دا کوچنی ناولېټ اروښاد نصیر احمد احمدي په دوه زره نهه کال کې لیکلی چې تقریبا د پاڼو شمېر یې تر سلو رسیږي.
د دې ناول کیسه داسې ده چې په یوه دره کې د بهرنیو ځواکونو (امریکایانو) او طالبانو تر منځ جګړه رامنځته کیږي. د ناول په پیل کې لولو: “په یوه سپیره دره کې، د پوځیانو دری خړ موټر روان دي، ځای ځای ودریګي او حرکت کوي، ناڅاپه د ماشینګنو د ډزو ازانګې خوریږي، دره سپیرې دوړې پر سر اخلي، او د یوه پوځي موټر مخې ته توغوندی لګېږي او ورسره سم په غره کې، د الله اکبر نارې زور اخلي. لاندې ویرجنو کوکو د درې څخه چوپتیا واخېسته، عسکرو د تېږو شاته مورچلې ونیولې. جګړه په شدت روانه وه او د مشینګنو یا وسلو له خولو څخه اورنو سرې رڼاوې کولې، په دغه وخت کې دوه هلیکوپترې را غلې، په لویه دره کې چوپتیا خوره شوه، د هلیکوپترو په راتګ سره عسکر په تیښته بریالي شول، خو کله چې مقابل جګړه وال دغه ځای ته ورځي، د دوی له ډلې څخه یو یې په خاورو سپیره ټوپک، بل توپانچه پېدا کوي، په دغه وخت کې بل کس چې سپین پټکی او سرې زلفې یې وې، چیغه کوي: هې وینه وینه!
لږ شېبه وروسته بیا ډزې پیل شوې، له لاندې څخه یو غږ راځې: کافره ده، مرداره یې کړه.!
دغه وخت کې یوه نجلې ویني چې له عسکر پاتې ده او په سپیرو خاورو ککړه.”
وروسته دغه نجلۍ شیرګل چې یو کوچی دی خپلې خیمې ته بیایي او هلته یوه بوډۍ او بله د شیرګل خور وي، چې بوډۍ کوچۍ ورسره نا سم چلند کوي. په یوه ناوړې رسئ یې لاسونو کلک تړي، ورځې تیریږي خو دوی ورسره هماغسې چلند کوي، یو ورځ په خیمه کې څوک نشته،یو ککړ ماشوم چې پښې یې له ککړ وروڼي څخه را وتلې وې.
دې ماشوم ته یو غونډل ورځې،دغه نیول شوې نجلۍ هڅه کوي چې ماشوم وژغوري،خو لاسونه یې شیرګل داسې کلک تړلي چې هیڅ یی له وسه نه وو پوره،غونډل ماشوم ته له ککړې بړستنې،ور د ننه شو نجلۍ بیا هڅه کوي خو هیڅ چاره نه لري.
وروسته بوډۍ را خبروي او د نجلۍ تر خولې پښتو کلمې را وځي، په دغه وخت کې شیرګل او خور یې هم راځې،بوډۍ وایې ته مسلمانه یې،نجلۍ هو زه مسلمانه او د افغانستان یم نوم مې ماریا دی،ژوند مې ټول امریکا کې تیر کړی،او عسکري زده کړې مې هم امریکا کې کړې،وروسته له دې چې شیرګل او کورنۍ یی پوهیږې چې د ماشوم د ژغورلو هڅه یې کړی،ورسره سم چلند کوي،دشیرګل خور ورته کوچیاني جامې ور اغوندي.
بلاخره د شېرګل مینه له دې نجلۍ سره پیدا کیږي، د کورنۍ وضیعت یې هم ورسره ښه کیږي او دا هم لکه یوه پیغله کوچۍ داسې بریښي. خو یوه ورځ دا هر څه بدلون کوي. د بهرنیو ځواکونو الوتکه راځي، د نجلۍ سره یوه اله ده چې دوی یي پرې پیدا کولی شی. اخر الوتکه کښته کیږي، نجلۍ ورځي او شیرګل له شا منډې پسې وهي او په چیغو ورپسې ژاړي.”
د دې ناول حجم کوچنی دی، تلوسه یئ دومره زیاته ده چې لوستونکی سر نشي ترې جګولی.
صحنې یې دومره ښې انځور شوې دي چې لوستونکی خپل ځان پکې احساسوي او داسې فکر کوي لکه دا هر څه چې له ده سره کیږی.
کرکټرونه یې متحرک او روان دي.
ژبه یې ساده او روانه ده، پیل منځ او پای یې ډېر ښه سره اوبدل شوي او په ټوله کې یو بهترین ناول دی چې په لوستلو ارزي.
پای
Comments are closed.