کابل کې د تېرې شپې چاودنې یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

456

د کابل ښار دشتي برچي سیمه کې یو ورزشي کلپ کې د تېرې شپې چاودنې یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

هغه ویلي، چې چاودنه د «پل خشک» سیمې د پهلوانۍ په یوه ورزشي کلپ کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی؛ خو ځدراڼ وایي، چې د پېښې ځای ته یې د څېړنې ټیم رسېدلی دی.

بل لورته یو شمېر عیني شاهدان وایي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او تر لسو زیات نور ټپیان دي.

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د کابل د دشت برچي سیمه په تېرو دوو کلونو کې د مرګونو چاودنو شاهده وه.

په دې سیمه کې ډېری شیعه‌ مذهبي اوسېږي.

دا ع ش ډلې له دې وړاندې په دې سیمو کې د مرګونو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.