۳/د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور

 آصف بهاند

215

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌‌یوویشمه برخه

 

د ایراني اخوند له لاسه

د زړه پر سر مې سل پولۍ ولاړې دینه

 

پاکستاني ظالم له لاسه

پرسره اور ناست یو د وطن ارمان کوونه

 

پر خپل وطن مې کبر کړی

پردي وطن لکه د مالگې ویلې کړمه

 

پردی وطن، پردۍ غږونه
د پردیسۍ وخت په خوارۍ کې تېرومه

د ظالمو گاونډیانو د ظلمونو او جفاگانو په باب څو نوې لنډۍ:

گوزران سخت شولو ایران کې

شړل، شړل دي اوس به خپل وطن ته ځونه

 

د ایراني اخوند له لاسه

د زړه پر سر مې سل پولۍ ولاړې دینه

 

د ایراني پولیس له لاسه

پرټولو ډډو مې تغمې ـ تغمې خاپونه

 

پاکستاني ظالم له لاسه

پرسره اور ناست یو د وطن ارمان کوونه

 

خلکو به وې چې وروولي ده

اوس یې د برید له کرښې دې خوا اړوینه

 

پر خپل وطن مې کبر کړی

پردي وطن لکه د مالگې ویلې کړمه

 

له کور بهر وتلی نه شم

پنجاب ظالم دی مخامخ مې جېل ته وړینه

 

هلته بندیز، دلته بندیز دی

لاره مې ورکه ده پر کوم خوا مخه کړمه

 

تورخم بولدک په ژړا وایي

نه وو لیدلي کله موږ دومره ظلمونه

 

خپله دې خاوره خپل دې واک دی

راځه چې پرېـږدو د پردي وطن عیشونه

 

پردی وطن، پردۍ کوڅې دي
د بیلتون شپې دي، په سلگو یې تېرومه

 

پردی وطن، پردۍ غږونه
د پردیسۍ وخت په خوارۍ کې تېرومه

 

غله دي ډاکوان دي، خلکه گورئ

پـاکـستاني پـولـیس جـیـبـونــه لـوټــویــنــه

 

کورونه وران مال یې تالا شو

د اسلامي ورولۍ دغه وي حالونه

 

له ډاره غږ کولای نه شي

که چا څه ووې، بیا یې ځای وي زندانونه

 

اوس په‌کی ته خوشحاله اوسه
له پـېـښور مې کډه بارکړه ورنه ځمه

 

اوس چې هرڅه کوې کوه یې

د تا وطن ده، زه به ډکې سترگې ځمه

 

خدایه دا یوسوال مو قبول کړه

جنت وطن ته مو راپرېنږدې غمونه

 

شونډې مې وچې، وچې کېـږي

د کډوالۍ ژوند کې مخ چا ته واړومه

 

ښه ده چې خپل وطن ته راغلم

پردي وطن کې به پولیسو کشکودمه

 

د څو کلو خواري مې لاړه

پولیس چې غله شي، بیا به چا ته کړو عرضونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.