افغان

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې په پاکستان کې بې اسنادو کډوالو ته د هغه هېواد د حکومت د ټاکلې مودې له پای ته رسېدو سره هلته د کډوالو نیونو او ځورولو زور اخیستی، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، هلته اسناد لرونکي کډوال هم له فشار سره مخ دي.

دغې ادارې ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال چې له دې ادارې سره ثبت دي او اسناد هم لري د پاکستان حکومت له سختۍ سره مخ کړي.

یو اېن اېچ سي آر ویلي، ۸۶ سلنه کورنۍ چې د سپټمبر له دویمې اونۍ راهیسې له پاکستانه وتلي ویلي يې دي چې له نیول کېدو وېرېدل. دغه بنسټ د پاکستان له حکومته یو وار بیا غوښتي چې د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو وايي، د افغان کډوالو خلاف د پاکستان د وروستیو اقداماتو له امله د غېزمنو شوو کورنیو او ماشومانو خونديتوب او روغتیا ته هم اندېښمن دي.

دا داسې مهال دي چې زرګونه افغان بیاستنېدونکي کډوال پر ډېورنډ کرښه د افغانستان لور ته د اوښتو نقطو ته رسېدلې او یا ثبت او بایومتریک ته منتظر دي.

د ناروې د کډوالو شورا نادولتي مؤسسې یوې ویاندې بېکي رابي ویلي، د بشري مرستو ادارې هم خپل ټول ځواک کاروي چې دغو لسګونو زرو کډوالو ته ورسېږي.

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا وايي: “د تېرېدو په نقطو کې حالت دا اوس ډېر ځوروونکی دی. ډېر لوړ شمېر خلک هره ورځ له پولې تېرېږي. د ۹ تر لس زره خلک په ورځ کې تېرېږي. کله چې خلک د تېرېدو نقطو ته رسېږي دوی وار له مخه د څو ورځو لپاره سفر کړی وي او دوی تر شنه آسمان لاندې ویده کېږي او معمولا دوی اړ کېږي چې خپل شخصي څیزونه وپلوري تر څو د ترانسپورت لګښتونه پرې کړي او دوی معمولا له سختو شرایطو سره مخ شوي وي. په ورځ کې د لس زره کسانو یوازې ثبتول چارواکو ته ډېر سخت کار دی”.

خو د په زوره را شړل شوو کډوالو لپآره د طالبانو د حکومت ګمارل شوې کېسيون ویلي پرون جمعه يې د تورخم له لارې د ورغلو څه باندې درې نیم زره او د سپین بولدک له لارې د څه باندې یوولس سوه کورنیو ثبت او د بایومتریک معلومات خوندي کړي.

دغه کډوال هم په لنډمهال او هم په اوږدمهال کې د سرپناه په برخه کې لاسنيوی غواړي. دغه کډوال د هغه ځور په اړه وايي چې له یوه جوړ کړي ژونده د جلا کېدو پر مهال يې تېر کړی او اوس په نامعلوم حالت کې دي.

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

پرون په افغانستان کې د طالبانو لومړي وزیر هم په پاکستان کې د افغان کډوالو پر “بې عزته کېدلو” توندې نیوکې وکړې او د پاکستان “واکمنو” ته يې د دغه کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

ملا محمد حسن اخوند چې ډېره موده وروسته یې پر تلویزیون خبرې کولې، په یوه وینا کې د پاکستان له ملکي حکومت او پوځي ادارو په “کلکه” غوښتنه کړې چې افغانان “دې نور نه ځوروي” او کافي وخت دې ورکړي چې “په عزت سره” خپله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

وړمه ورځ د طالبانو د حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند “ظلم” بللی و او پاکستان ته یې وریاده کړې وه ” چې هر څه کوي، باید عواقب یې وسنجوي، دومره وکري چې بیا یې د رېبلو توان ولري.”

هغه دا هم ویلي چې روان حالت “به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي کړي” او د ده په ټکو “حالت به ډېر خطرناک لوري ته بوځي.”

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې په دې بهیر کې یوازې بې اسنادو کډوال افغانستان ته بېرته ستنوي. په داسې حال کې چې ريپوټونه وايي، د پولیسو په پراخو نیونو کې هغه افغان کډوال هم شته چې اسناد لري.