اغزن سیم ناول

احمد الله ملک زاده

311
دا ناول مستند ډوله ناول دی مستند ډوله ناول هغه ناول ته ویل کیږی چی د مستندو پیښو او حوادثو پر اساس لیکل کیږی
د دې ناول کرکټره یوه ښځه یا هم یوه انجلی ده مریم او د هغې کورنۍ مور پلار او کوچنی ورور یی
مریم د دې ناول کرکټره ده او د نارینو تر څنګ ښځینه هم راغلي چی پی وروسته بحث کوو
پدی ناول کې کیسه ډیره ښه ترتیب شوی ده په ناول کې کیسه تر ټولو ډیره مهمه وی
ځکه همدا د کیسې ښه والی وی چی د لوستونکو تلوسه او هیجانی دي ته ډیروي چی دا کیسه یا ناول ژر تر ژره وګوری او پای یی ومومی
د کیسې بیانوونکې مریم ده دې په دی کیسه کی لومړی شخص ځان ښودلی او دویم شخص یی د دې مینه یا هم وحید ښودل شوی دی او دریم شخص  د دې کورنۍ ښودل شوی ده
دلته پدی ناول کې پلاټ هم ښودل شوی یعنی دا ښودل شوی چی د دوی له کورنۍ سره څوک څه کوی او ولی یی کوی د دې مور ته خلګ په کوم نظر ګوری مریم ته په کوم نظر ګوری خو د هغوی په ځواب کې دوی هیڅ هم نه شوای کولای ځکه دوی د بل چا په لاس کې ول او بله دا چی د زیبا له کورنی سره څه وشول او ولی وشول او داسی نور٠
تلوسه هم په دی ناول کې زیاته وه
تلوسه یا تجسس یا هم هیجان د مریم هغه خبری چی د دې له کورنۍ له غړو سره وشول د لوستونکی تلوسه زیاتوی چی بعداً څه وشول د زیبا د کورنۍ له غړو سره څه وشول د هغې له پلار سره مور سره یی دا ټول د تلوسی اثر دی چی لوستونکی دی ته اړ کوی چی ژر تر ژره دا ناول پای ته ورسوی او ځان پوه کړی چی اخیر څه شوی دلته د اندیښنی پرلپسی زیاتول د انسان تلوسه زیاتوی چی مریم به ویل چی د ټایرونو په منځ کی به یی اچلوم دلته د لوستونکی تلوسه زیاتیږی چی بعد څوک مړه کیږی او څوک ژوندی پاتی کیږی
منظرکشی هم پکی استه
مننظرکشی په دوه ډوله ده
طبیعی په دی ناول کې لکه ونو غرونه سپوږمې سیند اوبه او ځمکی ته اشاره شوی ده
او تولنیزی منظرکشی ځینی بیلګې دادی کورونه کلي ښارونه ودانۍ سړکونه باغونه او داسی نور
دا ناول په لومړیو کې يو څه عشقی ناول ښکاریدو خو وروسته چی د دې د مینه په کیسه هیڅوک هم نه ول خبر ان هغه وحید یی
وروسته هغه پیښی چی دوی ته د خارج تللو په وخت کی رسیدلی وی مستند ډوله ناول معرفی کړ
پدی ناول کې هغه پیښي چی یوه کورنی یی سره پاش پاش کړه هغه بیانوی او هغه وخت پاش پاش کیږی
کله چی دوی دوی له خپل هیواد څخه بهر وځی او د لاری سختی د دی سبب کیږی چی زوی او میرمن یی د مریم ورور او مور له لاسه ور کوی
هغه بی عزتی لوږي تندی سختی خو لا مه حسابوه
او پلار یی هم د عمر په قید زندان ته ولیږی او په پای کې د همدی سختیو په لیدلو سره مریم ته هم سرطان کیږی او مړه کیږی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.