پوليسو تر دې وړاندې هم یوه څېړنه کړې وه دا پلټنه په افغانستان کې د بریتانيا پوځیانو او  ځانګړي ځواکونو د ناوړه چلند درلودلو په اړه ول، خو د دفاع وزارت ويلي دي چې په دغو څېړنو کې هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندي شوې.

دیوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.