غزل

کاتب شاه کاتب

284
دا ته ولـــې؟ په غني وطن کې خوار یې
چــې تـل پاتــې د سیالانـو لــه قطار یـې
تا پــه دې کلـه ســوچ کــړی دی افغانـــه
چې ته ولــې؟ د هر چا د غشي ښکار یې
یـه د مــور وطــن پــه غیـږه کـې زلـمیـه
دمـه نــه شوې بیا روان په ستړې لار یې
تا د دوست او دښمن هیڅ تـوپیر ونه کړ
لکـــه اوښ هـر چا نیـولـــی لـه مهار یـې
تـه د وخـت د بیــدارۍ نغـارې نــه اورې
کـه د تـورې بلا کــــومـي کــې ایسار یـې
خلک وخـتل سپــوږمــۍ تـه تاتـه ګــوري
تــه پـه خپلـو خـزانو پروت یـې ښاماریې
نـه دې کسب نـه کـمال زده کـړ نـه علــم
چې ټوپک له اوږې ښکته کړې وزګار یې
تــوره وکــړې خـو قلم نـه اخلې لاس کې
تــه د ټـــولـو بـد بختـــیــو ذمـــه وار یې
نـړۍ لاړه تــه یــــې پریـښـــودې نادانـــه
خو که جنګ کوي د درست جهان پکار یې
خــدای تـــه وګـوره له عقل نـه کار واخله
نور د جهل له خره کوز شه که هوښیاریې
هــک حیران دې شمــه داسې حماقت تـه
له یــوې ســوړې همیش چیـچلــی مار یې
تا له تیــرو عــبـرت وا نـــه خست کاتـبـــه
تــه غــدار یې،ګناهګار یـې چـې په دار یې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.