د مرستندیانو خبرداری: افغانستان د ناورین پر لور روان دی

238
22 ساعتونه مخکې

د کله راهیسې نه چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا واک ته رسیدلي دي، داسې معلومیږي چې نړیوالو له افغانستان څخه خپله توجه اړولې ده. خو دغه هیواد له بل هر وخت څخه اوس مرستو ته ډیره اړتیا لري.

په هرات ولایت کې تر شدیدې زلزلې یوه میاشت وروسته مرستندویه سازمانونه د دغه هیواد د بشپړ سقوط ویره لري. ملګري ملتونه د یوه «بې ساري ناورین» خبره کوي او د کاتولیکانو مرستندویه سازمان  میسیریور (Misereor) بیا خبرداری ورکړی دی چې افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي. سربیره پر دې د روانې ماشتې له پیل راهیسې له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان مهاجرو اخراجیدلو وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر اوچا (OCHA) وویل چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د کله راهیسې نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي په دې هیواد کې لوږه او د ښځو ځپل ډیر زیات شوي دي.

دغه هیواد لکه د وروستۍ زلزلې طبیعي ناورینونو پر وړاندې بې وسه دی. د ژمې په درشل کې هم ډیر شمیر خلک مجبوره دي چې په خیمو کې ژوند کولو ته دوام ورکړي، بې له دې چې د سوړ ژمي په مقابل کې د ځان ګرم ساتلو وسایل او د څښلو پاکې اوبه ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر (OCHA) ټینګار وکړ چې «افغانستان د یوه بې ساري بشري ناورین په درشل کې ولاړ دی. دلته د یوه ستر بشري ناورین او په بشپړ ډول د سیستم د پاشل کیدو خطر موجود دی.»

د دغو بحرانونو په سبب د هغو لاسته راوړنو د لمنځه تللو خطر موجود دی چې د طالبانو واک ته له رسیدو مخکې په تیرو ۲۰ کلونو کې دغه هیواد ترلاسه کړي وو. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې د دغه هیواد نږدې ۳۰ میلیونه وګړي یعنې دوه پر دریمه برخه د نفوس مرستو پورې وابسته دي یا ورته اړتیا لري.

میسیریور خبرداری ورکوي چې د منځني ختیځ په څیر د اوسنیو بحرانونو له کبله باید نور بحرانونه لکه افغانستان له یاده ونه ایستل شي. د میسیرور مشر پرمین شپیګل، کاتولیکي خبري آژانس (KNA) ته وویل «مونږ ځان د خپلو شریکانو پوروړي ګڼو چې بیا بیا یې هغه څه ته پام را وانه ړوو، کوم چې له پامه غورځول کیږي.»

په ورته وخت کې مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چې له پاکستان څخه د اخراج شوو افغان مهاجرو په ورتګ سره وضعیت لا زیات خراب شوی دی.

د کاریتاس مرستندویه سازمان عمومي مشر اولیور مؤلر وویل چې راستنیدونکي هیڅ هم نه لري، نه په کافي اندازه پاکې اوبه شته او نه هم خوراکي توکي. نوموړي غوښتنه وکړه: «مونږ د دې ډراماتیک بیړني وضعیت په پام کې نیولو سره، باید دغه خلک یوازې پرې نږدو.»

د نومبر له لومړۍ نیټې څخه باید ۱،۷میلیونه هغه افغان مهاجر چې قانوني اسناد نه لري له پاکستان څخه ووځي. د پاکستان حکومت وایي چې افغان مهاجر له ترهګرۍ سره د مبارزې اقداماتو پروګرام په لړ کې اخراجوي.

 د مرستندویه سازمانونو په حواله همدا اوس په سلګونو زره خلک د افغانستان په سرحدي سیمه کې بند پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان له پاره د مالتیزه انټرنیشنل سازمان استازي مارکوس هاکه، وایي ویل کیږي چې ډیري دغو کسانو د طالبانو له ویرې پاکستان ته پناه وړې وه. هاکه وویل دا به مشکله وي څو وویل شي چې آيا بیرته ستنیدونکي به په افغانستان کې په امن کې وي او کنه نه.

هاکه وویل: «په هر حال مونږ پوهیږو چې د افغان کډوالو په ټولنه کې له تعقیب او اقتصادي بدبختۍ څخه ویره مخ پر پراخیدو ده. د ژمي نږدې کیدو دغه ویره لازیاته کړې ده».

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.