کنګل لاسونه

نور محمد لاهو

289

خدای دې نه کا لکه سیوری د لمبو
ستا د باغ په شګوفو باندې راخور شم

خدای دی نه کا
لکه دوړه دې په سپینه رڼا داغ شم
او که کیږم بیا د هغه درانده تبر
تیره غږ ته دې زه کینم
چې په خرَپ له لمدو څانګو د چنار نه پورته کیږي

زه نور غواړم
تانه لیرې یوه بل جهان ته ستون شم
هر یو درد دې لکه خوږ ماشوم راواخلم
په خپل زخم کې ویده کړم

نور زه غواړم تانه لیرې
په خپل مات وجود راټول شم
لیرې لیرې نه دې وګورم او زوړ شم
دا دې وخوځیدم لاړم
چې کنګل کنګل لاسونه
هغه اور باندې تاوده کړم
چې یوه پیړۍ له مانه هلته لیرې لګیدلی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.