کاناډايي سياستوال ولې يو پر بل پسې بښنې غواړي؟ 

حميدالله بسيا 

1,478

 په دې ورستيو کې کاناډايي سياستوال يو پر بل پسې له نړيوالو بښنه غواړي او په خپل کړي کار سخت پېښمانه او غمګين دي خو دا کار کوم وو او ولې په دومره لوی شمېر کې کاناډايي سياستوال بښنې غوښتلو ته اړ شول ،لامل یې څه دی؟

اصله خبره داسې وه وروسته له هغه چې د کاناډا د پارلمان د رييس انتوني روټا  او ددې هېواد د صدراعظم ترودو لخوا د کاناډا په پارلمان کې د اوکراين د ولسمشر زيلينسکي په مخ کې د نازي جرمني د يوه سرتېري چې په دويمه نړيواله جګړه کې د نازي جرمني لپاره جنګېدلی ستاينه او د هغه د کړو کارونو قدرداني وشوه، په نړۍ کې یې خورا غوغا جوړه کړه ، د بېلابېلو خلکو قهر او غوسه یې راوپاروله ،ځکه دویم نړيوال جنګ چې شاوخوا ۸۵ ميلیونه کسان پکې ووژل شول د انساني تاريخ تر ټولو ستر ويجاړونکی جنګ وو  ،چې په ۱۹۴۰ کې ۲ اشاريه دری میليارده نفوس ، دری فيصده وګړي ددې جنګ لمبو وخوړل. او تر اوسه پورې  ددې جګړې ټپونه لا نه دي سره ورغلي او د جرمني په معاصر تاريخ کې تور داغ  او خلک ترې په ټول جهان کې له شرقه تر غربه بده خاطره لري . د نړۍ د زياتره هېوادونو خلک پکې وژل شوي دي او ددې جګړې يو لوی لامل او رامنځته کوونکی هې-ټلر (د نازي جرمني مشر) وو چې په ميليونونو کسان دده په قومانده، دده د سرتېرو او دده د يرغلونو له امله ووژل شول او په ميليونونو نور زخمي او تري تم شول.

تر اوسه پورې د دا ډول فاشيستانو پر وړاندې د خلکو احساسات غلي او خاموش نه دي ، او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د نازیانو لوی شمیر کارمندان د امریکا په براعظم او ډیری اروپایی هیوادونو کې میشت شوي دي . او اجازه ورکړل شوې وه چې ژوند وکړي ، کار وکړي او کورنۍ رامینځته کړي.

وروسته له هغه چې د کاناډا پارلمان د هغه پخواني ۹۸ کلن سرتېري لپاره د احترام مراتب وړاندې کړل چې په دويمه نړيواله جګړه کې د نازي جرمني لپاره جنګېدلی وو او د (ايس ايس ) غړی وو په نړۍ کې خورا دا خبر په چټکۍ سره خپور شو او خلک یې پر وړاندې ودرېدل . د کاناډا د چارواکو دا کار یې د نازي جرمني په مقابل کې د ميليونونو هغو کورنيو پر وړاندې چې د خپلو هېوادونو د ازادي لپاره د فاشيزم پر وړاندې جنګېدلي وو يو بې احترامانه او غير مقعول کار وګڼل شو او بالاخره د کاناډا مهم چارواکي یې مجبور کړل چې په خپل کار پېښماني وښيي او د نړۍ له خلکو د خپل کړي کار له امله بښنه وغواړي. دا کار کاناډا ددې لپاره کړی وو چې د نازي جرمني دا ۹۸ کلن سرتېری له اصله اوکراینی وو او ددې لپاره چې د روسيې پرضد  یې د اوکراين ستاينه کړې وي هغه یې پارلمان ته راغوښتی وو او هغه ته يې ځانګړي مراسم نيولي وو، او په دې ډول یې غوښتل چې له روسيې سره خپله دښمني ښکاره کړي خو د خپل کار له غواقبو نه وو خبر چې دا کار د نړۍ د هغو کسانو پر وړاندې خورا بې احترامي او دفاشيزم ملګرتيا ده  څوک چې د خپلواکي لپاره جنګېدلي او څوک چې د فاشيزم ښکار شوي او څوک چې د دين، توکم په تور له ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۵ پورې د نازي جرمنيانو او د دوی د ملګرو لخوا وژل شوي دي.

د کاناډا په دې کار سره د پارلمان رييس انتوني روټا د خلکو لخوا استعفا ته اړ شو ، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خورا ډېرې نيوکې وشوې او ان د کاناډا صدراعظم جسټين ټروډو مجبور شو چې په رسمي ډول د ځان او پارلمان لخوا له هغو خلکو بښنه وغواړي چې د فاشيزم او نازي جرمني پر وړاندې یې نيکونو او پلرونو قربانيانې ورکړې دي او یا پکې متضرر شوي دي

ش

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.