د خوب ګولۍ

400

زمونږ په ټولنه کې ذهني فشارونه او ژور خفګانونه بیخي زیات دي او له امله یې خلک د شپې له خوا د خوب نه ورتلو په تکلیف اخته دي همدا وجهه ده چې د بې خوبۍ په تکلیف اخته کسان (ځوانان او سپین ږیري) په خپل سر یا د ډاکټر په توصیه د خوب ورتلو لپاره او یا د ذهني فشار او خفګان کمولو لپاره مختلفې ګولۍ استعمالوي، چې د هغې له جملې څخه یې د بینزوډایزیپین کورنۍ څو مشهورې دواګانې لکه ویلیم لس (ډاییزیپام)، زینېکس (الپرازولام) ، لیګزاټونیل (بروموزیپام)، ریووټریل (کلونزیپام) په عام ډول استعمالیږي.

د دې کورنۍ ټول درمل او په ټوله کې ټول د خوب درمل د معتاد کیدلو سبب ګرځیدلی شي.

د خوب ګولیو اوږدمهاله استعمال ډېر ضرورنه لري چې دلته به یې یواځې د دریو مهمو او عمده ضرورونو یادونه وکړو.

۱- د بینزوډایزیپین کورنۍ ټول ډولونه د معتاد کیدلو سبب ګرځي، پدې مانا چې که دا درمل د څه وخت لپاره استعمال شي نو بیا بیغېر له دې درملو د استعمال څخه ناروغ ته خوب نه ورځي.

۲- د وخت په تیریدلو سره ټاکلی مقدار بې اثره کیږي او باید د دې درملو مقدار لوړ شي، مطلب دا چې که مخکې د شپې په نیمه ګولۍ ویده کیدلو، نو د وخت په تیریدو سره دا مقدار له نیمې ګولۍ تر یوې، یوې نیمې، دوو، دریو یا لا پورته ځي چې دا په خپله د صحت لپاره د خطر زنګ دی.

۳- تر ټولو خطرناکه خبره یې دا ده چې دا درمل د حافظې (یاداښت) د کمزوري کیدلو سبب ګرځي چې ورځینی ژوند مو د مشکلاتو سره مخامخ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.