د ننګیال په شعرونو کې سېمبولونه او اسطورې

عبدالغفور لیوال

110

ځینې سېمبولونه ځکه فردي یا ځانګړي سېمبولونه ګڼل کیږي، چې د یوه شاعر یا هنرمند له خوا د لومړي ځل لپاره کاریږي، د داسې سېمبولونو د تداعۍ او یا پوهېدلو اسانتیا لپاره کله کله شاعر هڅه کوي وړ قرینې هم راولي.
رضا براهني د طلا در مس کتاب په حاشیه کې د نویو سېمبولونو په اړه لیکي : « ځانګړي سېمبولونه د وړاندیځ، تداعي او تلقین پر بنسټ په یو څو شعرونو کې د بیا بیا کارولو په مرسته له ځانګړتیا څخه د ټولیز کېدو په لور ځي. سېمبول تل القايي اړخ لري … شاعر هڅه کوي د علامتونو په مرسته هغه مرموزه نړۍ را وښيي چې ددغو علامتونو تر شا پټه ده.»(۲)
ځانګړي سېمبولونه په لومړي ځل کارولویو څه ابهام له ځانه سره لري ، خو بریالي شاعران یې په داسې یوه بستر کې روزي چې لوستونکي ته یې کشفول یو بل هنري کیفیت وربښي.
د ارواښاد اسحق ننګیال په « بیدیا» شعر کې یو شمېر ځانګړي سېمبولونه څېړو، خو لومړی شعر :
بیدیا
سپېره بیدیا ده په کې پل د بنیادم نشته
یو څو پېریان دي له پردیو غرو را غلي
بربنډېږي، ناڅي، ناڅي
چې تیاره شي بیا سینې پر خپلو میندو سړوي
پر خواږه خوب پریوځي

          ***
د زهرو ونه ده ولاړه
پر بیزو ادې یې سیوری کړی

ارواښاد اسحق ننګیال

بیزو د زهرو پرګې خوري هره ګړۍ ورځنې حمل اخلي
د ورځې دېرش، څلویښت بچیان زیږوي
د ورځې دېرش، څلویښت ځوانان شي
بیا قتلېږي
خو بیزو ادې پرګې خوري
او لګیا ده هره ورځ نوي بچیان زیږوي
پیریان ګډېږي
د بیزو ادې په ویره او پر خواریو خاندي
چې شپه تیاره شي
بیا سینې پر خپلو میندو سړوي
پر خواږه خوب پریوځي
سپیره بیدیا ده په کې پل د بنیادم نشته (۱)

دا شعر پخپل جوړښت کې له موجودو بېلا بېلو ځانګړیو سېمبولونو پرته، د یوې ځانګړې سېمبولیکې زمکې ( زمینې) خاوند شعر دی. دا څه ډول بیدیا ده، چېرته ده، عیني حضور لري که ذهني، ټولیز انځور یې یو ځانګړی جوړښت لري، چې په کې دننه دغه ځانګړي سېمبولونه ګورو :
په سپېره بیدیا کې د بنیادم د پل نشتوالی، پېریان، پردي غرونه، بربنډه نڅا، تر سینو سړولو وروسته خوږ خوب، د زهرو ونه، بېزو ادې او د هغې حمل اخیستل هغه هم د زهرو له پرګو څخه (دېرش څلویښت بچیان زیږول) او بیا د هغو قتلیدل.
د څو شیبو لپاره فکر وکړﺉ چې دا شعر له کومې پټې پېښې یا بلې ذهني نړۍ څخه استازیتوب نه کوي، نو پوښتنه رامنځته کېږي، چې بیا نو دا هر څه څه مانا؟
آیا شاعر یو بې مانا انځور ترسیم کړی دی؟ نه، شاعر له لومړي سره غواړي د یوې ځانګړې پېښې، نړۍ، (د اشیاوو د مجموعې) او فکر تمثیل د بېلا بېلو ځانګړیو (فردي) سېمبولونو په مرسته وکړي.
له پردیو غرونو څخه د پېریانو راتلل سیاسي سېمبول ګڼلای شو، په دې توګه دا شعر یو سیاسي پیغام لري، کېدای شي شاعر غواړي د خپل رواني تیاتر کومه صحنه انځور کړي، (د بنیادم له پلونو تشه سپېره بیدیا) د همداسې صحنې سټیج دی، چې ډېر د ارواښاد مجروح د ځانځاني ښامار زېږنځای ته ورته دی، هلته واړه چینجی یو بل خوري او بالاخره یویې دومره غټېږي چې په ښامار بدلېږي، دا ښامار په پای کې د ځان په خوړلو پېل کوي.
د اسحق ننګیال په شعر کې هم پېریان پر خپلو میندو سینې سړوي. کېدای شي ننګیال غوښتل د خپل چاپېریال یوه پېښه تمثیل کړی، که تاسو د هغه ارواښاد د «سیوري» ناول لوستی وي، نو درسره مرسته به وکړي، چې ددې شعر سېمبولونه هم وپېژنئ، دا شعر د وژلو، قتلولو او تیري د کلونو شعر دی. ارواښاد شاعر ددې شعر په اړه له ما ( لېوال) سره اوږدې خبرې کړې وې، زه نه غواړم هغه خبرې سند راوړم، دا به ښه وي چې په خپله شعر په خبرو راولو او خپل خپل تعبیرونه ترې ولرو، د داسې انځوریزو او د نویو سېمبولونود خاوند شعر کمال او ښکلا په همدې کې ده.
موږ په دې لیکنه کې د شعرونو د تفسیر هوډ نه لرو، خو غواړم د ځانګړیو (فردي) تصویرونو یو په زړه پورې شعر در وپېژنم.
بیدیا یوه ذهني زمکه ( زمینه) ده، دا ستاسو پام په لومړي سر کې دی ته را اړوي چې وپوهېږﺉ له څه ډول یوه عیني شوي ذهني چاپېریال سره مخامخ یاست وروسته خوځند سېمبولونه چې په سېمبولیکو کړنو بوخت دي پخپلو منځونو کې یوه ارګانیکه اړیکه لري، یوه پېښه بله رامنځ ته کوي او په دې توګه تاسو د پېښو بهیر هغه ډول تعقیبوﺉ، چې شاعر غواړي دا چې وروستي شاعران به څومره وکړای شي دغه نوي سېمبولونه تکرار او ټولیز کړي، وخت به یې ځواب ووايي، خو وګڼه چې ځینې سېمبولونه هماغسې ځانګړي پاتېږي .
څومره چې ما څېړلې ارواښاد اسحق ننګیال په اوسمهالیو پښتنو شاعرانو کې د فردي سېمبولونو د ایجاد تر ټولو مخکښ او بریالی شاعر دی، راځئ د هغه یو بل شعر هم را اخلو چې د فردي سېمبولونو بېلګې په کې ومومو :
کب
سیند لا همغسې
څپاند روان دی
او دا سپین ږیری جاله وان
خدایزده
پر کومې دې شګلنې غاړې
خوب وړی دی، نه ویښېږي
سترګه مې ورپېده
او ستا د کور کوتره راغله
ستا راکړی ګل یې
زما شملې نه یووړ
زه پوهېدم چې
نن به داسې وشي
او نور به هېڅکله
در ونه رسمه!
بېګا مې خوب کې
له لاسونه ځنې
کب لویدلی (۱)
له لاسونو لویدلی کب په داسې یوه رواني چاپېریال کې ځانګړی سېمبول دی، چې په دې شعر کې آن د یو شمېر قراردادي سېمبولونو ( لکه : راکړی ګل، شمله، سیند او نور) هم په نوي او ځانګړي شاعرانه چاپېریال کې له ځانه سره نوي کوي. سپینږیری جاله وان او د ورکړي ګل وړل د کور د کوترې په وسیله هغه ځانګړې سېمبولیکې پېښې دي، چې دغه شعر ته یو فردي هنري کیفیت بښي.
ننګیال او اسطورې
په نومهالیو شاعرانو کې ارواښاد اسحاق ننګیال له اسطورو سره، ترنورو یوڅه زیات او په بېل لیدلوري ، اړیکي ساتي. دننګیال په شعر کې دده د تخییل او تفکرپه تابعیت سره داسطورو بیا تداعي یوه عجیبه او په زړه پورې هنري تابلو جوړوي :
مینې ته …
مینې له شرمه درکتلی نه شم
پیریان د((قاف)) له غرونو راغلل
بیا دعشق دپرښتې دګریوانه غاړې ته لاس اچوي
ابلیس لګیا دی پرزمزمو ، دګناه خپله کېږدۍ غوړوي
مینې له شرمه درکتلی نه شم
+++
مینې له شرمه درکتلی نه شم
سیلۍ الوتې زموږ دباغ
دسر ګلونو دښایسته وو
پاکو میندو په کمڅو کې تومتونه اوبي
مسیح تېره توره په لاس دتومتونو په
واټونو کې زنګېږي او خپل غم ته خاندي
نور په دې ښار کې لیونی دمینې پاتې نه دی
مینې له شرمه درکتلی نه شم
+++
مینې له شرمه درکتلی نه شم
چې مو هر غږ پر هوا خور شي دلته ځمکه ، دلته خاوره
ترې دغرو په څېر ماران زیږوي
دلته جنډه دیوه نر پر قبر هم نه شته
شیطان پرځمکې بادشاه شوی او زموږه پر سرونو
هغه تخت دسلیمان ګرځوي
پېریان یې حمد بولي ،
مرغان پرې سیوری کوي
اوبه زموږ له لپو تښتي او بادونه مو په کاڼو ولي
دلته له زړه اسم اعظم هېرد ی
مینې له شرمه درکتلی نه شم
+++
مینې له شرمه درکتلی نه شم
نو رمو دکلي دګلونو په کاله کې
پېغلتوب دګل غوټیو چېرته هم نه شته
او ابراهیم دخپلې ښکلې نازولې دجمال او عفت
دلوټ کوڅو کې دغارت قصې ته خوب وړی دی
نورمو دباغ نجونو ته ((هسکې )) او (( کږې)) شملې
دښمنې ښکاري
مینې له شرمه درکتلی نه شم.
سیندونه هم مري ۳۲۰
اسحاق ننګیال داسطورو شاعر و، اسطورې دده پا لاشعور کې ژوندۍ وې او د ده شهودي خوځښت د اسطورو له واټ څخه تېریده. له اریايي، عبري، یوناني اسطورو رانیولې تر نویو او د ده دخپل ذهن ترمولودو اسطورو پورې پریمانه څېرې یې په شعر کې لرې برې کېدې.
یو مهال کله چې دارواښاد شاعر لیدلوته تر څو ورځو وروسته ورغلم نو یې راته وویل:
ته راشه چې یو شعر درته ولولم.
هغه شعر داسې و:
مړوند
مړوند یو خوب، مړوند ستړیا نه لري
مړوند دغره دابۍ پۍ رودلي
+++
تادسکندر کله ژړا لیدلې ؟
یو سپین مړوندپرې دسرو تورو ګوزارونه کوي
یو سپین مړوند یې دغرورد اسو یال رېبلی
+++
سکندر له لیرې لارو راغی دپیلانو له سروتېر شوی
سکندر دپارو پامیزاد دښاپېریو شنه خوبونه ویني
یوسپین مړوند ورته جګړې ته وتی
ورباندې تندر دمړوند ووري
خو،اې دسپین مړوند (( روښانې)) پېغلې
تورې په ورو
تورې په پام وروه
سکندر په تورې هغه سپینه ډوډۍ نیمه کړله
نقاب دې سپین مړوند ته اور واچاوه .
سیندونه هم مري ۳۲۷ مخ
هغه وخت (چې زه لا ۲۴ کلن زلمی وم) داشعر ماته مبهم او یوڅه ګونګ ښکاره شو، د شعر ګڼ کرکټرونه او پېښې مې نه پېژندلې، ارواښاد ننګېال نه مې پټه نه کړه، ورته ومې ویل چې په ټوله پېښه نه یم پوه، شاعر دکیسې سرچینه راوښوده؛ ( کتاب سال انیس ۱۳۴۶ کال، دارواښاد استاد احمدعلي کهزاد لیکنه، فروغ فرهنګ ، ۷۵ م مخ ) سرچینه مې ولوستله، هلته پر لرغوني افغانستان دمقدوني سکندر دیرغل دزمانې کیسه لیکل شوې وه، د کیسې لنډیزرانقلوم:
سکندر دهیندوکښ په لمنو کې دپارو پامیزاد له جنګیالیو سره پرجګړه بوخت و، په دې منځ کې یې یوه خورا چالاک او زړورجنګیالي پام ورواړاوه ، چې نقاب یې پرمخ و او په زغرده جنګېده، سکندر ورسره توره وازمایله، ستومانه شو، پر دې مهال د جنګیالي دتورې لاستی دهغه دنقاب په بند کې ونښت او نقاب وغورځېده، سکنده څه ګوري، چې یوه ښکلې پېغله ورسره جنګیږي. سکندر د پېغلې پرښکلا او زړورتیا زړه بایلوده او جګړه یې ودروله، پېغله یې وپېژندله چې د سیمې دیوه مشر ( اوګزیارتس) لور ده او ( روښانه ) نومیږي. سکندر پېغلې ته دواده بلنه ورکړه، د واده مراسم ساده وو، سکندره یوه وچه ډوډۍ په توره نیمه کړه، څه یې روښانې ته ورکړه او نیمه یې خپله وخوړله بس همداشوه دواده ژمنه …
زموږ شاعر همدایوناني ـ اریايي حماسي رویداد بیاراژوندی کړی و او د یوې اسطورې په توګه یې په خپل شعر کې استخدام کړی و.
ننګیال بیا هم له لومړنیو شاعرانو څخه دی، چې په شعر کې یې اسطوروته نوی ژوند ورکړی دی. دی له اسطورو سره رواني اړیکه لري، اسطورې ده ته په تعظیم دریږي او هغه نقش لوبوي چې دی یې ورسپاري.
….اې د (( جودي )) پرغرونو ناستې
زموږ د(( نوح)) بېړۍ
موږه په خپله لیوني یو
او پېریانو رانه عقل وړی
لاس راکوې او که نه ؟
سیندونه … ۱۰۴ مخ
((سیندونه هم مري)) د دغه شاعر دلویې برخې شاعرۍ ټولګه ده، چې کله یې لوستل پیل کړئ، فکر کوئ دنړۍ داسطورو په یوه داسې دایرة المعارف کې ګرځئ، چې دهرې اسطورې یوه هنري او شاعرانه جلوه ستاسو ترمخ تیریږي او تاسو بس په همدې یوې انځوریزې شیبې کې باید اسطوره او دهغې تاریخي ـ سېمبولیک ماهیت وپېژنئ.
په دې شعري غونډ کې لاندې سرلیکونه داسطورو خورا په زړه پورې شاعرانه تصویرونه تمثیلوي: ژوند، دزردشت خوب، پیغمبران هم ژاړي، سیلاني بلبلې ، دآدم وصیت ، یاسیر نه مري، موسم، لاس راکوې او که نه، مورته مثنوي، نه جام نه څادر، له ابلیس سره، مینې ته، بیدیا، زېږدا، یوسیوری یوګل، مړوند او نور…
غواړم یادونه وکړم، چې په پښتو معاصره شاعرۍ کې داسطورو ترټولوژوره، رنګارنګه، په زړه پورې او له ارواپوهنیز اړخه دشننې او تفسیر وړ کارونه دارواښاد اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې موندلای شو.

يادونه: دا ليکنه د پل فکري کړي له خوا د اروښاد اسحق ننګيال په تلين غونډه کې اورول شوې ده٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.