پکتيا کې د اسراييل پر ضد لاريون شوی

351

د پکتيا مرکز ګردېز کې نن چهارشنبه ګڼ شمېر خلک لارو او کوڅو ته راووتل او د اسراييلو پر ضد يې د مرګ شعارونه ورکول.

لاريونوالو پر فلسطينيانو د اسراييلو لخوا له تېرو څو ورځو راهيسي کېدونکې بمباری وغندلې او له نړيوالو بشري سازمانو يې وغوښتل چې د اسراييلو د بمبارۍ مخه دې ونيسي.

دوی وویل چې بيت المقدس د مسلمانانو لومړی قبله ده او بايد ټول مسلمانان يې دفاع کې ودرېږي.

يوه لاريونوال عبدالهادي حماس وويل چې د بشر حقونو نړيوال سازمانونه دې د اسراييلو له لوري د فلسطین پر ملکيانو د روانو ظلمونو مخه ونيسي.

له هغه وروسته چې حماس ډلې پر اسراييلو بريدونه وکړل، له تېرو څو ورځو راهيسې د اسراييلو لخوا پر فلسطين بريدونه روان دي چې ګڼ شمېر فلسطينيان په کې وژل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.