ملګري ملتونه: له پاکستانه تر اوسه له ۳۲۷ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

236

UN

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

BBC-Pashto

ملګري ملتونه وايي، تر دې دمه له پاکستانه ۳۲۷ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان په وینا له دې ډلې څه باندې ۸۲ زره یوازې د نومبر له لومړۍ تر اتمې په یوه اوونۍ د سپین بولدک او تورخم له لارو بېرته افغانستان ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې وايي ښايي تر راتلونکو اتو میاشتو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شمېر ۸۰۰ زرو ته ورسېږي چې د بیاستنېدنې پر مهال به د دوی مرستو ته اړتیا ولري.

پاکستان کې هم چارواکو په راتلونکو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د چټکولو خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ او د روغتیا نړیوالې ادارې د دغو لوړ شمېر بیا ستنېدونکو حالت ته د رسېدنې لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه هم کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، د کډوالو دغه لوړ شمېر بیاستنېدنې هلته د سرچینو، وړتیاوو، سرپناه او بنسټیزو خدماتو محدود امکانات له لا ډېر فشار سره مخ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډانېل اېنډرېس ویلي، هغه امکانات چې دوی لرل وار له مخه يې د زلزله ځپلو په واک کې ورکړي.

“د دوی ډېری یې په ډېر بد حال دي. دوی تر دغه ځایه را رسېدو لپاره په ورځو انتظار ایستی وي. ما له ډېرو راستنو شوو سره خبرې وکړې، ګڼ يې په افغانستان کې کور نه لري په داسې حال کې چې ژمی په څو اونیو کې را رسېږي.”

ښاغلی ېنډرسن زیاتوي‌ “بله ننګونه په هرات کې د یوې میاشتې وړاندې ستره زلزله ده. ټولې خېمې، کمپلې او د مرستې توکي چې موږ په دغه هېواد کې لرل هغه مو د دغې زلزلې اغیزمنو شوو ته ورکړل.”

UN

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د اوچا دغه چارواکی وايي‌ “موږ ته له هر څه مخکې د ژرمهالې حللارې موندل مهم دي چې نقدي مرستې ورسره وکړو او خواړه او اوبه ورکړو. دا به ټولو ته ستره ننګونه وي په تېره بیا ښځو او ماشومانو ته. “

د روغتیا نړیوال سازمان هم اټکل کړی چې تر راتلونکو اتو میاشتو ښايي څه کم اته لکه بیا راستنېدونکي افغانستان ته د ننوتو دروازو کې مرستو او لاسنيوي ته اړ وي.

دغه سازمان د کډوالو د ورته لوړ شمېر لپاره څه کم لس مېلیونو ډالرو بسپنې غوښتنه هم کړې چې تر اوسه يې یوازې څه کم یو مېلیون ډالر تر لاسه کړې.

دغه سازمان د نوامبر له لومړۍ نېټې تر اتمې د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته له ۸۲ زرو ډېر کډوال ثبت کړي چې ۴۷ سلنه يې ښځې دي.

پاکستان له پرونه له هغه هېواده د افغان کډوالو د لړۍ چټکولو په خاطر پر ډېورنډ کرښه د تېرېدو لپاره درې نوي مرکزونه هم جوړ کړي چې یو یې د بلوچستان په کلا سیف الله او دوه نور یې په چاغي ولسوالۍ کې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به لا پسې چټکه کړي.

UN

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عکس تشریح،د افغانستان د ختیځ ننګرهار په تورخم کې کډوالو ته جوړ شوی لنډمهاله پنډغالی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي وړمه ورځ ویلي وو چې اوس هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال له دغه ایالته بېرته ستنول کېږي خو دا شمېر به په راتلونکو ورځو کې تر ۱۵۰۰ لوړ شي.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې د دوی په وینا د بې اسنادو کډوالو له ایستلو وروسته به اسناد لرونکي کډوال هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

دا ټول داسې مهال دي چې افغانستان ته له ایرانه هم هره ورځ لږ تر لږه له دریو زرو ډېر کډوال بېرته ورستنېږي چې د ژمي په راتګ سره يې د دوی د حالت په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.