منظور پښتېن وايي زندان کې ورسره زور زیاتی شوی

193
محمد اسماعیل شاکر/ دویچه ویله

2 ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر اوه ورځني بند وروسته د پنجشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شو. د نوموړې نېول کېدو ته په خواله رسنیو کې هم کلک غبرګون ښودل شوی.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM  مشر د پنجشنبې پر ورځ د ترهګری ضد محکمې ته وړاندې کړای شو.

په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې منظور پښتین داسې مهال محکمې ته وړاندې کیږي چې لاسونه یې ولچک شوي. هغه د یوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا زور زیاتی ورسره شوی، وویل: «هو زور زیاتی شوی، خو زور زیاتی پرېږده که په اتومي بم هم کېنول شوم، له خپله دریځه نه په شا کیږم.»

د انجینر احمدزي په نوم د اکس خواله رسنۍ یوه کارن پر خپله اکس پاڼه د منظور پشتین ویډیو خپره کړې او د رحمان بابا په یوه شعر یې د نوموړي دریځ ستایلی دی.

منظور پښتین له خپلو پلویانو غوښتي چې د پاکستان حکومت پرضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د ترهګری پرضد محکمه کې د قاضي د پرېکړې پر بنسټ، به منظور پشتین په قضايي توقیف کې پاتې وي.

د هغه وکیل رسنیو ته ویلي چې تمه ده راتلونکې دوشنبه په ضمانت خوشې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هغه مهال ونېول شو، کله چې نوموړي غوښتل د بلوچستان پرلت ته وینا وکړي. د بلوچستان پولیسو ادعا کړې چې د منظور پښتين  پلویانو پرې ډزې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.