ایا سوله ییز غچ ممکن دی؟

محمد اسمعیل یون

236

ټول پر دې پوهېږو چې د پاکستان پوځي اداره د افغانستان دوښمنه ده ، په همدې خاطر یې اویا کاله د دین ، مذهب ، جهاد او نورو شعارونو تر چتر لاندې دلته د جګړې اورونه بل کړل او زموږ هېوادوال یې مهاجرت ته اړ کړل . د پاکستان د پوځي ادارو تر څنګ په خپله د افغان سیاستوالو جرمونه هم تر هغو کم نه دي ، چې موږ یې په نورو لیکنو کې یادونه کړې ده. اوس باید د ټولو ملحدینو ، مجاهدینو ، منافقینو او مخلصینو پر دې خبره سر خلاص وي چې پاکستان اصلاً په افغانستان کې یو باثباته ، قوي مرکزي نظام نه غواړي ، ځواکمن نظام خو څه کړې چې دلته بېخي نظام نه غواړي ، ان که د کعبې امام هم پر کابل واکمن شي ، له پاکستانه به پرې د جهاد د فرضیت فتوا صادرېږي . دغه اوسنی نظام چې د اسلام په نامه راغلی او تر نورمال حالت هم سل سلنه پورته اسلامي ښکاري ، د دوی پر وړاندې یې هم د دیني خلافت په نامه وخته بله جبهه جوړې کړې ده. اوس نو خبره له شف شفه وتلې راساً شفتالو ته رسېدلې ده. افغانستان له پوځي پلوه کمزوری او له سیاسي انزوا سره مخ دی ، په نړیوال دریځ کې یې سیاسي استازولي نه شته او اقتصاد یې هم ځپل شوی دی ، نو په داسې یو حالت کې دوی پر افغان کډوالو له زور او فشاره کار اخلي او د ټولو انساني حقوقو خلاف یې په زوره افغانستان ته رااړوي . د پاکستاني چارواکو اوسنی چلند پر غزې باندې د اسرایلو تر بمبارد او فشاره که زیات نه وي کم هم نه دی . خو اوس راځو دې پوښتنې ته چې دا ترخه واقعیتونه او ظلمونه خو روان دي ، ایا کومه داسې عملي لاره چاره شته چې افغانان هغه وکاروي او له پاکستانه خپل غچ واخلي ؟ پوځي غچ او د زمانې چانس ته خو لا ډېر وخت پاتې دی، نو بله کومه لاره شته؟ هو یو څو لارې شته چې په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا دي. دلته به ورته په لنډیز سره نغوته کوو:
۱- له پاکستاني تولیداتو څخه بایکاټ:
راځئ چې یو عمومي کمپاین پیل کړو ، هېڅ پاکستانی تولید شوی ځیز نه اخلو ، دا یو بریالی ، سوله ییز او خپلخوښی فورمول دی. مهاتماګاندي په هند کې د انګرېزي کمپنیو د تولیدي اموالو پر ضد د نه اخیستلو او نه کارولو فورمول تطبیق کړ او په نتیجه کې انګلیسي کمپنۍ له اقتصادي سقوط سره مخ شوې او په دې ډول د هند خپلواکۍ ته لاره اواره شوه.د پاکستان اقتصاد د دوی لپاره په ډېر بد حالت کې دی ، افغانستان د دوی د تولیداتو لپاره تر ټولو غټ بازار دی ، که دا بازار یې له لاسه ورکړ ، نو فکر وکړه چې پانګوال او حکومت به یې یو بل سره لاس اوګرېوان شي. په دې برخه کې باید اوسني چارواکي په تېره بیا مولوي صاحبان حضرات او شاګردان یې تر نورو دمخه شي ، لږ تر لږه دې په پاکستان کې د جوړوشویو لونګیو او خولیو له اخیستلو ډه ډه وکړي ، زموږ سرونه چې د هغوی د لونګیو او خولیو له باره او تاثیره خلاص شي ، دا هم یو پرمختګ دی ، دا تولید باید ژر تر ژره همدلته په هېواد کې پیل شي ، ساده تولید دی. ډېر شرم دی چې سرونه زموږ دي ، خولۍ او لونکۍ یې بیا پاکستانۍ وي.
۲- ساختماني مواد :
هغه ساختماني مواد ، اموال او نور شیان چې په افغانستان کې تولیدېږي ، د دوی پر متبادلو پاکستاني تولیداتو باید چورلټ بندیز ولګول شي او یا یې ګمرکي تعرفه دومره لوړه شي چې دلته یې هېڅوک اخیستو ته زړه ښه نه کړي.
۳-دارو درمل :
تر ټولو زیاتې پیسې چې په بازار کې تاوېږي هغه د دارو درملو په کارو بار کې دي ، د دې پیسو یوه زیاته برخه پاکستان کې د بې کیفیته دارو درملو په رانیولو لګول کېږي ، افغانستان باید په مطلق ډول پر پاکستاني درملو بندیز ولکوي ، دوی د افغانستان لپاره هغه درمل تولیدوي چې تر زهرو هم خطرناک دي .د درملو لپاره متبادل مارکېټونه ډېر دي ، د خصوصي شرکتونو د هڅونې له لارې هم د داخلي تولیداتو کچه او کیفیت لوړېدلای شي.
۴-افغان مهاجر پانګوال:
هغه افغانان چې یو څه پانګه لري ، هغوی باید وهڅول شي چې خپله پانګه خپل هېواد ته راولېږدوي ، دولت باید د یو څو کلونو لپاره دوی د مالیې له ورکړې معاف کړي ، دوی باید د راستنو شویو کډوالو لپاره د کاروبار زمینه برابره کړي . د دې تر څنګ د افغانستان حکومت او یا هم د مهاجرو د حقوقو مدافعې ټولنې باید په نړیوالو حقوقي او قضايي ادارو کې د افغان مهاجرو د هغې پانګې د استرداد لپاره هلې ځلې وکړي ، چې د پاکستان متشدد حکومت ترې په زور نیولې ده.
۵-سرپناه او ښارګوټي :
افغانستان پراخې دښتې لرې چې ځینې یې د اوبو سرچینو ته هم نږدې دي ، حکومت باید ژر تر ژره دا دښتې د ښارګوټو او سرپناه لپاره پر راستنېدونکو افغانانو ووېشي، کورني پانګوال دې وهڅوي چې په کمه ګټه د دې ښارګوټو په جوړونه کې برخه واخلي .
۶-تعلیمي بهیر:
یو زیات شمېر افغانان د جونو او عصري زده کړو لپاره په پاکستان او نورو هېوادونو کې ژوند تېروي، اوسنی حکومت باید ژر تر ژره د جونو پر مخ د تعلیم دروازې خلاصې کړي، عصري زده کړو ته هم پاملرنه زیاته کړي. د جونو تعلیم به د دې سبب شي چې نه یوازې د هغوی حقه حقوق تامین شي ، بلکې په نړیواله کچه به د اوسني نظام رنګه هم ورسره ښه شي او افغانستان به تر یوه حده له دې نړیوالې سیاسي انزوا څخه راووځي.کوم افغان زده کوونکو او محصلینو چې هلته زده کړې کولې ، هغوی باید ژر تر ژره په خپلو اړوندو متبادلو ټولګیو کې جذب شي، د اسنادو د ارزونې بهیر دې وروسته تعقیب شي.
۷- د اوبو مهارول:
د اوبو مهارول که څه هم د پاکستان له ظلم او احتیاجه د خلاصون یوه اساسي لاره ده ، خو ځینې خلک به فکر وکړي چې دا کار وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري، خو تر هغه چې داوبو لوی بندونه جوړېږي ، نو لنډه لاره دا ده چې اوسنی حکومت داسې یو قانون جوړ کړي ، چې د هغه له مخې کورنیو پانګوالو ته د دې زمینه برابره کړي چې که هر چا د کابل پر سیندیزې حوزې او يا پاکستان ته پر نورو ورتلونکو اوبو واړه بندونه جوړ کړل او یا یې د لمریزې برېښنا په زور په دې اوبو شاوخو څومره شاړې دولتي ځمکې ابادې کړې ، نو تر لسو کلونو پورې د دې ځمکو ټول حاصلات به د ابادوونکو ملکیت ګڼل کېږي ؛ دولت به هېڅ ډول مالیه ترې نه اخلي ، دې سره به هم شاړې ځمکې ابادې شي ، هم به خلکو ته کار پیدا شي او هم به پاکستان ته د وړیا اوبو د ورتګ مخه ونیول شي ، که د دې پرېمانه اوبو د یوې برخې د ورتګ مخه هم ونیول شي ، دا به هم یو غتمیت وی او په دویم ګام کې به د اوبو د پوره کنټرول لپار يو پرمختګ او پیغام وي.
۸- اشتغال:
په افغان کډوالو کې ډېر داسې خلک شته چې هم یې کسبونه زده کړي او هم په بېلابېلو برخو کې لوړې او مسلکي زده کړې لري ، هغوی باید په عاجل ډول په دولتي موسساتو کې ځای پر ځای شي ، که هغوی خپله ځان ته کار وبار او اشتغال پیدا کړ ، نو تر هغه وخته پورې چې دوی دلته په ټولنه کې د نورمال ژوند څښتنان کېږي ، له هر ډول کاروباري ټکسه باید معاف شي .
۹-د قوانینو اسانه کول:
دولت باید نه یوازې خپل مالي قوانین نرم او اسانه کړي ، بلکې د شرعي قوانینو په انفاذ کې هم باید له نرمښت څخه کارواخلي ، داسې نه چې خلک له بارانه راشي او تر ناوې لاندې یې شپه شي، هسې نه چې نوي راستانه شوي مهاجر له یوې خوا د مالیې له مامورینو ځان پټوي او له بلې خوا د محتسبینو حساب او کتاب ورپسې وي ، هر څه کې باد د تعدل لاره غوره شي.دا لوی وطن باید د افغانانو لپاره د قفس حیثیت خپل نه کړي.
پر پورتینو لارو چارو سربېره نورې لارې هم شته چې عملي کول یې ناشونې نه برېښي ، خو د دې لیکنې د غځېدو د مخنیوي په خاطر ورڅخه تېرېږم. دا څو وړاندیزونه که عملي شي ، نو دا به له پاکستانه د سوله ییز غچ اخیستنې په مانا وي . نورې خبرې په نورو لیکنو کې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.