سینګار هټۍ(ناول)

لیکنه: شاهد علمي

273

اخلاقي فساد د یو چا د اخلاقي ارزښتونو، اصولو یا اخلاقو زوال ته وایي چې دا ډېر ډولونه لري…
له دغې ډلې څخه يو د کم‌عمره هلکانو سره ملګرتیا او د هغوی څخه ناوړه استفاده ده، ننۍ نړۍ کې دا بد عمل ډېر په چټکۍ سره روان دی، حتا د نړۍ لوی شخصیتونه په دې عمل کې ګیر دي؛ یو ډېر ښه انسان به وي د تعلیم کچه به یې هم ډېره لوړه وي ولې په اخلاقي فساد به اخته وي ددې کار یو تر ټولو لوی زیان دادی چې پدې کار سره د انسان شخصیت په پوره ډول له منځه ځي او انسان سپکوي ځکه، چې په دې بد عمل کې اخته انسان په معنوي لحاظ په پوره ډول ړندیږي او دنیا کې هېڅوک هم نه ویني او په خواهشاتو کې مبتلا وي… .
اسلام هم دا عمل په کلکه غندلی دی چې په اسلام کې یې یوه نمونه د لوط ع قوم غرق کېدل دي چې ددې وخت خلکو به دا ناوړه عمل ډیر زیات کاوه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:” څوك چې زما په امت کې مړ شي او دى د لوط عليه السلام د قوم عمل كوي، نو دى به خداى جل جلاله دوى ته ورنقل كړي او په آخرت کې به هم د لوط عليه السلام په قوم کي راپورته کيږي.”
حضرت مجاهد رحمه الله فرمايي:” تر ټولو ناپاك هغه سړى دى، چې هغه بچه باز وي او فرمايي كه چيرې هغه سړى، چې د لوط عليه السلام د قوم عمل كوي، د دنيا په ټولو اوبو يعنې په هر هغه څاڅكي چې په اسمان كې دي او په هر هغه څاڅكي چې په ځمكه کې دي، غسل وكړي نو د ده نجاست به ختم نه شي او دى به لا هم نجس وي.”
د ډاکټر صېب دې کور اباد وي د پښتني ټولنې یو ډېر مهم اړخ یې د ناول په ژبه (سینګار هټۍ) کې ډېر ښه انځور کړی دی. یو ښایسته هلک چې څنګه د ځوانۍ په درشل قدم ږدي، د څو فاحشو نجونو د نظر ښکار ګرځي او هره یوه هڅه کوي چې په څه چل یې ځانته نږدې کړي، بل خوا دغه ښایسته هلک په یو سینګار توکو پلورنځي کې شاګرد په حیث کار کوي ددوی پلورنځي ته مخامخ بیا یو بل د شهوت په اور لمبه انسان دغه ښایسته هلک په بېلابېلو بهانو ځانته نږدې کوي.
شیرخان د خپلې مریضې مور او یوې خورکۍ لپاره د حلالې نفقې پیدا کولو په خاطر مجبوره کیږي چې هر ډول حالاتو کې کار وکړي او پیسې وګټي.
د ناول په یوه برخه کې یې د نوې تکنالوژۍ په خاص ډول انټرنیټ په زیانونو هم غږیدلی دی، چې نوي ځوانان له انټرنیټ څخه غلطه استفاده کوي.
ډاکټر صیب د کتاب په اخري برخه کې له پنځو قضیو یادونه کړې ده چې د هرې قضیې په لوستلو سړی د ویرې احساس کوي او دا داسې قضیې دي چې د هرې یوې قضیې لامل په پښتني ټولنه کې د بې سوادۍ، بې‌روزګارۍ او غربت دی، ترڅنګ یې خپلو کوچنیانو ته پاملرنه نه کول او دهغو پالنه کې غفلت کول یې لوی لاملونه دي.
شیرخان پدې بد نظره ټولنه کې ځان او خپله کورنۍ ساتي او خپل مسولیت او آینده ته متوجې کیږي.
دا چې ددې ټولنې هر ځوان د شیرخان غوندې ځان بامسولیته وښایي او خپل مسولیت وپیژني نو ددې بدو عملونو د ګراف کچه به ډیره راکمه شي.
که مو دغه ناول مطالعه کړ نور ډیر څه پکې شته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.