م م: د افغانستان اوسني واکمنان باید د بشري حقونو مکلفیت ومني

235
حسین سیرت | شبنم الکوزۍ/ دویچه ویله

23 ساعتونه مخکې

ملګري ملتونه وايي طالبان باید په افغانستان کې د بشري حقونو ژمنې ومني او ملاتړ یې وکړي. خو طالبانو له نړیوالو فشارونو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو له برابرولو سره موافقه نه ده کړې.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د ۷۵مې کلیزې په مناسبت یوناما یا “په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي” په افغانستان کې له واکمنو ډلو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له خوا د ۱۹۴۸ کال د سپټمبر په ۱۰ مه تصویب شوه او افغانستان یې د تصویب ملاتړ وکړ.

که څه هم د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو مخکې د بشري حقونو د ارزښتونو د رعایتولو ژمنه کړې وه، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې له واکمنۍ راهيسې په لویه کچه بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې او محدود کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال ټینګار وکړ چې د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې، ټول انسانان ازاد زیږیدلي او مساوي کرامت او حقوق لري. او د افغانستان اوسني واکمنان باید د همدې اصولو پر بنسټ له خلکو سره چلند وکړي.

افغانستان چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې یو له تصویب کوونکو څخه دی، د خپلو اختیاري او اضافي کنوانسیونونو او پروتوکولونو په ګډون د بشري حقونو له مهمو نړیوالو سندونو سره یو ځای شوی دی. نو ځکه د نظامونو بدلون د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې د نه مراعاتولو دلیل نه شي کیدای.

د دې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل: « زه غواړم اوسنیو چارواکو ته یادونه وکړم چې افغانستان د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون غړیتوب لري چې د نړیوالو قوانینو یوه لازمي برخه ده. او افغانستان په دې کې تاریخي رول لوبولی دی.»

اوتونبایوا زیاته کړه «اوسني چارواکي دواړه قانوني مکلفیت لري او د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې ژوند کوي د خپلو بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې مسئولیت لري.»

په دغه بیانیه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته د امنیتي وضعیت له ښه کېدو او د وسله والو جګړو له کمېدو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن دی. د بیان له مخې “د اوسنیو چارواکو د بشري حقونو ریکارډ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی د سیستماتیک تبعیض نښه ده چې د ورځني ژوند له ډیری اړخونو څخه محروم دي.”

یوناما ویلي چې د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو محدودیتونو د لګولو سربیره، د غیر قضایي وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، په خپلسري توقیفونو او د بندیانو له حقونو څخه د نورو سرغړونو دوسیو ثبتولو ته دوام ورکوي.

د یوناما د دې اعلامیې له مخې، په ځانګړې توګه هغه ښځې او نجونې چې د بشري حقونو څخه دفاع او خبرې کوي، له خپل سرو نیونو، شکنجې، ګواښونو او سانسور سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر په دې بیان کې ویلي: «د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسي حال کې لمانځو، چې موږ د بشري حقونو هغو افغان مدافعینو ته چې ډېری یې د بشري حقونو د ساتنې لپاره درنه بیه پرې کړې، درناوی کوو. د نړیوالې اعلامیې بنسټیزو اصولو سره، موږ بشري حقونه لکه سوله، عدالت او ازادي ادا کوو او پیوستون څرګندوو.”

د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه د افغانستان له اوسنيو واکمنانو څخه کېږي، چې د بشري حقونو ډېر ارزښتونه نه مني او په دغه هېواد کې حاکم قوانين يوازې د اسلامي شريعت پر بنسټ په خپل تعبير سره پلي کوي.

څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د څلورو ښځینه فعالانو پر نامعلوم وضعیت اندېښنه وښوده. دغه فعالانې د طالبانو له خوا بندیانې دي چې د هغوی د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.