یو هنرمن

عبدالغفور لیوال

297

یو بې‌سیاله استعداد.
یو غږ او یوه هنري نښه
چې موږ څو نسلونو ورسره خندلي یا ژړلي دي.
شادګل،
رحیم‌داد نايي
یا
«د وطن مور» مجروح ځګیروی
د وطن د تمثیل په سپېره ډاګ کې دغه خودرویه ګل، چې د ریدي او ترخې غرني عطر او د ژېړګلي سهارنی خوځون یې زموږ د ذهن په شاړو کې تلپاتې پرېښي، دا ورځې پخپله د خپګان او دردونو له اووه‌سري ښامار سره په پهلوانۍ اخته دی.
زموږ د هنر دغه پهلوان دې خدای د ژوند له دې ډګره لکه مومن خان بریالی راوباسي، چې د هنر له شرینۍ سره یې ارمان پوره شي.
ستاسو هر هېوادوال، چې د ده له هنر سره مینه مو په رګونو کې په غورځنګو ده، معنوي ملاتړ، ملګرتیا او هغه ته اروايي سکون‌بښنه به د دې سپیناوی وکړای شي، چې موږ بې‌هنره ملت نه یو، ځکه د خپلو هنرمنو درناوی پېژنو.
دا ورځې له خپل دغه بې‌سیاله استعداد سره ملګرتیا وکړئ،
هغه ته مینه نذرانه کړئ،
هغه د غم او یوازیتوب د احساس ګړنګ ته له ورپرېوتلو وژغورئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.