ملګرتیا

ضیا همدرد

428

لیکنۀ لږۀ اوږدۀ ده خو باور وکړئ چې ډیر څۀ بۀ ترې زدۀ کړئ.
نن پۀ ملګرتیا لـږ بحـث کوو.
اول: د دې لپارۀ چې تۀ د کوم چا څخۀ ملګری جوړؤې امتخان مـۀ ترې اخلۀ ممکـن هغۀ لۀ تا سرۀ ډېر صادق او رښتیني وي دا کومۀ موضوع کې چې تۀ امتخان ترې اخلې کیدای شي هغۀ دا مسالۀ کې پاتې راشې، دا طریقۀ د ښۀ ملګري پیدا کؤل نۀ بلکې لۀ لاسۀ ورکول دي.
دوهـم: څنګۀ کولی شم چې یو ښۀ ملګری پیدا کړم؟
ځواب: هیڅکلۀ دوۀ داسې کسان نۀ پیدا کېږي چې د دوې فکرونۀ او ذوقونۀ دې یو شان وي.
نو کۀ تۀ غواړې چې ځان څخۀ یو بهترین ملګری جوړوې، یا بل کس ملګری جوړؤې، نو لومړۍ باید پۀ خپل ځان کې صداقت، رښتینوالي، وفاداري، حوصلۀ او زغم ولرې، باید چې لۀ جدیـت څخۀ کلکۀ ډډه وکړئ، کوشش وکړئ چې یو بل درک کړئ
تاسې باید داسې ځان جوړ کړئ لکۀ د یو ربابـي هنرمنـد ګوتې کلۀ چې د رباب نازکـو تارونو تۀ ورسېږي رنګۀ، رنګ خواږۀ سازونۀ او غږونۀ ترې راباسي، نو فکر وکړئ کۀ همدا رباب یو نابلد انسان تۀ ورکړل شي چې هیڅ پۀ رباب نۀ پوهیږي، ممکـن د دې پر ځای چې لۀ همدې تارونو څخۀ خواږۀ غږونۀ راوباسي، زه باوري یم چې تارونۀ بۀ یې پرې کړي، او هغۀ ښکلی رباب بۀ پۀ یو تش لرګي بدل کړي، او بیا بۀ وروستۀ پۀ خندانۀ ډول دا قضاوت هم پرې وکړئ چې ستونزۀ رباب کې وه، مثلاً رباب داسې وو، دوهم وو، یا خراب وو.
نو اوس تاسې قضاوت وکړئ چې ستونزۀ کوم اړخ کې وه؟
همدا مثال ملګری هم لري ملګرتیا پۀ سخت زړه، جدي غبرګون، نشت حوصله او منفي درک او تفکیک باندې نۀ کېږي دا شیان منافقت پیدا کوي او منافقت خاص هغۀ خبره ده چې ښۀ پوهېږم، نۀ پوهېږم.
ملګرتیا کې باید خاص زړۀ تۀ وکتل شي نۀ ښایست، سرو، سپینو، پیسو، طلا، او بنګلو تۀ کۀ دغۀ شیانو ته وکتل شي، بیا خو نو ثابتۀ شوۀ چې ستا ملګرتیا او وفاداري د مادیاتو لۀ پاره ده
دا عمل لۀ سړي څخۀ غیرت، همت او عزت اخلي دا ومنئ چې بۀ هم د نوموړي شخص عمل چاپلوسي تعریفؤي.
ملګری خوږ او دروند نوم دی حتا بعضې غني فکرونو داسې هم تعـریـف کړی چې ملګری پۀ بعضې مواردو کې لۀ ورور هم نږدې او خوږ دی.
نو معلومۀ شوۀ چې هغۀ څوګ خوږ او ښۀ ملګری دی چې صفا نیت او پاک زړه ولري، تۀ هم باید پۀ همدې لارۀ د ملګرتیا لپارۀ خپل قدمونۀ پورتۀ کړې، ممکـن دا لارۀ بۀ لومړیو کې لۀ خوند او رنګ څخۀ ډکډ وي امکان شتۀ داسې پړاوونۀ هم ولري، چې یادۀ لارۀ کې پر تا یا دې پډ ملګري سخت حالت راشي حتا وغورځیږي نو دلتۀ اوس هغۀ څۀ تۀ ضرورت شو چې ما یې وړاندې یادونۀ وکړۀ پاک زړه او درک مخکې او وروستۀ حرکت مۀ کوۀ. غورځیدلي ملګري تۀ ور ټيټ شډ او غیږ کې یې راپورتۀ کړۀ دا کار د احسان نۀ بلکې د یو مسؤلیت پۀ توګۀ ترسرۀ کړۀ او د ملګري پر وړاندې یې د احسان کولو پۀ توګۀ یادونۀ هم مۀ کوه.
بېرتۀ پۀ همدې لارۀ د ملګري سرۀ یو ځای خرکت پیل کړۀ فکر پۀ کار واچوۀ ترڅو د خپل ملګري د غورځیدو علت معلوم کړې کۀ یاد علت دې لۀ فکر څخۀ ورک شو، د ډېر مزل وروستۀ پۀ داسې انداز سرۀ خپل ملګری وپوښتۀ چې ملګری دې پوه شي چې پوښتنۀ او د هغې صحنې یادؤنۀ زما د بیا غورځېدو د مخنیوي لپاره ده.
ملګری بۀ دې خپل حال درتۀ ووایي کۀ چیرتۀ ستا پۀ وس پورۀ وه، نو سمدستي یې د بیا غورځیدو مخنیوی وکړه، کۀ چیرتۀ یادۀ ستونزۀ ستا لۀ وس او توان څخۀ سترۀ وه، نو ملګري تۀ لاس ورکړۀ د هغۀ ځای د پیدا کولو هڅۀ پۀ شریک ډول ورسرۀ پیل وکړه چېرتۀ چې یادۀ ستونزۀ حل کېږي.
نو پۀ دې توګۀ بۀ د ملګرتیا ارزښت، قدر، رازونۀ، دردونۀ، خوندونۀ، مشکلات هرڅۀ درک شوي وي، او د ودې حالت بۀ پیل کړي، دا حالت بیا بیخي خوندؤر وي، ځکۀ چې هر څۀ شریک شي او زړه تکیۀ پیدا کړي دوۀ زړونۀ سرۀ جوړ شي یو او بل ډېر عادي درک کولی شي او وروستۀ وخت یې د رښتیني ملګرتیا مثبت تعریـف او ښکلی انځور وړاندې کړي یو ښۀ مثال یې جوړ کړي چې بیا د رښتیني ملګرتیا پۀ ټینګښت کې کارؤل کېږي.
مهمۀ خبرۀ کلۀ چې ملګرتیا کې غرور منځ تۀ راغلو نو د ملګرتیا څخۀ لاسونۀ پریمنځئ بیا ملګرتیا هیڅ پۀ درد نۀ خوري.
غرور یـوازې لۀ پروردګار ذات سرۀ خوند کوي چې زور یې لري نۀ لۀ انسان سرۀ، مړۀ انسان بۀ څۀ وي او غرور بۀ یې څه وي.

نوټ:د ملګرتیا عنوان ډېر ستر تفصیل دی زۀ یې لۀ لیکلو عاجز یم ما یې فقط څو توري ترې ولېکل!
خو کااش عمل پرې وشي اول زۀ بـیا نور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.