دیوي دقیقې مدیر ناول ته لنډه کتنه

اسد الله رسولي

312
دا کتاب دوو امریکایي لیکوالانو بلانچارد او سپنسر جونسن لیکلی دی او د یوي ښکلي کیسي بڼه لري. مرکزي کرکټر یې یو ځوان دی چې له نورو مدیرانو او له نورو کارکوونکو سره مرکي کوي او د مدیریت اصول تري زده کوي. دی ځیرک او هوښیار زلمی دی چي د خپلي بریا دلټولو لپاره له ډیرو مدیرانو سره ویني، لکه دولتي اشخاصو، دلویو شرکتونو مدیرانو، دپوهنتونونو ریسانو، د بانګونو مدیرانو او…. ځوان چې د هر مدیر د کار دفتر ته داخلېږي دا پوښتنه کوي چې څه فکر کوې ته څه ډول مدیر یي؟ ددې پوښتني ځواب ډیرو مدیرانو یو شان ورکاوه او چندان توپیر يي نه و. مدیرانو ورته ویل: زه خدمت کوم، مشوري کوم، ننګ او ملاتړ کوم، انسان دوسته یم ، او د دوی د خبرو اندازه له کبره ډکه وه. او د ځینو یوازي سازمانونه په زړه پوري وو٠ ځوان له داسي مدیرانو سره ولیدل چي  سازمانونه یې بریالي وو خو کارکوونکي یي ناکام. د ځینو بیا کارکوونکي بریالي او  سازمانونه یي ناکام وو. ځوان به قوي او بریالیو مدیرانو پسي ډیر ځایونه لټولي وو خو یوازي دګوتو په شمیر یي قوي مدیران پیداکړي وو. یو ورځ ځوان د یوه مدیر د بریا او قوت کیسي وارویدې، دی  د خپلي څیړنې لپاره مدیرته زنګ وهي چي دلیدني وخت یي واخلي٠ ځوان او مدیر په تیلفون کي په خبرو شول ځوان پوښتنه ځیني وکړه چي کومه ورځ کولای شي دپوښتنو لپاره له مدیر سره وویني؟ مدیر ځواب ورکړل په همدي اوني کي هر وخت راتلای شي بي دچهارشنبي له سهاره. ځوان موسکی شو فکر یي وکړ دا مدیر دنورو غوندي نه دی. ځوان له ځان سره وویل دا څنګه مدیر دی چي دلیدلو لپاره  دومره زیات وخت لري. ځوان دمدیر کاري دفترته ور ننوت، مدیر کړکي ته ولاړ دی او بهر ګوري. ځوان ټوخی وکړل مدیر مخ راواړوه ده ته یي ښه راغلاست وویل. له کښیناستلو وروسته د ځوان او مدیر ترمنځ پوښتني پیل شوي؛ ځوان پوښتني کولي مدیر ځوابولي٠ له ډیرو پوښتنو وروسته مدیر ځوان ته وویل هسي مي وخت مه ضایع کوه٠ زه دوخت ضایع کولو لپاره نه یم ناست. زه ددي لپاره  ناست یم چي پایلي لاسته راوړم٠ په دي وخت کي ځوان بله پوښتنه وکړه:  تا مخکي وویل چي زه ګډون پلوه مدیر نه یم نو ته څنګه مدیر یي؟ مدیر ژر ځواب ورکړ: زه ساده د یوي دقیقي مدیر یم. ځوان ددې خبري په اوریدو حیران شو، ځکه چي دا خبره یي تر اوسه نه وه اوریدلې ویي ویل: وبښئ څنګه دیوي دقیقي مدیر یي؟ مدیر ځواب ورکړ: زما خبري تر ٢٥٠ کلمي زیاتي نه دي او  ٢٥٠  کلمي په یو دقیقه کي پای ته رسوم. زه خپل کارکوونکي په یوه دقیقه کي پو کوم په یوه دقیقه کي یي هڅوم او په یوه دقیقه کي لاښونه ورته کوم.
 د یوي دقیقې  مدیر یو سیاسي ناول دی. ځکه چي ځوان ټولې خبري له مدیرانو سره په سیاسي مسایلو کوي او د خپلي بریا د لټولو لپاره خپلي خبري له مدیرانو سره غځوي. دیوي دقیقي مدیر کیسه په مخاطب یا دویم شخص باندي روانه ده یعني ( ته یا تاسي ) باندي ټوله کیسه روانه ده٠ په کیسه باندي مو مخکي زیاتي خبري وکړي چي یو ځوان د مدیریت داصولو زده کولو لپاره له مدیرانو سره خبري کوي او مدیریت اصول ځیني زده کوي.
 پلاټ: دیوي دقیقي مدیر له یوي کیسي څخه بله کیسه را زیږیدلي ده یعني مخکیني پیښي له راتلوونکو پیښو سره ارتباط لري. پلاټ یي یو منظم پلاټ دی ځکه چي په پېښو کي یي کمزوري او جلاوالی نه لیدل کیږي ټولي پیښي یو له بله سره تړلي دي.
  تلوسه: دیوي دقیقي مدیر دکیسي تلوسه دومره خوږه او روانه ده چي په لوستلو سره لوستوونکي ته دا احساس ورکوي چي ژر تر ژره نوره کیسه ولولي.
د کیسي پای: ځوان دخپلي سیاسي خبري له مدیرانو او کارمندانو سره رواني کړي وي ځوان په ډیرو ادارو وګرځید، له ډیرو مدیرانو سره یي خبري وکړي. غوښتل یي چي د یوي اداري کارکونکی شي٠ خو ځوان د خپلو هیلو دپوره کولو لپاره دیوي دقیقي مدیر او کارکونکو له لیدو وروسته دیوي اداري کارکونکی شو٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.