طالبانو په هلمند کې د موسيقۍ آلې سوځولي

229
7 ساعتونه مخکې

په هلمند ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو د موسیقۍ آلې او د موسیقۍ اوريدلو وسايل سوځولي دي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، په وروستيو کې په موټرو کې د موسيقۍ اورېدل ممنوع کړي دي.

په هلمند ولایت کې د طالبانود اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا په یوې خپرې شوې اعلامېه کې راغلي چې دغه وسايل د يو نیم کال په موده کې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د خلکو له خوا د کارولو پر وخت ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوه اعلاميه کې راغلي چې د دغه وزارت «محتسبانو د اميرالمومنین د فرمانونو د تطبیق او د دغه وزارت د سپارښتنو په موخه د کابل ولایت پر لویو لارو د کنټرول پوستې جوړې کړي دي.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې محتسبان په دغو کنټرولي پوستو کې له موټرچلونکو څخه غواړي چې د موسیقۍ له اورېدو او خپرولو ډډه وکړي.

ډيری شنونکي په دې آند دي چې طالبان ورځ تر بلې پر خلکو د لا ډېرو ټولنیزو محدوديتونو په لګولو سره خپل اصلي مسئوليتونه هېر کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه، محمد هاشم دانش، دوېچه ويله ته وويل چې طالبان باید په حاضر وخت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج موضوع د خپل کار لومړيتوب وګرځوي.

د آرشیف انځور - طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته د موسيقۍ اورېدل او خپرول بند کړي دي
د آرشیف انځور – طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته د موسيقۍ اورېدل او خپرول بند کړي ديانځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

هغه زیاته کړه: «لومړيتوب دا دی چې خلکو ته د کار او ښځو ته د تعلیم برابرولو فکر وشي. په اصل کې دا اولویت نه دی چې تاسو هره ورځ موسیقي وانه ورئ او یا دا او هغه وکړئ. دا چې د امر بالمعروف مامورين دغه محدودیتونه د وسلې په زور په مسجدونو او مدرسو کې تحمیلوي، د حکومت دنده نه ده.»

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د موسيقۍ اورېدل او خپرول حرام ګڼلې او هغه ېې ممنوع کړي ده.

له څه باندې دوو کلونو راهيسې چې طالبان په واک کې دي، په افغانستان کې د موسیقۍ غږ نه اورېدل کیږي. په سلونو هنرمندانو خپلې د موسیقۍ آلې خرڅې کړي او له افغانستانه یا وتلي او يا ېې شاقه کارونو ته مخه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د موسیقۍ آلاتو ته اور اچوي. تر دې مخکې هم د افغانستان په نورو ولایتونو، له هغې جملې له هرات څخه هم د طالبانو له خوا د موسیقۍ آلاتو د سوځولو رپوټونه ورکړل شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.