ابو جعفر محمد بن موسی خوارزمي؛ د کمپيوټر نړۍ پلار

ليک: غلام سرور ظهیر

317
ليک: غلام سرور ظهیر

پار: د وږي څوارلسمه؛ د خوارزمي کليزه

ماخستن یې تر ویده کېدو وړاندې؛ غشي، لينده، ستوه [= خنجر]، د اوبو پتک، او د ښکار پايزار تيار کړل. سهار په شنه خړه د زرکو، خرېړکو، هوسيو، او سويانو په ښکار پسې ووت. کرۍ ورځ پر دې تپه وخېژه او پر هغې شېله کښته کېږه. ماسپين قضا يې د يوه خوړه په منځ کې ډبرې ته ملا ولګوله او يو خرپټ شين نسوار يې د ژبې بېخ ته ورتش کړ. ښه شېبه يې سترګې پټې کړې – بيا يې شنکی تو او پتک پر سر پورته کړ؛ د خولې تر کنګالولو روسته يې په اوبو تنده ماته کړه او رهي شو. چې لمر پر ژړېدو شو؛ د غره په لمنه کې يې سوی وکټاوو. سوی مخ‌پورته ځغلي او دی غشي پسې شغوي. د غره په نیمايي کې سوی په ډبرو و بوټو کې ورک شو او دی يې په لټون د ښمڅې خولې ته ورسېد. ګام دوه ور دننه شو – مخامخ، ښي او چپ لوري ته يې وکتل؛ څه نه ښکاري. غشی يې په لینده کې بند کړ او په درنو ګامو سانيولی ور وړاندې شو. ورو زګېروی يې تر غوږ شو؛ په تياره کې اووه اته ګامه نور هم مخکې ولاړ او غږ يې کړ [څوک يې؟ غږ وکړئ – څوک یاست؛ که نه په غشي مو ولم!!!] له هغې خوا د د زګېروي په بدرګه د «زه يم» غږ راپورته شو چې په دې وخت کې دی هم ور ورسېد. تر ستړې مشې روسته يې په وړیو؛ څڼو او ږيره کې پټ مخلوق د غار خولې ته راويست.

  • څوک يې؟
  • ملنګ يم، ملنګ!
  • نو دلته څه کوې؟
  • رياضت او عبادت؛ «زه له ښاريتوب او مادي ژونده کرکه لرم؛ له ښاري ژونده تښتم او د پنځ [= طبعيت] لمنې ته مې پنا راوړې ده.»
  • دا خو دې د «جان جک روسو» خبره وکړه. ولې دې له خلګو او ښاري ژونده ورټ کېږي؛ يار، منګی، سيتار نلرې؟
  • [تر ساړه اسوېلي ورسته] اممم؛

چې پخوا مې، په خاطر نه وې ليدلې

فلک ډېرې، نندارې راوښايلې

نه هغه شته، نه په خوله کې هغه غاښ شته

چې به ما په اننګيو وچېچلې

  • واه؛ څه ښکلي بيتونه، خوږ غږ، او بد درد!
  • زلميه!؛ شعر د ماتې (موخې: ته د نه رسېدو) مننه ده او شعر د پنځ پېښې دي چې بايد په ايډياله توګه وويل شي.
  • منم. بابا اوښکې دې پاکې کړه ـ خير، په ژوند کې دا خبرې شته او …
  • اممم، هو.
  • خو فکر نه کوې چې په دې غیرواقعي خبرو او ابهامونو ځان تېرباسې؟
  • وګړی په مبهمه او مرموزه توګه نړۍ ته راغلی دی او په ابهام کې ژوند تېروي. له اره؛ ابهام عام حالت دی او پوهنيز واقيعتونه خصوصي حالت دی. انسان پر ابهام زړه بايللی دی؛ هو، پلمه کوي چې د حقيقت په لټه کې دی. ابهام د وېرې، اکربتوب [= اضطراب]، درناوي، مينې، او روحي عواطفو سرچينه ده او … چې زه يو له همدوی يم!
  • په لغاتو او فلسفو مې سر نه شو خلاص!
  • ځوانه! فلسفې نه وايم. لوستی او هوښيار راته ښکاره شوې ځکه مې ادبي ژبه وکاروله – ادبي ژبه رمزي او سبموليکه؛ پېچلې خو خوږه وي او کېدای شي په يوه وخت کې تر يوې ډېرې ماناوې ورکړي خو عامه ژبه ساده وي او يوه مانا لري. خير؛ پروا نه کوي. څه نومېږې او د کوم ځي يې؟
  • نوم مې موسی دی او د همدې ښېوې [= خوارزم] يم.
  • ښه، ډېر ښه. د پلار و نیکه لاره خو به دې نه وي پرېيښې او کوږ شوی خو به نه يې؟
  • يا، ولې؟! پر خپل زردښتيزم کلک ولاړ يم او وياړم چې مجوس يم!
  • پر ځوانۍ و هوډ دې برکت شه او د ښو زامنو پلار شې.
  • مننه. خو ښه زامن؟! دوعا کوه چې لومړی يې مور پیدا کړم؛ زامن اسانه دي.
  • آمين؛ خدای به ښکلې ښځه او داسې زوی درکړي چې د روښاندۍ، ټیکنالوژۍ، او ټولنيز ډيناميزم د بهير سرلاری به وي.
  • هاهاها، پر خوله او ژوند دې برکت شه. تياره کېږي – ما ته کوم خدمت شته؟
  • ځوانيمرګ مشې، پر مخه دې رڼا.

موسی خپل کلي ته راغی. کال دوه روسته يې واده وکړ؛ د خپل کور و اور څښتن شو، خو ښځې سقراط ورڅخه جوړ کړ – له سقراط سره يې کومه یورنګي او دوستي نه وه. بس؛ دواړه له خپلو ښځو څخه تر پزې رسېدلي ول. خدای مې دې غاړې نه بندوي؛ لکه چې په ۱۶۶ ه ق کال کې يې زوی پیدا شو او محمد يې ونوماوو. منځنۍ اسیا عربو لاندې کړه؛ پر ښېوې و خوارزم يې واک ټینګ کړ او دا خلګ يې مسلمانان کړل.

هسې يې در په يادوم؛ په هغو شپو کې په دې سيمه کې پېنځه لوی ټبره ول؛ ساکان [= زموږ نيکونه]، پارتيان، اويستايان، مېديان، او پارسيان. خوارزم د اورال بحرې په سويل کې له بخارا ۶۰۰ کيلوميټره شمال ته پروت دی او اوس د اوزبکستان يوه برخه ده؛ چې زموږ د اويستايي تربورانو مېنه او هستوګنځی وو. د خوارزمي ژبې په اړه نه پوهېږم چې خلګ لا تر اوسه ورباندې ګړېږي او که مړه ده؛ خو زما د استاد پوهاند زيار د استاد – خدای بښلي ميکنزي دې خدای لاس پر جنت کړي، په شلمه پېړۍ کې يې د خوارزمي ژبې مست سيند [= قاموس] وکيښ او زموږ ترله ژبه يې له ورکېدو وژغورله.

د محمد د کوشنوالي او ښوونځي/مدرسې ته د تګ په اړه هيڅ مالومات نه شته؛ زه هم نه غواړم چې ايمان ته ګونډه ورکړم – له ځانه «بنډلي ماما» درته جوړ کړم او په بنډل بڼدل ډوزو مو ونازوم چې ولا محمد ډېر تکړه و ځيرک هلک وو، په پاکوالي کې له موره يو وو، په ښه خوی او چلند کې بې جوړې وو، او هسې و داسې!

د محمد له پوهنيز شهرت او لقب «د الجبر پلار» څخه ښکاري چې شپه ورځ يې پر ځان يوه کړې وه؛ ټول عمر به دی وو او د رياضي پېچلې پوښتنې او فورمولې! له همدې کبله د نړۍ اوڅار [= مشهور] رياضيپوه، ستورپېژاند، ځمکپېژاند، فيلسوف، او تاريخ لیکوال ورڅخه جوړ شو – چې څنګه ورڅخه جوړ شو او کوم کارونه يې کړي دي؛ غوږ راته کېږدئ.

البته، تر اصلي کيسې وړاندې، وخلګو! پوښتنه دې عيب نه وي؛ ستاسو پر دې سر خلاص دی چې زه کوم محمد يادوم؟! په هره توګه چې ليکنه درباندې و نه غمېږي او ډېره مو سودا نه شي؛ درته و به وايم – دوی يايې ښه وي! هو، محمد بن موسی درته يادوم! هغه محمد بن موسی چې د لسم ټولګي په رياضي کې يې فورمول په موږو تاسو کې کولمې شنې کړې – خدای دې يې زموږ د کړاو او ځور په ګناه نه نيسي. آمين!

په دې خو چور لېونی هم پوهېږي چې الخوارزمي ځکه ورته وايي چې د خوارزم وو. هرګوره؛ چې د الګوريتم ريښه او کيسه څه ده – که ژوند او د لپ‌ټاپ بېټرۍ ياري وکړه؛ ورته راځم.

محمد بن موسی الخوارزمي د عباسي مامون د پاچاهي پر مهال دربار ته لار پیدا کړه؛ مامون او پر مامون راټول پوهان، اديبان، لیکوالان، او واګيان [= سياستوال] يې ښه سم اغېزمن کړل. ان تر دې چې مامون په پلازمېنه بغداد کې د هارون‌جوړي پوهنتون [= دارالحکمې] غړی او روسته مشر کړ. له دې پوهنتون څخه د مامون موخه دا وه چې یوناني فلسفه او پوهنيز اثار را عربي کړي . ما ته هم لکه زموږ د سيمې شاپېرۍ ترور؛ چې يوه کوم بله لکۍ راته وهي. زموږ تربرونه؛ پارسيان څه باندې دوې زرۍ (۲۰۰۰ کاله) وړاندې له موږ څخه بېل او نيشاپور ته ولاړل؛ هلته يې د ساسانيانو په پېر کې د «شاپور ګند» پوهنتون جوړ کړ چې طب، فلسفه، الاهيات، او نورې پوهنې په کې ويل کېدې. عربانو له شاپور ګند څخه په تقليد – په بغداد کې «بیت الحکمه» جوړه کړه چې موږ او زموږ د تره زامنو ودانه او روانه وساتله.

 د محمد بن جرير طبري خبره واورئ خو منئ يې مه ځکه هغه کوږ روان دی. دی وايي چې محمد بن موسی په خوارزم کې نه دی زېږېدلی بلکې په قُطرُبُلّ کې چې د دجلې و فرات تر منځ دی؛ نړۍ ته راغلی. طبري لږ نور هم د ګپې ازادولو هڅه کوي او وايي چې ګواکې خوارزمي څه موده د پلار پر پله پل ايښی – مجوس وو او په خوارزمي پسې د المجوسي روستاړی تړي. طبري ځکه پېريان غږوي چې خوارزمي د خپل کتاب؛ «الجبر» په سريزه کې وايي: خدای ج هغه مهال محمد (ص) د استازي په توګه راولېږه چې د خلګو او استازو اړيکې شلېدلې وې او حق ناپېژاندی وو، د دې استازي په راتګ ړانده بينا شول، کږلاري له تباهۍ څخه وژغورل شول او … له دې ليکنې يې ښکاري چې د یاد کتاب د کښلو پر مهال مسلمان وو. هو، دا خبره په کولو ارزي چې هم پخپله خوارزمي ډېر کتابونه و ليکنې کښلې دي او هم ډېرو پوهانو د ده پر ژوند باندې ګڼ کتابونه ليکلي دي خو ها د پېښوري ليکوالو په دود؛ د خوارزمي ژوند لا په تيارو کې دی. ان دا چې د پيدايښت نېټه يې کره نه ده او د ۱۶۴ او ۱۸۴ ه ق کلونو تر منځ ورکه ده. داسې اټکل کېږي چې په ۱۶۶ ه ق کې د خوارزم په لرغوني ښار؛ کاس [لیکوال: کاس کېدای شي د ساک اوښتې بڼه وي چې د ساک/ساکانو په لاس ودان شوی دی.] زېږېدلی دی.

په ۱۳۲ ه ق کې چې عباسيانو د خراسانيانو په مرسته او ملاتړ د امويانو پاچاهي رانسکوره کړه؛ نو، موږوالو ته يې په خلافت کې مهمې او حساسې څوکۍ ورکړې. عربان په مزو و چړچو سر شول او خراسانيان؛ رياضي، ستورپېژندنې، طب، فلسفې او نورو پوهنو ته خري شول چې روسته عربان د دوی له واک و ځواک څخه وډارېدل او هارون الرشيد ډېری برمکيان تر تېغ تېر کړل او پاتي يې د تورو تمبو شا ته واچول. دا چې مامون په خراساني چاپېريال کې لوی او ډېر څه زدکړي ول؛ څېړنو او پوهنيزو کارو ته يې ګلالۍ پاملرنه وکړه.

ړوند له خدایه څه غواړي؟! – دوې سترګې! خوارزمي چې بغداد ته ولاړ؛ مامون د نورو اسانتياو پر ورکړې سربېره د کتابتون چې دوی «خزان الحکمه» بلله؛ واګي هم ور وسپارلې.

خليفه چې د خوارزمي نبوغ، ځيرکتيا، او ژمنتيا وليده؛ دوه درې کاله روسته يې هېند ته ولېږه چې هېندي حساب زده کړي. خوارزمي په دې برخه کې د هېندانو او يونانيانو ترلاسه‌کړې پایلې سره يوځای کړې؛ د «حساب الهند» او «الجبر و المقابله» کتابونه يې وليکل چې په لومړي ځل يې يوه داسې پوهنه ډلبندي و تدوين کړه چې د يوې رښتنې پوهنې ګړد ارونه و شرايط يې درلود چې اروپايان يې ساينس ګڼي او په دې سره يې دويمې او لوړو درجو معادلو ته هواری وموند او د رياضياتو بېخ و بنسټ يې وربدل کړ.

خوارزمي په بغداد کې لږ موده نورې پوهنې څنګ ته کړې او رياضي/الجبر ته يې ګونډه ماته کړه – د ډيوفانټوس لاره يې پسې واخيسته. دوه درجه معادلې يې حل کړې، له هېندي شمېرو سره د جمعې او تفريق کتاب Algoritmi de numero Indorum يې لاټين ته وژباړل شو او دې کار په درسته اروپا کې د رومي شمېرو پر ځای؛ د هېندي -عربي اعدادو دود ته لاره پرانيسته. موږ ډېر شاعرمزاجه خلګ يوو؛ عمر خيام يوازې د شاعر په توګه پېژنو او هغه هم جام بدست او لب پر شونډو. خيام د خوارزمي دويمه درجه معادلې نورې پسې وشنلې و وشاربلې. همداراز په ۱۶مه پېړۍ کې «ډيل پرو» درېیمه درجه او «فراري» څلورمه درجه معادلې کشف کړې. خبره چې د ژباړې شوه؛ د منځني پېر ډېرو نامتو پوهانو د خوارزمي «رساله فی البراهین علی مسائل الجبر و المقابله» کتاب د نړۍ ګڼو ژبو ته وژباړی. اروپايانو د «الجبرا» نوم د ده له همدې کتاب څخه زده او راخپل کړ. تر ټولو غټه خبره دا چې دوی د الګوريتم (Algorithmus) اصطلاح چې د ټيکنالوژۍ او کمپیوټري نړۍ بېخ و بنسټ ټاکي؛ د دغه ستر مسلمانپوه له نوم (الخوارزمي) څخه واخيست. «اريسټیډ مار» يې په اړه وايي چې محمد بن موسی د نوې اروپا د رياضي رښتينی ښوونکی او لارښود دی. لوی تاريخ لیکوال؛ «جورج سارټن» نهمه مېلادي پېړۍ د خوارزمي پېر/پېړۍ نوموي.

له تاسو څه پټه؛ د بابيل په ډېرو زړو لوحو او د هېند په لرغونو لاسوندو کې د دويمې درجې معادلو هواری ليدل کېږي خو داسې ښکاري چې دا يې خپلمنځي پوهنيزې خبرې وې او له وره یې بهر نه رايستې چې بل مسلمان دې ګټه ځينې واخلي. د خوارزمي نوښت او ځانګړنه دا وه چې لومړی يې د خپل وخت دويمه درجه معادلې وارزولې او وڅېړلې، بيا يې د هرې يوې هواری وړاندې کړ، روسته يې دا لارې و رودې د هندسې د علم په مټ اثبات کړې چې په پای کې يې پر دې نوې پوهنه د «الجبر» نوم کېښود. چې مسلمانانو په ميراث او د ځمکو په وېش کې ګټه ورڅخه اخيسته او کفارو په ټيکنالوژۍ کې!

خوارزمي لومړی؛ شمېرې د واحدونو د ترکيب په توګه بيان کړل، بيا يې د الجبر په پوهنه کې کارېدلي‌اصطلاحات راوپېژندل، په دې اصطلاحاتو کې «څيز»، «مال»، «عدد»، او «درهم» ول؛ او ورپسې يې هغه معادلې ووېشلې چې د دې اصطلاحاتو له يو ځای کېدو څخه رامنځته شوې دي.

خوارزمي په خپل کتاب کې د لومړۍ درجې ناڅرګند [= مجهول] پر ځای د «شی يانې نامالوم» توری وکاراوو چې کله اروپايانو د مسلمانانو کتابونه ژباړل نو عربي «شی» يې د ويلو په لږ توپیر په «Xei» بدل کړ او روسته يې د لنډون لپاره د سر توری «X» راواخيست. خدای دې خير کړي؛ خبره راڅخه د رياضي او معادلو خوا ته ولاړه چې ډېره ستوغه و نه لګېږي!

  خوارزمي چې له هېند څخه بغداد ته راوګرځېد؛ د مامون په دربار کې د لا ډېر درناوي او پاملرنې وړ وګرځېد، په ټول خلافت کې د ستر رياضيپوه په سترګه ورته وکتل شول، د لوی ستورپوه پر څوکۍ کېنول شو، او مامون ورته د هېند اړوند چارې ور وسپارلې او همداراز د ځمکې او اسمان د نخشې د اطلس چمتو کول هم ور تر غاړې شول. ابن خرداد وايي چې مامون د خوارزمي تر مشرۍ لاندې يوه ډله پوهان ستانبول (بيزانس) ته ولېږل چې د کهف د اصحابو ځای و ځايګوټی پيدا کړي.

 خوارزمي يو بل ستر کار وکړ؛ هغه دا چې هېندي او يوناني پوهنې يې سره غاړه غړۍ کړې چې په دې کار سره يې د نړۍ دوه سره؛ ختيځ او لوېديځ سره وتړل.

صفر، په صفر پېژندنه او صفر کارونه کې د انسان د پېړيو پېړيو هڅې له بابيله رانيولې تر هېنده او بیا تر چينه؛ په صفر کې ضرب کړې وې. خوارزمي دا ستره رياضيکي ربړه هواره او صفر پوره مانا وپېژاند او وکاراوو.

 همدا ډول؛ خوارزمي لومړی رياضيپوه وو چې د جمعې، منفي، ضرب، او مساوي نښي يې وکارولې او په رياضيکي معادلو کې يې د اعدادو او نښو د کارونګ دود رامنځ ته کړ.

تاسو به هم واياست چې ټوله ورځ دې د رياضي کونه نيولې وه ــ لیږ ورڅخه را دې خوا شه. دا يې را دورې!

خوارزمي په ستورپوهنه کې هم خلاص لاس درلود. د ځمکې او اسمان نخشې يې جوړې کړې، بيټلېموس چې د ځمکې کومه نخشه جوړه کړې وه؛ هغه يې سمه کړه چې په دې پروژه کې يې د ۷۰ پوهانو څار او لارښوونه هم کوله، د ځمکې او لمر تر منځ واټن يې وټاکه، پر استرلوب يې دوه کتابونه؛ «علم الاصطرلاب» او «العمل بالاصطرلاب» ولیکل، ستورپوهنيز جدولونه يې د مثلثاتو په کتاب «زيج» کې ځای پر ځای کړل چې د دې کتاب یوازې لاټيني کاپي پاتې ده. د هوارې لمرينې ګړۍ په اړه يې د «الرخامه» کتاب وکيښ. دا کتاب مسلمانانو د لمانځه د وختونو د ټاکلو لپاره وکاراوو او کفارو ورڅخه د کږو [= کروي] مثلثاتي محاسبو د لارښود کار واخيست.

خورازمي په ځمکپېژندنه [= جغرافيه] کې د خدای زور څېړنې او ليکنې وکړې؛ د ښارونو او سیمو اوږدوالی او سور يې مالوم کړ. په دې اړه يې د ۱۹۵ و ۱۹۶ ه ق کلونو تر منځ « صورة الارض» ولیک چې د څه باندې ۲۴۰۰ ښارو او ځايو مالومات يې په کې راټول کړل. له ځمکپېژندنې سره تړلی نوم د تاریخ دی؛ په دې برخه کې يې «التاریخ» کتاب وکېښ چې اوس ورک دی ــ ارومرو به چنګېزيانو له منځه وړی وي. د ده بل کتاب «الوصايا» دی چې ډېره برخه يې پر رياضي-ميراث راڅرخي. نن سبا د اسرائیلو/عبريانو نوم پر چا ښه نه لګېږي؛ نو، د عبري کليزې [= جنتري] له يادولو به يې تېر شم. ويل کېږي چې خوارزمي ټولټال ۲۷ کتابه ليکلي چې تر نیمايي ډېر يې ورک دي.

ارومرو به پوښتنه درسره پیدا شوې وي چې خوارزمي شعر و لنډه کېسه هم لیکله؟ د شاعرانو مخ ته دې دېوال وي؛ نه، ها د چا په ژبه د خوارزمي سينټيفيک اړخ پر ايستيټک اړخ غښتلی وو.

خوارزمي تر ۲۳۲ ه ق پورې ژوندی او د بغداد و دمشق په څارنخونو کې د ستورپوهنې په پلټنو او څېړنو بوخت وو او يو کال دوه روسته په ۷۰ کلنۍ کې په بغداد کې ومړ.

د خورازمي ځينې ويناوې:

  • که دې ساينس ترلاسه کړ؛ پرمختګ دې پر برخه شو.
  • بصيرت د پوهنې په مټ تر لاسه کېږي.
  • پېنۍ [= کاینات] په رياضياتو چلېږي.
  • رياضیات د علومو مور ده.
  • رياضيات د پنځ رازونه بربنډوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.