وخت

رڼا زرمتۍ

327

د بړستنې له پاسه یې راته پښه ښوروله، «هله! جګه شه، اته بجې دي، ناوخته ده.» مور مې وه. له خوب نه ډکې سترګې مې موښلې او ارږمی مې هم ایسته:- دغه ده جګه شوم. مور مې له کوټې ووتله او ما خپل بالښته ته مخ واړوه، ته به وایې مقناطیس یې درلود بېرته یې ځان ته وغوښتم، ما هم د ۱۵ دقیقو په نیت په ځان بړستنه واچوله. ثانیه راته تېره نه ښکارېده چې په غوږونو مې یو غوسه ناک غږ واورېده: «بېګاه مې چې ویل نوره نه ځمه خو راته ټینګه وې، چې ژبه به زده کوې او اوس بیا د ځواني په خوب داسې ویده یې، چې ویښېدای نه شې.» د بالښته لاندې نه مې مبایل واخیست، صفحه مې ورته روښانه کړه؛ ۸:۳۰ وې.
– وئ! دا خو سم ناوخته شوی!
بړستنه مې له ځان نه لرې کړه او له تخت نه ښکته شوم. مور مې له دواړو غومبورو نه ونیوله، ښه مې ورته وښورول:- چورت دې مه خرابوه. تر څو چې ته چای څکې زه ځان تیارومه.
د المارۍ په دروازې باندې لګول شوې هېندارې ته ودرېدم، ځانته مې سر نه تر پښو ولیدل:- ښه ده چې بېګاه مې د خوب کالي نه و اغوستي، کنه هغه به مې لا کار را سخت کړی و؛ دا کالي مې هم خیرن نه دي، بې له هغه هم چپنه پرې اغوندم.
المارۍ کې مې سترګې په ځوړند شنه ټیکري ولګېدې:- ډېر وخت کیږي سر ته مې نه یې نږدې شوی. راځه نن به ته د دباندې سیل وکړې.
له کوټبند نه مې ټیکری را ښکته کړ. هېندارې ته مې ټیکری په سر ښه برابر جوړ کړ. د سپین غمي والا ستنه مې په ټیکري کې کلک وټومبه تر څو مې ټیکری د شمال پر وړاندې بایله ونه مني. ښه چې خلاصه شوم یو نظر مې بیا ځانته ولیدل:- وی، وی! له دې شین ټیکري سره خو سم د حسن اورونه بلوې، هههه.
د مور آواز مې لوړ شو «شاباس! شپې ته به لاړې شو، لا وخته ده! هېڅ تلوار مکوه.» ژر مې خپل مبایل را واخیست او پخلنځي ته ننوتم. لاړمه د مور څنګ ته مې مېز سره پر څوکۍ کښېناستم: اوهوو! څنګه ښکلې ښکارې. اوس دې راته په نظره نکړي.
مور:- هو، دا ګونځې مخ به مې نظر کیږي. ژر، ژر دې هګۍ خوره چې بس بیا له موږ نه ځي.
وړانګه:- ته خو پخپل ښایست نه پوهېږې. صنف کې له ټولو نه ته ځوانه ښکارې.
مور:- مقصد زه هغه پورته تمځای ته پدې خوږمنه ملا منډې نشم وهلی. زه چې ستا دې خسنېدو ته ګورم نو نن مو تلل نکيږي. دا کابل نه ده چې د کوڅې په هر سر کې مې چې زړه وي بس ته وخېژم، دلته خو بس درته دوه دقیقې هم نه معطل کیږي. که تمځای کې وې ښه، که نه وايي په مخه دې ښه.
د چایو پیاله مې تشه کړه. مور ته مې وویل: ته در وځه زه مې دغه په هګیو ککړ د ګوتو سرونه پرېمینځم در وځم.
زموږ له کوڅې نه یوه کوڅه پورته د بس تمځای و. دواړو مو خپل ګامونه ګړندي کړل او له ښو طالعو نه مو بس په نږدې تمځای کې لنډ را ونیو.
بس کې خاموشه خاموشي وه. د بس له ښیښو نه په شنو ونو کې واړه، واړه کورونه داسې ښکارېدل لکه ټول چې سره همزولي وي، په یوه اندازه او یوه بڼه ول. خپل منزل پیدا کول پکې سخته کار و. مور مې ویل: «که ووایم چې دا کورونه تش دي نو غلطه به نه یم ځکه ته ګوره هر څو قدمي کې پارکونه شته خو د لوبو لپاره پکې ماشومان نه لیدل کیږي. لکه یو بڼ چې له ګلانو ډک وي خو د ښکلولو لپاره ورباندې پتنګان نه وي. اصلا ددوی ژوند کې شور نه دی پاتې. یو بل سره تېرولو لپاره دوی وخت نلري. ځکه خو زه وایم، دلته هر څه شته خو خوند نشته؛ زموږ وطن کې دا هر څه نه و خو خوند و، شور و.»
بس هم لکه سرګردانه مسافر کوڅه په کوڅه ګرځېده خو څوک ورسره همسفر کېده نه. ایله چې په تشو کوڅو کې لږ خلک را ښکاره شول. مور مې ویل :«څنګه چې بس دې (Dandenong) ډنډینانګ بازار ته ورسیږي نو زړه مې یو څه تازه شي. داسې فکر کوم لکه کابل کې چې یم. ګوره د افغانانو دې نانوایي ته، څومره اوږد کتار ورته درېدلی؛ هغه ورځ دې چې ورور ډوډۍ راوړه ویل یې ټیک نیم ساعت ودرېدم تر څو نوبت راته ورسېده. فکر ونکړم چې کوم افغان کم له کمه په میاشت کې یو وارې دلته رانشي.» همدې ځای کې بس ته سوارلۍ هم پیدا شوې. په یو وارې د ترکاري له مارکېټ نه یوه ډله هر یو له ترکارۍ نه ډکو خلطو او کراچیو سره بس ته را وختل څوک چیناییان ول، څوک ایرانیان ول، څوک هندوان ول؛ ډول ډول خلک را پورته شول او بس له شور نه ډک شو. مور مې وویل: «بې ځایه خو نه وایي چې ځای په خلکو ښکلی کیږي.»
مور مې سرې بټنې ته لاس اوږد کړ بس نږدې تمځای سره ودرېد او موږ ترې پلي شوو.
شاوخوا ته مو لیدل، ګڼه ګوڼه وه، د چا لنډ د چا اوږد کمیس، د چا پټ سر د چا خلاصې زلفې، د چا ګرد کمیس د چا لوڅې پېنډۍ، له هر ټبر له هر ښار نه د افغانانو بازار سره خلک تر سترګو کېدل.
لاس کې مې مبایل ورېږدېده، صفحه مې ورته روښانه کړه په مخ یې پیغام راغلی و. ساعت مې پکې ولید ۱۰:۰۰ بجې وې. مور ته مې وویل: هله نو ګامونه دې ګړندي کړه.
د ګڼو موټرو له سړک نه د فرعي سړک پلي لارې ته واوښتلو. موږ مخکې او بازار شا ته پاتې شو. ښي خوا ته مې د موټرو پارکېنګونه ول، کتار کتار موټرونه راتلل او د سترګو په رپ کې ټول ځای له موټرو نه ډک شو. له دې ټولو نه تورپوستي را ښکته کېدل. سړیو یې درېشۍ او ښځو یې لنډ او اوږده کمیسونه اغوستي ول خو ټولو په رنګ تور اغوستي ول. ښه د جګو بیو عطرونه یې وهلي ول. له څنګ نه به مې چې تېرېدل نو د عطرو خوشبویۍ به یې زما ورمېږ ځان پسې کوږ کړ. کیڼ لاس ته مې یو ډېر غټ له ونو ډک ځای و. د ونو ښاخونو یې نوې غوټۍ کړې وې، ټول ښاخونه یې د هغو لرګیو له سرو را ځوړند شوي و چې د پلي لارې خوا ته یې لکه برابر لنډ دیوال درولي ول. په ونو کې پټ، لږ لرې یو تعمیر و. د هغه پورته حصه مثلثي بڼه درلوده بیا د هغه په سر باندې یو غټ سپین رنګ صلیب بند و. دې ټولو تورپوستو د کلیسا په دروازه کې یو بل سره روغبړ کاوه او بیا به کلیسا ته ننوتل. مور ته مې وویل:- دا دومره وخت موږ فکر کاوه چې دا کوم باغ دی یا کوم بل څه دي خو دا خو لکسې کلیسا ده ځکه هغه ګوره. هلته یې صلیب بند دی او دوی هم ټولو یو رنګ کالي اغوستي نو کېدای شي کوم مراسم به لري.
مور مې ویل: «دوی به خپل کار کوي موږ به خپل کوو. ځه چې ځو.»
مخ پورته روان شوو او دوی مو شاته پرېښودل. یو کوڅه پورته د دوو کورونو تر منځ چې شاوخوا یې د لرګیو دیوال نیولی و د تورې پنجرې والا لنډه دروازه وه، دوو څنګو ته یې لنډ دیوالونه ول چې حویلۍ ترې روښانه برېښېده. څنګه چې ور د ننې شوو، ښي لاس ته د ماشومانو لپاره یو وړوکی پارک و، تر څو د هغوی تنده پرې ماته شي. بلې خوا ته مو د ګلانو پټی و. د ګلاب بوټی پکې دومره ګڼ، جګ او ډک شوی و چې ټول ګلان یې پر ځمکه پراته ول. همدا مخامخ لاره مو ونیوله لږ وړاندې ترې چپ شوو. مور مې خپلې غاړې صافې کړې. د ټولګي دروازه یې خلاصه کړه، په لوړ غږ یې وویل: «Good morning» ټولګي کې ناستو ځوانو او زړو ښځو له ښوونکې سره یو ځای وویل: «Hello» تر دې مخکې چې هغوی خوله ستړې مشي ته جوړه کړي ښوونکې وویل: «جور استی، کوب استی، ختم، ګوش، That’s it, now listen» ټولګي کې ټول په خندا شول. دوه سترګې یې تختې او ښوونکي کې ونیولې. زه هم لاړم د صنف له آخر نه مې له رنګه خړه څوکۍ را واخیستله او د لومړي کتار د مېز څنګ کې مې مور ته کېښودله. خپله لاړمه د ټولګي آخر کې یو ګوټ کې کښېناستم.
ښوونکې زما د سترګو په شمار څه نا څه ۲۵و کسانو ته پاڼې ووېشلې. ددې لپاره چې هغو پاڼو کې زده کوونکي څه ولیکي، نو د هغوی د پوهولو لپاره یې، هر څه په سپینې تختې باندې په تور رنګ ولیکل. (Teacher’s name, Student’s name, Class name, Class day, Class Time) دې لپاره چې ددوی ښه سر پرې خلاص شي، د هرې کلمې د معنا لپاره یې له اشاروي ژبې نه کار اخیست. کله ځان ته، کله دوی ته او کله به یې ټولګي ته ګوتې نیولې وې.
ډېره تکړه ښوونکې ده. د وروځو په منځ کې له کوچني خال نه یې برېښي چې هندوه ده خو د انګلیسي په څنګ کې یې له زده کوونکو نه د دري ژبې ځینې کلمې هم زده کړي. تل دا ټوکه کوي: «تاسې به انګلسي زده نه کړئ خو داسې ښکاري چې زه به له تاسو دري ژبه زده کړم.»
پس له اوږدې تشریح نه یې مخ زړې ښځې ته واړوه ددې له وجې چې هغه ډېره لویه وه نو ښوونکې هم ورته خاله ویل. « خاله بُګین» خاله به کله ښي او کله چپ لوري ته کتل بیا به یې حیران، دریان سترګې په ښوونکې کې نیولې وې. هغې به ورته په لاسو د ویلو اشاره کوله او د خاله به سترګې له خندا نه سره ننوتې. د سترګو شاوخوا ګونځې به یې ډېرې شوې. خپل ګلابي ټیکری یې خولې ته نیولی و او حیران دریان به یې سترګې وغړولې چې څه ووایي. نشو، آخر له مخې څوکۍ نه یوې غنم رنګې ښځې چې له سر نه یې کلک حجاب تاو کړی و؛ ورته مخ واړوه بیا یې وویل: «عاقله» پس له هغې نه خاله هم ښوونکې ته وویل «عاقله» ښوونکې له نورو زده کوونکو سره یو ځای په خندا شوه او خاله ته یې وویل «نام فراموش هوګیا؟» خاله بیا له خندا شنه واوښتله او درنه په خپل ځای کښېناستله.
استادې زما مور کې سترګې ښخې کړې. له خندا نه مې د مور ټول ځان رېږدېده او په سر یې د نه پوښتلو اشاره کوله خو ښوونکې ترې وپوښتل: «What is your name?» مور مې لاس په تندي وسولوه. د ټول ټولګي دې ته پام و. په ډېرې سختۍ یې وویل: «My name is Jamala.» یو وار د ټولګي فضا له چک چکو ډکه شوه. بې اختیاره مې خوله جینګه شوه. مور مې ځان ته ډېره خوشاله وه او له هغې هم زه، ځکه څه نا څه مې د وړوکوالي هیله پوره شوې وه.
ښوونکې لاړه تر څو نورې پاڼې دوی ته راوړي نو له ما نه یې غوښتنه وکړه، تر څو هره یوه که کومه ستونزه لري ورسره مرسته وکړم. زه هم له ځای نه جګه شوم، زده کوونکو ته نږدې ورغلم. هرې یوې به راته ویل: ته ګوره ما سم لیکلی؟ د یوې سر ته ودرېدم. کتابچه مې ورته ولیدله. یوه کلمه یې د کیڼ لوري له لومړي کرښې نه پیل کړی و او په دریمه کرښه کې یې خلاصه کړې وه. ما ورته وویل:- سم دې لیکلي خو کوښښ وکړه چې ټول په یو کتار کې ولیکې. هغې په چپ لاس خپل اوربل ټيکري کې پټ کړ او په ښي لاس یې ټیکری ورباندې مخ ته راوړ. خوله یې خبرو ته جوړه کړه:- «وی بچیم. در ای چهل سال عمرم بار اول است که قلم به دست ګرفتیم.» له خپلې خبرې وشرمېدم خو ورزیاته مې کړه:- هر چه به کوشش به دست میایه خاله جان. له څنګ نه یې بلې راته وویل: «راشه دا زما هم لږ وګوره. کران (قرآن) که ورباندې خبره یم چې څه مې لیکلي خو ته یې یو ځلې وګوره.»
ما ځان ور نږدې کړ:- وه ترورې ځينې توري دې خوړلي.
خپلې عینکې یې له قطۍ نه را وباسلې، په سترګو یې کړې. په سپین لاس کې یې د فېروزې غټه ګوته وه، کله به یې ورباندې ځان ته کله به یې تختې ته ګوته نیوله: «ویش له دې چښترمړي عینکو سره بلده نه یمه. رکې روغې سترګې مې وې، چې دلته راغلم بس کمزورې شوې. اوس مې لرې نظر سم نه لګیږي. ته یې راته دلته ولیکه بیا به یې زه ستا له مخې سم ولیکم.» د ترور په زړه مې کار وکړ.
له لومړي کتار نه یوې هندوستانۍ مخ راواړوه، وېښتان یې شاته په یؤ لاشتک تړلي و د مخې پېکی یې ګړګوتي او ډېر لنډ و ځکه خو یې د تندي تر نیمی پورې رسېده. ماته یې کړه: «Can you help me?» نږدې ورغلم. خپله بله کتابچه یې راته وښودله تر څو ورته په ډاګه کړم چې فعلونه یې سم کارولي د وخت په حساب او که نه. کتابچه مې ورته لیدله، ځينې غلطۍ مې ورته سمې کړې بیا مې په اردو کې ترې وپوښتل:- آپ نے اسکول میں انګلیش نہیں سیکھی هی؟ هغې راته سترګې پورته کړې، د لاس ورغوی یې د زنې لاندې او ګوتې یې په غومبوري پورې سریخې کړې وې راته یې ځواب راکړ: «میراایک بڑا بھائی تھا اور وہ بہت سخت تھا، اس لیے اس نی همارا پڑھانا کلاس۶ کی بعد بند کروادیا. پهر میری شادی ہوئی اور می یہاں ایی، پهر ګهر سمالا،بچی سمالی اور کام کیا؛ ابی اپنی لی یی وقت نکال تهی هوں اور یها اتی ہوں.» سر مې ښکته واچاوه. ویلو ته راسره څه نه و خو په دومره پوهه شوم چې دا تریخ درد یوازې زما د خاورې نه دی.
مور څنګ ته مې ورغلم، لیدل مې چې له تختې نه توري سم را نکلوي او که نه. لاسونه یې رېږدېدل له لیکلو نه یې ډېر په پاکولو وخت تېرېده بیا يې سر پورته کړ او ویې ویل: «نکيږي. ما نه درس څه غواړي.»
تر څنګ ټولګیوالې یې وویل: «کوشش کو میشه بخیر. زیاد اګر یاد نګرفتی کم خو یاد میګیری.»
مور مې مخ ورواړوه یو اسویلی یې وکېښ بیا یې وویل: «اګر در وقتش ما را به درس می ماندن حالی از هر طرف بالای ما مشکلات بار نمی بود.»
خاله کریمه د منلو په ډول سر وښوراوه: «اه. در او وقت میګفتن که دختر را چه به درس. دختر باید از کار خانه پوره باشد.»
مور: «دقیقا! ما هم نشستیم هیچ صدا بلند نکردیم حالی که از چشم ها ضعیف و از پا ها مانده شدیم، آمدیم که یاد بګیریم.»
ددوی دواړو خبرو ته نورو هم غوږ نیولی و، هغوی هم پکې ور زیاته کړه. «خدای دې زموږ مور او پلار وبښي واک به یې زامنو ته ورکړل، هغوی به نورو نجونو ته کتل، نو ددې له ډاره چې څوک موږ ته ونه ګوري بس ښوونځي ته به یې نه پرېښودلو بیا به یې په کور کې هم نه راسره ویل.»
دې خبرو خواشینې کړم. ښوونکې له نوي پاڼو سره ټولګي ته را د ننې شوه او زه بېرته خپل ځای کې کښېناستم خو له ځان سره راته یو سوچ پیدا شو. انسان چې هر څومره لوی شي د خپلې کورنۍ غلطه پرېکړه خپل حق کې نشي هېرولی هغه پرېکړه لکه ناسور زخم غوندې وي چې د رغېدو نوم نه پېژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.