د غزني په ناوه ولسوالۍ کې یوازې یو منځنی ښوونځی فعال دی

208
واحدالله جمعه زاده / پژواک

غزني (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د غزني د ناوې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، د دې ولسوالۍ نږدې ټول ماشومان له زده‌کړو محروم پاتې دي؛ ځکه د ټولې ولسوالۍ په کچه چې شاوخوا ۵۰۰ لوی او واړه کلي لري، یوازې یو منځنی ښوونځی فعال دی.

د ناوې ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدعابد پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شلو کلونو راهیسې یې څو ځلې له ځايي مسوولینو سره دغه ستونزه شریکه کړې خو په خبره یې چې د جګړو له امله به یې غوښتنو ته د رد ځواب ورکول کېده.

نوموړي زیاته کړه، تازه یې د سیمې د خلکو په شخصي لګښت ځمکه پېرلې او هڅه کوي چې ښوونځي لپاره په ‌کې ودانۍ جوړه کړي.

د هغه په خبره: «پخوا به خلکو نه غوښتل پر خپلو ماشومانو زده‌کړې وکړي، اوس موږ خپله غواړو په خپلو نجونو او هلکانو زده‌کړې وکړو، خو که دولت زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړي.»

د ناوې د یوازېني ښوونځي یوه ښوونکي مطیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دې ولسوالي ته په تېرو شلو کلونو کې هیڅ بنسټیز کار نه دی شوی او خلک یې د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ له زده‌کړو هم محروم پاتې شوي.

یو بل ښوونکی محمدعارف له اسلامي امارته غواړي چې په دې ولسوالي کې ورته ښوونځي جوړ او ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

ورته مهال، د غزني ولایت ځايي مسؤولین هم مني چې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې له کلونو راهیسې د ښوونځيو نشتوالي ستونزه پر ځای پاتې ده.

د غزني والي امین‌جان عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونځيو او مسلکي ښوونکو کمښت او نشتوالی یوه افغانستان‌شموله ستونزه ده.

نوموړی په ناوې ولسوالۍ کې د ښوونځيو نشتوالي لامل تېرې جګړې او د پخواني حکومت مسوولینو بې‌غوري بولي.

هغه زیاته کړه: «رښتيا هم د ناوې ولسوالۍ خلک د زده‌کړو برخه کې وروسته پاتې دي چې لامل يې په تېرو وختونو کې جګړې او د تېر حکومت نه پاملرنه  ده.»

د هغه په خبره، د یادې سیمې د خلکو او زده‌کوونکو ستونزې یې له حکومتي مسوولینو سره شريکې کړې او هیله لري پاملرنه ورته وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.