پوهه (علم) څه دی؟

عبدالغفور لیوال

385

څه موده وړاندې په یوه پرلیکه بحث کې وپوښتل شوم، چې د پوهه (علم) اسانه پېژاند څه دی؟ او که څو ځانګړنې یې یادې شي، چې له نورو بشري ارزښتونو سره یې توپیر اسانه وشي.

هلته هم بحث خورا اوږد و مفصل وشو او هم په دې اړه لیکل ډېر شوي دي، په څو کرښو کې یې رانغاړل سمندر په کوزه کې ځایول بویه.

خو غواړم یوې ځانګړنې ته یې دلته تم شم:

«پوهه» نوې‌کېدونې، بدلېدونې او پرورځ‌کېدونې (Updatable) ده.
علم یا پوهه [ په کُلي توګه] د یوه روایت کټ‌مټ تکرار نه دی. د پوهې روایت بدلیږي، که د پوهې روایت بدل نه شي، پوهه نه ایدیالوګ دی.
بېلګه:
انسانانو پېړۍ پېړۍ فکر و کار وکړ، چې دې پایلې ته ورسېدل: [ یو اکسیجن + دوه هایدروجن = اوبه H2O جوړوي ].
خو په کایناتو کې د اوبو د شتون، له اوبو د نورې ګټې اخیستنې د لارو چارو په اړه د پوهې کُلي پرمختګ، پراختیا او بدلېدونی مزل به لا پېړۍ پېړۍ روان وي، چې خدایزده چېرته به ورسیږي.

د پوهې د نوې‌کېدا او بیا بیا زېږېدا راز هغې ته د انسان په اړتیا کې نغښتی. بشري فکر غواړي لا ډېرې هوسایینې ته ورسیږي، په دې لاره کې هڅه کوي، علمي پرمختګ د همدغې هڅې پایله ده. د علمي پرمختګ بله ځانګړنه دا ده، چې پایلې یې د انسانانو پر ژوند تطبیقیږي، مانا عملي دی.
یو مهال انسانانو غوښتل والوځي، الوتل یې اړتیا وه، هڅه یې وکړه او الوتکه یې جوړه کړه، سفرونه اسانه شول، د زمکې تنابونه لنډ شول. انسان د خپلو هغو هڅو او تجربو حاصل ته کېناست، چې پېړۍ پېړۍ یې تر سره کړی و.

پوهه په تکاملي انسان کې د تکاملي تفکر په شان تکاملي ده او دا تکامل پای نه لري. که ودرېد، تحجر رامنځته کیږي، بیا به هرڅه وي، خو پوهه ورته ویلای نه شو.
پوهه له مهال سره مزل کوي او پراخیږي. اپلاتون لوی فیلوسوف او پوه و، خو کمپیوټر یې نه پېژاند، بلخي ابن سینا د بشریت په تاریخ کې لوی طبیب و، خو له هغو طبي تجربو څخه خبر نه و، چې نن د خورا پرمختللې بریښنايي تکنولوژۍ په مرسته کیږي.
که موږ پر همدې ټینګار کوو، چې تر بلخي ابن سینا روسته نورې طبي علمي تجربې بېځایه دي، ځکه ابن سینا تر ټولو لوی طبیب و، بیا خو مو د انسان د هوساینې له اصل سره، چې د روغتايي پوهې موخه ده، ظلم کړی.
داسې زمانه به راشي، چې د نن ورځې پیاوړې تکنولوژي به ورته همداسې زړه ښکاري، لکه موږ ته چې د ابن سینا زمانه ښکاري. د پوهې نویو درشلونو ته د رسېدو لپاره د انسان پرمختګ مضاعف دی؛ پوهه له پوهې سره جمع کیږي نه، بلکې ضربیږي.
پوهه ولاړه نه پاتیږي، پوهه خپل زوړ روایت نه تکراروي، پوهه خپله پایله همدلته پر همدې ژوند ترلاسه کوي.
هر هغه بشري فکر یا باور چې ولاړ پاتې شي، هرڅه به وي، خو پوهه یې بللای نه شو.
دهغه څه له کبله چې اوس یې د ناپوهۍ له امله کوو او پرې ټینګ و لاړ پاتیږو، سل کاله روسته نسلونو ته به ملامت یو، ځکه موږ په ولاړ پاتېدا ټینګار کوو.
نه‌پوهېدل ګناه نه ده، خو په ناپوهۍ ودرېدل او په یوه ولاړ روایت کې ورستېدل لویه ګناه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.