د هلمند چارواکي د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوه کس د ځانوژنې خبر ورکوي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وايي، دغه کس محمدنعیم نومېږي او د لښکرګاه ښار د طالبانو نمرو اوسېدونکی دی چې اوس یې په یوه سوداګریز مارکېټ کې دوکانداري کوله.
د محمدنعیم ګاونډیان وايي چې هغه پرون له لمانځه وروسته د هټۍ دروازې په ځان پسې وتړله او امنیتي ځواکونو یې بېګاه اته بجې په هټۍ کې جسد وموند.
د نوموړي کورنۍ وايي چې له هېچا سره یې هېڅ ډول ستونزه او دوښمني نه لرله.
ریاض زیاتوي چې د پېښې لامل تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو امنیتي مسوولان یې په اړه پلټنه کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.