• عنایت الحق یاسیني
  • بي بي سي
کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړيوال جام په نننۍ لوبه کې افغانستان له انګلنډه سيالي په ۶۹ منډو وګټله.

انګلنډ د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. افغانستان لوبډلې د ۴۹ اعشاریه پنځه اوورونو له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۸۴ منډې یې وکړې.

په ځواب کې د انګلنډ لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د ۲۱۵ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه. د لسم اوور تر پایه دې دواړو افغان لوبغاړو په شریکه له هېڅ زیان پرته ۷۰ منډې وکړې. ۲۱ کلن رحمان الله ګوربز د یوولسم اوور په پیل کې خپله پنځوسیزه بشپړه کړه.

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لومړنی لوبغاړی و، چې د نننۍ لوبې په ۱۷م اوور کې یې د ۲۸ منډو له جوړولو وروسته وېکټه له لاسه ورکړه. نوموړی د عادل رشید په توپ کېچ اوټ شو.

د لوبې نولسم اوور کې د افغانستان دویمه وېکټه وغورځېده. رحمان الله ګوربز له ۵۸ توپونو ۸۰ چټکې منډې تر لاسه کړې او رن اوټ شو. ګوربز په نننۍ لوبه کې څلور شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

له هغې وروسته د افغانستان وېکټې یو په بل پسې ولوېدې، خو اکرام علي خېل او مجیب الرحمان ملګرتیا افغانستان سره ډېره مرسته وکړه چې دا د پام وړ هدف يې وټاکي. اکرام په ۶۶ توپونو ۵۸ منډې جوړې کړې

د ارون جيټلي دې لوبغالي پر پېچ د انګلنډ سپېن یا ورو توپ اچوونکو سره مرسته وکړه نه یواځې د منډو مخه یې ونیوله بلکې سپېن توپ اچوونکي عادل رشید درې لوبغاړي وسوځول.

د انګلنډ جو روټ څلور کچونه واخیستل، دافغانستان له لوري رحمان الله ګوربز په ۵۷ توپونو د ۸۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

کله چې د انګلنډ ټیم لوبغالي ته راغی، پیل یې ښه نه و او لومړنی لوبغاړی یې په درې منډو د فضل حق فاروقي په توپ په دویم اور کې وسوځېد. انګلنډ دویم لوبغاړي په ۳۳ منډو له لاسه ورکړ.

د افغانستان له لوري مجیب الرحمان او راشد خان درې درې لوبغاړی وسوځول، محمد نبي، دوه لوبغاړي وسوځول.

د انګلنډ لپاره هري بروک تر ټولو زیاتې یعنې ۶۶ مڼدې جوړې کړې چې د مجیب الرحمان په توپ وسوځېد.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

انګلنډ چې په نړیوال جام کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي، د روان جام لومړنۍ لوبه کې یې له نیوزیلینډ ماتې وخوړله. خو له دې څو ورځې وروسته یې له بنګله دېش په لوی توپير سره سیالي وګټله.

دا په ټولو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان دویم بری دی. دې سره یې دوه مهم پواینټونه ترلاسه کړل. د افغان لوبډلې دا بری به بې له شکه د هغوی په مورال هم ډېر مثبت اغېز ولري، ځکه چې له دې وړاندې یې خپلې دوه لومړنۍ لوبې بایللې وې.

د افغانستان د نننۍ لوبې یوه لويه ځانګړنه دا وه چې تر ډېره ټولو لوبغاړو په خپلو خپلو برخو کې د افغانستان دې بری کې ونډه درلوده، چې د دې دوام به راتلونکو شپږو لوبو کې هم بې اغېزې نه وي.

دا د یو ورځنۍ لوبو په فارمټ کې لومړی ځل دی چې افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکوي.

د افغانستان بله لوبه د اکټوبر په ۱۸ چینايي کې له نیوزیلنډ سره ده.

تردې دمه په جدول کې هند او نیوزیلنډ د دریو درو لوبو ګټلو سره شپږ شپږ پواینټونه لري او د جدول په سر کې دي.