ګوډ قاتل ناول (له حقیقتونو ډکه کیسه)

زلمی نظري

335
لویان وایي: ذهنی سکون یوازې د کتاب په مطالعه کې دی. کتاب ډېر څه درزده کوي او د ژوند هر پړاو درته اسانه او پیاوړي کولای شي.
تیره ورځ مې دا ناول (ګوډ قاتل) مخې ته راغی، بې درېغه مې یې په لوستلو پیل وکړ او په یوه دمه مې ولوست. د ناول لوستلو یوه ښېګڼه دا وي چې یو ځل لوستونکی په خپله غېږه کې ورسره واخلي، بیا یې نو تر پایه نه پرېږدي.
(ګوډ قاتل) ښاغلي فیض الله امین په ١٣٩٩ کال لیکلی او خپور کړی دی.
د دې ناول محتوا او کیسه:
له څه وخت ورسته له یو داسې ناول سره مخ شوم چې هېڅ یې پرېنښودلم چې بې لوستلو یې پرېږدم.
د ناول اصلی کرکټر زمرک دی.  د ده له نهه لورګانو ورسته زوي پیدا کېږي. او د ټوپک سره اشنا کیږی. ډزونه کوي، خلک په اول کې زیات وارخطا کیږی. زمرک یو ورور هم لرې توراب چې د ولور دپرېکیدو لپاره څلور کاله کیږی چې له کوره وتلی او په دوبی کې د مسافري شپی-ورځې سبا کوي.
د ورور د زوی په پیداکیدو زیات خوشاله کیږي او دکور اراده کوي .
مور او ورور ته زنګ کوي چې څه شې درته واخلم؟ مور ته یو جاینماز اخلي او ورېرې ته نانځکه اخلي.
کابل ته له را رسیدو سره ورور ته زنګ وهي چې زه را ورسیدم.
ورور اول دا خبره ورته کوی چې په ځان پام کوه چې غله زیات شوي دي.
تراب په مسکا جواب ورکوي، چې سمه ده لالا دومره خو بلد یم، اندیښنه مه کوه.
تراب له کابل څخه د پکتیا موټر ته پورته کیږي.
او بیا ډنډ پټان ولسوالی ته حرکت کوي، خو دلته تراب موتروان ته وایی چی لږ صبر وکړه چې سواریان دي پوره شې.
موتروان په ځواب کې ورته وایی چې زه له هغو موتروانانو څخه نه یم چې سوارلۍ ته یی سترګې خیژی.
موټر حرکت کوی اوس نو د تراب کورته دري ساعته لار پاتې ده.
له څه مزل ورسته موتروان په ټیلفون کې چاته وایی چی غوښه مې را اخیستې ده، راشه هغه  پخواني ځای ته!
موټر له پو ستې څخه تیریږی
او څو نفره یی مخته دریږی چې مخونه یی هم پټ دي.
تراب وارخطا کیږی د موټر له درېدو سره سم تراب د یو نفر توپک ته لاس اچوی او په دوی ډزی کوي.
خو له دوی څخه یو نفر منډه اخلی چې ګوډ ګوډ هم کیږی او مخ یې ښکاره کیږي.
ورسته پولیس راځي او تراب نیسي
هغه پخوانی ګوډ هم ورسره وي.
پولیس ګوډ ته غږ کوی چې بازه! همدی نفر په تا ټکان وکړل.
تراب د خپل ژوند خیرات غواړی خو پولیس اوغله ټول سره یوه خوا دي او تراب وژني.
په کور کې هم ټول د تراب راتګ ته سترګې په لاره دي.
خو ناوخته کیږی او زمرک خپله پسې راځي.
پوښتنه کوي خو هیڅوک هم ورته حال نه وایی اخیر هم یو نفر ورته کیسه کوي.
زمرک ژاړي او د کلي خلک ورسره ځي او د تراب جنازه راوړي.
د زمرک په کلي او کور د غم څادر غوړیږي.
د تراب د مرګ یو کال پوره کیږی اوس نو  تور ګل هر وخت زمرک ته خلک ورلېږی چې راشه ورېندار دې بوځه.
اخر زمرک مجبور کیږی او واده ورسره کوي.
له یوه کال تیریدو ورسته د زمرک میرمن ناجوړه کیږی زمرک مور ته خبر ورکوي مور یی راځي او زمرک ته وایي چې میرمن دي باید د کلی روغتون ته یوسې.
زمرک هم ځي او د کورونو دروازې ټکووي چې موټر راولی، زما میرمن ناجوړه ده، تر روغتون پوری راسره لاړ شې.
خو ټول خلګ ځواب ورکوی چې په لاره کې طالبانو می ماينونه ایښې موږ نه شو درسره لاړ شو.
اخر زمرک د کلی پوستی ته ورځي او عسکر رېنجره ورسره راولی خو چې زمرک رارسیږی مېرمن یی مړه شوی وي.
دلته بیا هم زمرک له غم سره لاس او ګریوان کیږي.
دغم شپی او ورځې تیروي اوس نو د زمرک زوی هم لږ راغټ شوی او په مسجد کې درس وایی.
لس کاله ورسته زمرک خپله لور د کلی د ملک زوی ته ورکوی غواړی چې په زوی درس ووایی .
خو د زمرک مور ناروغه کیږی
زمرک او مور یی دوا پسې خوست ته ځي، هلته بیا ډاکتر پوهیږی چي د لرې سیمې دي. د شپاړسو زرو افغانیو دوا ورکوی.
خو لږ وخت ورسته بیا ورځي او دا وار ورته دشل زره افغانیو دوا ورکوي.
د زمرک د مور ناروغي زیاتیږي او کراچۍ ته ځې هلته ډاکتران ورته وایی چي مخکنۍ دوا مو ټوله بی فاېدې ورکړې.
مور دې باید اپریشن شي او زمرک اپریشن نه پیژنی اخیر  ډاکتر ورته وایی چې باید د زړه عملیات ورته وکړو.
او څلور لکه کالداری مصرف په راځي.
زمرک مجبور کیږی او د لور خوسرګنۍ ته زنګ کوي او کیسه ورته بیانوي.
هغه هم په دستې پیسې ورته لیږی
زمرک د مور عملیات ورکوي.
څه وخت ورسته له کراچۍ څخه کورته راځي.
او دلور واده ورکوی خو پیسی ټولی ورڅخه ځي له څه وخت ورسته یې بیا د مور ناروغي زیاتیږی او مړه کیږي.
زمرک اوس یو زوی او یوه لور یوه میرمن لري.
د زمرک زوی ایمل او لور څانګه ورنه داختر جامی غواړی او زمرک ښارته ځې دوی ته جامی اخلی د ماځیکر لمونځ په جومات کې کوی چې یو ګوډ سړی جومات ته راځی او په اخر قطار کې دریږي.
لږ ورسته ځي د ګوډ له وتلو سره په جومات کې غټه چاودنه کیږی او زیات خلګ شهیدان کیږی چې زمرک هم پکې دی. اوس نو یواځې ایمل او خور، مور پاته شول.
له یو کال ورسته یی وضعیت خرابیږي او ایمل سوچ کوی چې یو کار باید وکړی. اخر د بوټونو درنګ کار شروع کوي خو پیسی نه لري. چې رنګ پرې واخلی له کوره یوه زړه د طلا رنګ او اوسپنه بازار ته وړي چې رنګ پرې واخلي. خو هلته په دوکان کې یو ګوډ سړی هم ولاړ دی. چې اوسپنه ګوری له دوکاندار سره جنجال کوی چې دا زما وراره دی له کوره یی را پټه کړی او ایمل ته وایی چې راځه!
ایمل ته پیسی هم ورکوی او رنګ هم ورته اخلی ورته وایی چې هر وخت به دلته بوټونه رنګوې.
ایمل خوشاله کورته ځي،  او مور ته کیسه کوی هغه ورته وایی دا خو دي دنیکه میډال ده او ډیر قیمت لری په سپین صندوق کې ږدي.
ایمل بیا هماغه ځای ته ځي او بوټ رنګ کوی چې ګوډ سړی ورته راځې اول سل روپوی ورکوی اوبیا ورنه دکور او دهغه اوسپنی پوښتنه کوی خو ایمل ورته ټول حال وایی
دوه ورځې ورسته ایمل او ګوډ دواړه په یو موتر کې کلی ته ځی
ګوډ ایمل څاری او کور یی په نښه کوی.
دشپې په ناوخته کې د ایمل کورته ګوډ ور اوړي. مور یی ورته وژنی او ایمل یو چاړه په نس کې وهی، دلته نو ایمل د ګوډ څېره وینی. او خور یی ژوندی وړي.
سهار د ګاونډي میرمن ورځی او ټول وینی خلګ راخبر کوی
ایمل روغتون ته رسوی او مور یی خاورو ته سپاره
ګوډ دوه ورځي د ایمل خور ساتې او اخیر هغه هم وژنی.
لس کاله ورسته د ګوډ په کور چاپه اچول کیږی او ګوډ نیول کیږی او ورته ویل کیږی چې زه ایمل یم او نن دي اخیرې ورځ ده.
ګوډ ورته ټوله کیسه کوی چی اول مې ستا کاکا درته واوژه. بیا په هغه چاودنه کوي چې ستا پلار مړ شو هغه بم ما ایښي و. ورسته مې ستا مور درته ووژه ایمل ورنه د خپلی خور پوښتنه کوی ګوډ ورته وایی چې هغه مې هم درته ووژه اوس نو ایمل هم خپل غچ واخیسته او ګوډ وژني. پای
اوس درسره خپل نظر د ناول په اړه  شریک کوم:
ناول  ښیګڼې: ناول له تلوسې څخه زیات برخمن دی. کرکټرونه یې کلیوال اوساده خلګ دي. نثر یې خوږ او روان دی. داسې جملی نه دی پکی کاریدلی چې لوستونکې باندی پوه نه شې. تر ټولو ښه خبر لا دا هم ده چې پیښي په مسلسل ډول راوړل شوي. که ووایم زموږ او تاسو په ټولنه کې همدا ناوړه دودنه غلا، قتل، غربت،او بیوزلی ، دماشومانو یتم کیدل ، او بیا هغه له درسه لاس اخیستل او بوټونه رنګول.
که په لنډو کې ووایم لیکوال په حقیقت کې یو داسې ناول لیکلې چې دهمداسې ټولنې لپاره داسې ناول په کار دی. صحنه سازی یا منظرکشي یې هم ښه ده خو یوه لویه نیمګړتیا یې دا ده چې مرکزی کرکټرونه پکې وژل شوي دي. او دا کار د ناول تخنیک زیانمنوي.
د عامو او ساده لوستونکو لپاره ښه بیغام لري خو هنري اړخ یې شاید هغومره ښه نه وي.
١٤٠٢ کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.