اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۶۰ ميليون يورو مرسته کوي

310

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو له پاره ۶۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دغه پیسې به په هیواد کې د مرستندویه سازمانو په اختیار کې ورکړل سي.

له دغو مرستو څخه باید هغه کسان هم برخمن سي چې له پاکستان څخه د اجباري ایستلو د بیري بیرته خپل ټاټوبي ته ستنیږي. لکه څنګه چې د اروپايي اتحاديې کمیسیون د سه شنبې په ورځ اعلان کړی، دغه پیسې به په هیواد کې مرستندویه ټولنو ته ورکول سي. پر دې سربیره به یو میلیون یورو په پاکستان کې د بشری مرستو سازمانونو ته هم ځانګړي سي.

د اروپايي ټولنې کمیسیون له خوا ويل سوي چې له افغان کډوالو سره د مرستو ترڅنګ به ددغو پیسو یوه برخه په افغانستان کی د اکمالاتو له بحران او د زلزلې د عواقبو په له منځه وړلو کی مرسته وکړي. ددغه هیواد بشري حالت ته چې په اوس وخت کې طالبان پکښي حاکم دي، د یوه ناورین په سترګه کتل کیږي. د اولس ډیره برخه د لوږې له ګواښ سره مخامخ ده.

په اوس وخت کې هره ورځ په زرو افغانان له دې ویرې چې له پاکستانه به په اجباري ډول وایستل سي بيرته خپل هیواد ته ستنېږي. مرستندویه ټولنو دې ته پام رااړولی چې ډیریو هغو کسانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یې هیواد پرې ایښی، اوس هلته هیڅ هم نه لري. سربیره پردې د ژمي په درشل کې د یوه بشري اضطراري حالت د رامنځته کیدو په هکله هم اندیښنې موجودي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.