ګرانو اومنلو ژبپوهانو

 ډاکتر ماخان مېږی شینواری

306

ګرانو اومنلو ژبپوهانو هیله ده،  چې په غور ولولي

د موږ ستونځې د خپلې ژبې له ژبلار یا ګرامر سره

موږ په پښتو ژبلار (ګرامر) کښې ډېرې ستونځې لرو. ما په خپلو کتابونو کښې و دې ته په اړونده ځای کښې ګوته نیولې، خو داسې لند به یې بیا هم له تاسو سره ګډ کړم. ترتیب یې راته غوره نه برېښي.

د سم او ناسم لپاره به لاملونه او څېړنې راوړو، دا به داسې بې له روښانونې څخه منو او هر څه باید په پېژند ولاړ وي، چې دا غوره ده.

یوه اړیینه یادونه: ژبه پيداېښت دی او پیداېښت د ګوتې جګونې له لارې نه کیږي او نه د دې لارې، چې داسې یا هغسې ورسره بلد یو. هر څه باید د پېژند او ښوونې په بنسټ وي.

زه هڅېږم او د تاسو مرستې ته سترګې پر لار باندې.

لومړی: په پښتو کښې بڼه بدلېدنه یا ګردان.

په جرمنې کښې کړونوییونه، نوموییونه او خویوییونه بڼه بدلوي یا ګردانیږي او خویوییون حګیږي، خو په پښتو کښې کړنوییونه بڼه بدلیږ او دا نور دوه یې نه بڼه بدلیږي یا د پسېځاینییو چګېدنه د بڼه بدلېدنې له لارې نه کیږي.

ایا بدیل یې شته او که نه؟

هو! دا چې ژبه پیداېښت دي، نو باید پښتو یې هم یو انډول ولري او دا لري، چې روښانه به یې کړو.

لنډ یې راوړو. ډېر لنډ:

Verbenکړنویي  (auch als Tätigkeitswort, Tuwort oder Zeitwort bekannt)  ( کړنویي یا بوختوالي وی او همداسې  وختويي په ګوته کوي)، چې د غونډالې بوختوالي شی څه کوي او ځان د کسانو، ګڼ او وختبڼې سره یې په پای کښې څه کیږي، چې دا یې بڼه بدلون یا کنجنکشن  یا ګردان بلل کیږي. یا دا لاندې بیا:

Verb ورب( لاتین verbum temporale، مهالوی یا وخت اړوند وی یا لنډ: وی) وختوی، کړنوی، بوختوالي وی د یوه ويډول له پاره د ورځنې (traditionellen ) ګرامر یا ژبلار مسلکي ویینه (افاده) ده، چې یو بوختوالی، یوه پيښه یا یو حالتوی په ګوته کوي او ویونه په بر کې نیسي لکه تلل، خوړل، الوتل او نور. یا

پیژند: کړنویونه په خپله دنده کې د یوې غونډالې یو منځنی پرېدیکات جوړوي، چې په خپل ګردچاپیر یا چاپېریال کښې نور ټول توکي تنظیم کړي. هغه د موضوع د رول یا دندې جوړونه ټاکي او هغوي د مهال، مودال ( د کړنې له  څنګوه –والي –  یا حالتونوسره سراوکار لري. د ما په لیکنوکې ګوته ورته نیولشوې) اسپکتوی ( ژبلاریز وی دي، چې د یوه حالت وختځای په ګوته کوي) بوختوالی او نورو معلوماتو، … ټاکونکي دي.

یوګن یا ځانله: ۱ . کس: زه ځم. ۲ . کس: ته ځې. ۳ . کس: هغه ځې.
Plural (Mehrzahl)

ډېرګڼ یا نه ځانله: لومړي کسان: موږ ځو. دویم کسان: تاسو ځۍ. دریم کسان: هغوي ځي

۱ – کړنوییونه: په کړوني حالت کښې د یوګڼ لپاره. زه ځم، زه لاړم، ته ځې، ته لاړې…

خوړل: زه خورم، ما و خوړل، ته خورې،تا وخوړل، هغه خوري، هغه(هغې) وخوړل. یا – وخواړه.

د ډېرګڼ لپاره: موږ خورو، تاسو خورۍ، هغوي خوري او نور.

۲ – خویویی(صفتAdjektiv ) د موږ ژبپوهان ورته ستاییننوم وایې، چې ناسم دی. دلته به یې وګورو:

خویوییونه په الماني او فارسي کې بڼه بدلیږي یا ګردانیږي، چې دا جګېدنه بلل کیږي. فارسي او درې به یې ولیکو: سفید، سفیدتر، سفیدترین.

په پښتو کښې موږ سپین لرو او نوره جګېدنه یې پر داسې یوه ژبلار باندې نه شته، خو پوښتنه دا ده، چې ایا په پښتو کښې یې یو اڼدول ( او که بدیل؟) شته؟

سمه پوښتنه به یې داسې وي:

ایا په پښتو کښې هم دا خويوییونه جګېدنه لري، جګېږي او یا جګېدی شي؟

هو! انډول یې هرو مرو شته. پیداېښت پوره دی.

لرو: سپین. جګېدنه یې: ډېر سپین، خورا ډېرسپین او نوره جګېدنه یې زښتډېر سپین.

د موږ د ژبپوهانو ستونځې همدلته دي، چې دوی دا جګېدنه نه لیکي او ناسمه لار یې ورته غوره کړي، چې و پیداېښت ته څوک لار نه شي غوره کولی، لکه

دوي لیکي: تر ټولو سپین. که د تاسو اجازه وي، نو دلته به یې هغه ډېره کارول شوې غونډله ولیکم.

 لیکي: ،،سږ کال تر ټولو ډېر غنم شوي دي.،،

دلته دوه ناسمونونه ګورو یا دا غونډاله سوچه بوچه ناسمه ده:

ا – دا ،،تر ټولو،، سوچ بوچ یا بېخي په ژبه کښې څه شی، چې سم وي، نه شته.

ب – دا تر ،،ټولو ډېر،، دوي د خویویي  ،،ډېر،،  د جګېدنې لپاره لیکي، خو ډېر، خورا- یا زښتډېر نه لیکي، چې ژبلاریزه جګېدنه یې ده.

یادونه: اوس به وګورو، چې دا ستایننوم مناسب او یا موخه ور دی او که خویوی؟

که ووایو، چې ګلاب ښه سړی دی، نو له دې سره د ګلاب ستایېنه وشوه او دا ستایېنه یې په ،، ښه،، سره وشوه، نو ګورو، چې دا ښه یې ستایېنویي یا خویویي دی. او د هغې غوڼدلې سره یې ستایېنه وشوه، چې له دې امله دا یوه ستایېنغونډله یا خویغونډله ده.

بله بېلګه: ،،تر ټولو درانه هوایي برېدونه…،،

دلته هم همهغه پورته لیکنه باوري ده: ،، تر ټولو،، څه نه شته او ،،درانه یا دارنده،، خوی ویي دی، که غواړۍ ستایېنویي، خو نه ستایننوم.

نو جګېدنه یې بایدڅنګه وي؟

په پښتو کښې د خویوییونو جګېدنه په ډېر، خورا ډېر اوزښتډېر سره کېږي.

خویوییونه او خوینومونه. دا دوه بېل څه دی. نوم او خوي یا که غواړۍ صفت ( په عربي نه پوهېږم، چې په عربي کښې به صفت څنګه پېژند ولري؟).

بېلګه: زیرک کاکا زیرک انسان دی: ګوره دا یوه ستاین- یاخویغونډله ده، د زیرک خوی لرودنې له امله، چې زیرکوالی یې ستایل کیږي. بیا: زیرک کاکا خوینوم او زیرک خويویي دی.

توپير یې سره کېدی شي او څنګه؟

هو!

که جګېدنه ورسره راتلله، خو خویویي دی او که نه؟، نو خوینوم دی.

بېلګه او روښانونه یې:

د ما یو تره وو( لوي څښتن دې وبخښې) ما ،،تور کاکا،، ورته ویل یا باله او له ما پسې نورو هم.

ته نه شي ویلی، چې ډېر- ، خورا – ، یا زښتډېر تور یا تور کاکا.

تور چې نوم نه وي، بیا همهغه ورسره بلده جګېدنه لري. ټور، ډېر-، خورا–، زښتډېر تور.

ځنېی ستاینوییونه لکه سوچه رنګونه یو بل ډول جګوال یا ښه یې: ژوروالی هم لري، لکه تکسپین، تکشین او نه تکبرګ یا تکجګ، دا په دې پوهېدنه، چې دا ډول ژوروالی یا که غواړۍ، جګېدنه ټولیزه نه ده او هم داسې ستاینوییونه شته، چې هغه هېڅ جګېدنه نه لري، لکه بلاربه او مړ.

بیا دې دا یادونه هم وي: د پښتو جګېدنه په بل ډول نه کیږي، لکه تر ټول دېر انګور یا یو بل څه باندې دا جګېدنه پر بل ډول باندې نه شټه.

۳ – نوموییونه:

دلته به د ښه او اسانه روښانونې لپاره د نومونو پر ځای باندې نومځاینیوي راوړو.

 موږ دا نومځاینیوي لرو:

زه،ما، ته ،تا، هغه، هغه، موږ، تاسو،هغوۍ یا دوي

 دلته پرته له یوګڼ څخه، د نورو ټولو، ښه یې ډ ډېرګن نومځاینیوو لپاره همهغه یو نومځاینیوي شته یا لرو.

ګورو دا یوګڼ ما،تا، هغه، هغې یې د تېر وخت د کړوني په حالت کښې. پورته په غونډلو کښې روښانه شو.

که موږ د الماني نومځاینیوي را واخلو او له پښتو سره یې پرتله کړو، نو په پښتو کښې داسې یوه رڼه لار ورته نه شته او دابه پوره فکر ته اړتیا ولري. بنسټیزې ستونځې مو همدلته دي.

— موږ په الماني کښې د ګرامري یا ژبلارد څلورو حالتونو لپاره لرو ، چې دا بیا اړونده نومځاینیويي لري.

Ich، mein، mir، mich

نومیز، جینیتیو، داتیو، اکوزاتی

موږ دا په لاندې توګه داسې د پرتلې لپاره روښانه کوو، چې په مدې توګه د څنګوالي کارونه هم روښانه کوي:

الف ۱ ـ Ich gehe زه ځم، زه لاړم او …

الف۲ – Ich esse, ich habe gegessen زه خورم، ما و خوړه.

یادونه: دلته ګوره یواځې د لومړي حالت په تېر حالت کښې ،،ما،، راځي.

ب – د پرېکړونې یا نه کړوني څنګه والی:

ب ۱ – زه ووهلم، ما وهې.

د لته ګوره دا ما د اوس مهال د پرېکړوني دی او زه د تېرمهال د لومړي په څټ.

پ – Mein Buch  د ما کتاب: دا د خاوندوالي حالت دی.

   ت- له ما څخه Von mir دا په الماني کښې داتیو څنګهوالی باد پۍېځاینیوو څنګوالی دی، چې وروسته به په حالتونو کښې نور هم روښانه شي.

 ت – دا چې پښتو اېرګاتیو ژبه ده او کموتاتیو حالت نه لري، نو په دې حالت کښې د الماني څنګوه والی، د پښتو د بېلابېلو حالتونه يه څېر راځي:

ټ۱ – هغه ما وهې Er schlägt mich

د لته ،،ما،، پښتو پرېکړونی څنګه والی دی.

 ټ ۲ ـ Nas Buch ist fü mich    کتاب د ما لپاره دی

دلته د ،، د ما،، د پښتو خاوندوالي حالت دی، خو نه دځانله ،، ما،،.

په پورته کښې ګورو، چې ،، ما ،، په لومړي ب کښې یواځې د تېرمهال لپاره راځي، دا په دې پوهېدنه، چې د هغو کړنوییونو د تېر وخت لباره، چې کړنه پر یو څه باندې و سرته رسیږي.

ګورو چې په الماني کښې د حالتونو اړوند نومځاینیوي ګردانیږي یا بدلیږی او که بڼه بدلیږي

پسېځاینیوي.

د ځای، مهال، نومونو او شیانو په منځ کې د اړیکو څرنګوالي باندې خبرې کوي، نو له دې امله اړیکویونه هم ورته ویلی شو

پوستپوزېشن د غوښتنې حالت سره سم یا د پوهېدنې سره سم ټولګیزاو ډلیزکیږي

پوښتنې ته په ځواب کې،، وچیرته؟،، ( ( یو) شی وچیرته ایښودل شوی؟ یو شی وچیرته خوزښت کې دۍ؟ ).

د دې کارونه هم په حالتونو او بیا د خاوندوالي او داتیو یا د پسېځاینیوو حالتونو دی.

دا د بېلګې په توګه د خاوندوالي په حالت کښې ،، لپاره، لخوا …،، .

په داتیو یا د پۍېځاینیوو حالت کښې:  څخه، سره …. دي.

څنګه والي یا وحالتونو ته څه اړتیا لرو؟

د څنګه والي  یا حالت په مرسته پوهېږو، چې نوم/شينوم په غونډله کې  کوم رول غوره کوي یا نیسي او په کوم ،، نسبت،، (اړوندوالي یا په اړیکو کې ) د غونډالې د نورو وییونو سره ځای نیسي یا کارول کیږي. بې له څنګه والي یا حالت څخه به ډېرې غونډالې نه پوهېدونې یا هکپکونکې برېښېدی یا برېښيږي.

دا د یوه پوهنتوني پوهنیزه لیکنه نه ده، د ښوونځي ساده لیکنه ده.

په خواشینۍ باید ووایم، چې په پښتو کې زه د داسې لیکنو سره مخامخ نه شوم او یا مې ځنې لیکنې، چې لوستلې، داسې راته برېښېدې، چې ګوندې په پښتو ژبلار کې د یو دوه نورو موضوعاتو په څنګ کښې دا هم نه ده څېړلشوې. د ما د پښتو ګرامر لیکنو په اوږدو کې سړی هرو مرو د هر پوهنیز څه سره مخامخ کيږي.

لنډ بیا:

– څنګه-والی یا حالتونه:

پېژند: پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده، دا په دې پوهېدنه، چې نومیناتیو او اکوزاتیو نه ده.

په پښتو کښې موږ دوه حالتونه لرو:

رېکتوس او اوبلیکوس: پروت او ولاړ ژبلاریز حالتونه، چې ما کړوني او نه کړوني حالتونه نومولي.

یو: لومړی حالت کړونی:

موږ دلته د هر کس لپاره دوه نومځاینیوي لرو، چې زه، ما او … دي، د ډېر ګڼ اپاره موږ، تاسو، هغوي دي.

دندې یې: زه ځم، زه لاړم آو …. زه خورم، ماوخوړه،…. دا د ماپه م ک خورشوي کتاب کښې شته، چې له کتابتون.کوم څخه را کښته شوي.

دوه- دویم حالت نه کړونی: دا درې حالتبرخې یا حالتونه دي.

دوه ۱ – پرېکړونی: دلته د کړوني حالت نومځای نیوي په یوګڼ کښې ځایونه بدلوي او بس:

کړونی: زه وهم ( اوس وخت). پرېکړونی یا نه کړونی:  زه ووهلم (ټېروخت). پرېکړونی: ما وهې(اوس وخت). کړونی: ما وواهه ( تېر وخت). نور ډېرګڼ یې همهغه يو ډول دي.

 دوه۲ – د خاوندوالي حالت. د ما کتاب، د ما کور.

دوه ۳ – داتیو یا د پسېځاینیوو حالت. بېلګې: له ما(تا، هغه، موږ…) څخه(سره، کره، پسې)، پر ما(تا، موږ… ) باندې. ترما(تا، موږ، تاسو…) پورې.

دا حلتونه نه کړوني حالتونه دي، دلته د نومځاینیوو له ډلې ،، ما،، راغلی او د ،،ما،، دنده دلته د کړونی نه ده.

دا چې ،، ما ،، کړونی دی، نو دلته  څه شوي – د ژبلار سره سم یا په بنسټ-، چې په دې حالتونو کښې یې ،، ما ،، هم  د خاوندوالي او هم د داتیو حالت اړونده نومځای نیوي وي یا نومځاینیوي شي یا اړونده پوهېدنه ولري؟

دا چې ژبه پوره ده، نو دلته باید روښانه یو څه وي، چې د نومځاینیو د بڼه بدلون یاګردان ځای یې نیولی وي.

د مختکیه اړ او ځانیز نومځاینیوو پرتله کونه:.

د دې لپاره چې دا ښه روښانه کړی شو، نو یو پېژند به راوړو:

مختکیه اړڼومځای نیوي:  لکه را، در، ور او پسې تکیه-اړنومځاینیوي: مو، دې ، يې.
د دې پوره پېژندونه او نورې روښانونې د ما په کتابونو کښې  کتلکېدی شي

– موږ لرو: ( را، در، ور )(څخه، سره، کره، پسې، باندې، کښې او).

له دې نورو سره یې پرتله کونه:

– (له ما، له تا، له هغه) ( سره، څخه، کره،پسې)

دلته نو اوس څه لرو؟

( را، در، ور )(څخه، سره، کره، پسې، باندې، کښې او) =

(له ما، له تا، له هغه) ( سره، څخه، کره،پسې)

له دې څخه به ولرو:

( را، در، ور )= (له ما، له تا، له هغه).

له دې څخه به وپوهېږو، چې د ،، له ما، له تا، له هغه،، سره، دا په دې پوهېدنه، چې د ،، له ،، سره د ،، ما،تا، هغه،، پوهېدنه د کړوني حالت څخه د ،، له ،، مورفېم له لارې بله پوهېدنه وروړل شوه ( دا مو په کتاب کښې شته، چې دا له، به، پر، و، تر…) پوهېدنوړونکي مورفېمونه دي او دا هغه الماني نومونو او نومځاینیوو د بڼه بدلېنې  یا ګردان انډول دی.

ګرانو ژبپوهانو د موږ ستر ناسمونونه همدلته و منځ ته راځي، چې پوره فکر او غور غواړي.

زه غواړم دا په زغرده ووایم، چې په رښتیا ژبپوهان راباندې ګران دی، دوی دې، چې دا ژبه یې دومره ګرامري – هم د خپل توان پورې –  ژبلاریزه کړې، خو ژبه مو ځوانه د پوهنې و ډګر ته راوتلې، ستونځې شته او هغه اوبی غواړی. د دې ستونځوبیو لارې به سره په ګډه لټوو.

زه به په دې اند شم، چې په دې هکله چا کار نه دی کړی یا کار نه دی شوی او د دې اند پایله به هم دا وي، چې څوک ورباندې نه پوهېږي، نو راخۍ، چې یو له بل سره مرسته وکړو او ژبه مو ژبلاریزه یا ګرامري سمه او معیاري کړو

یادونه: موږ وویل، چې په پښتو کښې نومونه یا ښه یې نومځاینیوي نه بڼه بدلېږي او خویوییونه هم هغه د درې یا الماني پر څېر باندې جګېدنه نه لري. دا بڼه بدلېدنه باید د نومغزونې سره، چې په اخري توري یا بل سافېکس سره غزیږي.

د بېلګې په توګه: ښځه، ښځې، سړی، سړي، چې دا یوګڼ یې و ډېرګڼ ته له سافېکسونو ،،  ې او ي،، سره وغزېده. موږ پهژبه کښې د ډيرو ژبلاریزو کلمو سره بلد نه یو، نو له دې امله د ناسمونونو سره مخامخ کیږي.

بیا دا هم: د حالتونو مورفېمونه لکه له، په، پر، و او تر پوهنوړونکي دې، دا په دې پوهېدنه، چې دې د حالتونو و نومځاینیوو ته اړونده پوهېدنه وړي، چې د الماني اندول دانومځاینیوي پوهېدنه واخلې او پسېتړلي یا سافېکسونه د بنسټوي پوهنغزوونکيدي. لکه –تیا، -والی یا په دې نارینه او ښځینه نومونو کښې د یېګانو یا یو بل څه ورزیاتول یا په کړنوییونو کښې هغه بدلېدنه لکه خورو، خورې، خوري او نور.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.