منظور پښتین: زه يې په يوه تنګه کوټنړئ کښې ساتلې وم

383
زه يې په يوه تنګه کوټنړئ کښې ساتلې وم. تکليفات وو خو په بندي خانه کښې هم داغه ژوند وي نو … پروانه يې نه کړم. ايډوکيټ صيب! نن صبا د تاريخ د انقلابي شخصياتو د ژوند او مبارزې کتابونه لولم. يو کتاب مې د چيئرمين ماو په سياسي جدوجهد ولوستلو. د معاشي او طبقاتي سوال په تفصيلاتو مې بيخي سر خلاص شو. د قام د پاره د جيل او بند سختئ ما د پاره هيڅ ګرانه خبره نه ده ….هر تکليف تيرولو ته تيار يم … مونږ د ډار په ورځ نه يو پيدا … بهر مې ژوند ډير مصروف وي او د ژور سوچ موقع نه ملاويږي. په جيل دننه راته فکري يووالې په لاس راشي.
ملګري دې بيشکه چې احتجاجونه کوي خو زه غواړم چې ورسره ورسره تنظيمي يو والي او آرګنائزيشن جوړولو ته اهميت ورکړل شي. پکار ده چې کلي په کلي او کوڅه په کوڅه بنيادي تنظيمونه جوړ کړل شي او بيا دا هم ضروري ده چې پښتنو زلميو ته سياسي پوهه او شعور ورکړل شي……. بايد چې په دا موضوعاتو پوهه خلق ليکل وکړي چې د عالمي سياست په منظرنامه کښې پښتون ولس په کوم مقام ولاړ دې؟ د کومو ستونزو سره مخامخ دې؟ او په دې جديد سياسي دوره کښې د پشتون افغان د خلاصون لاره څه ده؟
يو بل ته احترام ولرئ. د ټولو پشتنو دردونه او زځمونه يو دي. د نورو پشتنو وطن دوسته ملګرو سره د اخلاص په اصول اشتراک وساتئ . د چا د سپکو په ځواب کښې سپکې مه وايئ .خپل کار ته توجو ورکړئ. په پي ټي ايم کښې د پښتون اولس دومره ګنړ شمير شرکت او ملاتړ دا ثابتوي چې خلق په پي ټي ي ايم مطلق اعتماد کوي.
( د اوه۷ ورځي پوليس جسماني ريمانډ نه پس پرون د منظور پشتين په ATC عدالت اسلام آباد کښې دننه د وکيلانو او ملګرو سره خبرې اترې او ملګرو ته پيغام.)
۱۴-۱۲-۲۰۲۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.