!ناکامه هیله

استاد عبدالخالق رشید

484

          دا یوه میاشت کیږي چې زه دلته د اوړي د رخصتیو پرلامل له برلین څخه راغلی یم ، دلته پردغه ساحل باندې اوسم، هرڅه مې هیرکړي یوازې باید آرام وکړم، په هوټل کې مې د کوټې کړکۍ هم د سمندر اوږدو او لنډو ته مخامخ ده ، ټوله ورځ ورته ګورم خوپه دغو لیدومې هم سبړه  نه کیږي راوځم او تر ډیرو پورې دلته او هلته ګرزم او راګرزم او یوازې څپو ته ګورم چې څه چم اوخم اوشوراو شرنګ د ساحل پرلور راځي او دلته بیا ستړې ستومانه ځان وغوړوي  …

په لومړیو کې خومې دومره فکرنه و، خو اوس مې چې رخصتي ترنیمایی اوښتې په دغو ورځو کې هر سهار دلته یو څوک د دغه ساحل د څپو په وړاندې ګورم ، زه یوې او بلې خوا ته وګرزم را وګرزم ، ستړی ستومانه بیرته د ده څنګ ته راغبرګ شم، خو دی لاهم ولاړ وي او سترګې یې یوازې او یوازې د سمندرپه څپو کې کښته او پورته رغړي را غړي … داسې چې زما د ښکالو هم  پروا نه کوي او په خپله کې ډوب تللی وي…

له دوو دریو ورځو را په دیخوا یې زه هم د څو شیبو له پاره په څنګ کې ودریږم ، خودی بیا یوازې دیوې شیبې له پاره زما پرلور را وګوري او بیا بیرته خپل کاته د لوی سمندرد  څپو لمنې ته درانه درانه ورواچوي اوورته ګوري…

  زه ده ته په کتلو کتلوسره ستړی شم، ترې روان شم، خو دی بیاهم نه پوهیږي او نه فکر کوي چې زه یې په څنګ کې یم که نه …. نه پوهیږي چې یوڅوک داڅوورځې دده دا د سمندرپه څپوکې ډوب حالت له لرې څاري  اوڅاري …

زه ترې روان شم ، خودی لاهم ولاړوي، هو، ترډیروپورې ولاړوي ، او یوازې یې دڅپوهسکواوټیټوته سترګو غیږې ورکړې وي، خوزه که څه هم دی نه پوهیږي بیاهم دده له دغه حالت سره خپلې کوټې ځان راورسوم دهوټل په لاندې پوړکې خپله ښه سهارنۍ هم وخورم، له ناستوکسانو،سره اوږدې خبرې وکړم، بیرته چې کوټې ته راننوزم اودکړکۍ پرده پریوه خوا کړم، ګورم چې دی لاهم ولاړوي، لایې هم کاته له څپوسره ځي اوراځي… زه له ځان سره وغړمبیږم ،

–  اوه، دی خوتراوسه پرهم هغه یوه ځای ولاړ دی…

زه نن سهارترناوخته پورې ورته انتظارشوم څومعلومه کړم چې دی ترکله په همدغه حالت کې له څپوسره همداسې ایل وغیل ولاړدی … لمرله لوړو لوړو اوس دسمندرپرسردریدلی وچې دده انتظاراوکاته پای ته ورسیدل،  ده هم د هوټل پر لور رامخه کړه ، اوما ترهغو وڅاره ترڅوچې د هوټل پر لویه دروازه را ننوت، زړه ته مې ورسیده چې ګواکي دی هم په همدغه هوټل کې دی…

***

ورځ مې هم نن ټوله همداسې په دغو اوهغوباندې تیره کړه، ما ښامنۍ ته لږ زر ورووتم، ځکه چې ما غوښتل هلته تر ډیرو پورې کینم، کیدای شي،هلته د ما ښامنۍ پرسرسره وګورو، ماهوډ کړی وچې کله یې ووینم خامخا به ورسره میلاویږم اودده دغه ناسپړلی رازبه خامخا که شونی و را سپړم… هرسهارترختودمخه دلته راتګ… مخامخ له دغولیونیوڅپوسره خپل کاته مل کول…

ښایسته وخت له ماښامنۍ وروته نورهم هلته پاتې شوم، ترنورو شپومې نن ډوډۍ هم ډیره وخوړه، نورپه ناستوناستوستړی شوم، غوښتل مې چې ځان خپلې کوټې ته ورسوم، د رستورانت له دروازې د وتوپه حال کې وم چې له خپلې اووه کلنې لمسۍ اومیرمنې سره په رستورانت دری واړه را ننوتل، په عمرپوځ، لوړقدی، لنډکۍ ږیږه، دمیرمنې یې هم  شرقي ټکري پرسراولمسي په لویدیزدود سمباله خوږه خندنۍ نجلۍ ….

 مخا مخ بفې ته ورغلل ، ډوډۍ یې سره را واخیسته، دری واړه پر یوه میزسره کیناستل، کله چې دوی بفې ته ودریدل ما هم یوڅه نورخواړه په دې خاطرچې له دوی سره ایل  غیل شم دځان له پاره راواخیستل،که څه هم دهوټل کارسونې میرمنې په ځیرځیرراته وکتل خوما یې ډیره پروا ونه ساتله،  کله مې چې ډوډۍ رااخیسته ، زه هم دوی دری واړو ته په مخامخ میزباندې کیناستم،  روغبړمې ورسره وکړ، دوی هم په خورا ورین تندي ځواب راکړ، ځکه خومخامخ ورته کیناستم، خاوند اومیرمنه دواړه په عمرپاخه ښکاریدل، ما ځان وروپیژاند اود خپل راتګ موخه مې ګرده ورته وویله، ما اوریده چې دوی له ماشومې سره په روانه پښتوخبرې کولې، ما چې څه موده په افغانستان کې تیره کړی وه او لږ په ماته ګوډه پښتوپوهیدم ، خبرې مې  ورسره پیل کړې، راته خوشاله شول، او زما پښتو خبرې ښې پرې ولګیدې ، له مایې وپوښتل :

–  د کوم ځای یې ؟

ما ځواب ورکړ،

–  د جرمنی ،

بیا یې په جرمني خبرې راسره پیل کړې :

–  پښتو دې چیرې او څنګه زده کړې ؟

– په افغانستان کې مې  کار کاوه…

– چیرې ؟

– په کندهارکې ،

– څه کار دې کاوه ؟

– عسکر وم ،

زرمې د خپل پتلون پایڅه پورته کړه او خپله مصنوعي پښه مې وروښوده …

–  دا هم په کندهار کې ؟

– هو، افسوس ، هلته دا کارشونی و،

ما لږنوره هم پښه ورته پورته کړه ، او اصلي خبره مې ورته وکړه:

–  زه افغانانو نه یم ویشتلی، پرموږ د امریکایانو الوتکوبمونه واچول، له لسو پنځلسو تنو یوازې موږ دوه تنه ژوندي خو ګوډ ومات پاتې شوو…

  زموږ خبرې اوږدې شوې، دوی ته زه جالب ښکاره شوم او دوی ماته، خو دا راته معلومه شوه چې دوی افغانان دي او کلونه مخکې جرمني ته  راغلي دي، ماشومه لمسۍ  یې سمه صافه جرمنه پښتنه ښکاریده، ان چې ترما یې هم په جرمني ژبه ښې خبرې کولې، دوی له هامبورګه راغلي ول او زه هم له برلین څخه… موږ دواړه د یوې جګړې له  درده درمن شوي وو، دوی له وطنه را تښتیدلي وو او زه بیا د دوی د وژلواو ړنګولوپه خاطرهلته استول شوی وم، ځکه خو مو درد  یو درد و…

زموږ خبرې روانې وې، ماشومې ته خوب ورغی، میرمنې ته یې وویل چې هغه کوټې ته بوځي، خو زه او دی دواړه پاتې شو، په داسې حال کې د چایو پیاله مې ورته ډکه کړه، ورو مې پوښتنه ترې وکړه:

ـ هرسهار د سمندر څپو ته په شیبو شیبو ګورې، کولای شې لامل یې راته ووایې؟

دی وار د واره راته ځیر شواو ترخوله یې راووتل:

– ته څه پوه شوې چې زه هره ورځ د سمندرڅپو ته کتل ننواتې کوم …

– زه دا څو ورځې تا ګورم ، زما د کوټې ګړکې سمندر ته مخامخ ده، زه له هغه ځایه ستا اوږده خوله حیرانتیا ډکه ننداره کوم …

را ته په سوچ کې شو، سترګې کښته واچولې، څوشیبې یې ځان آرام ونیو… راته موسکی شو،

–  زما سمندر خوښیږي، د هغه څپې مې خوښیږي ځکه خو د همدغې لیونۍ مینې په خاطرزه هرکال دلته راځم اوپردغه ساحل باندې هرسهاراوماښام ترډیرو پورې دریږم اود هغو د مستیو ننداره کوم …

که رښتیا ووایم باورخومې پرونه شو، خو د اوس له پاره مې د ده همدغه غه لنډ او ګنډ لامل ومانه …

 شپه ناوخته شوې وه چې زه او دی هم د خپلو خپلو کوټو پرلورو خوځیدواو یوه بل ته مو ښه شپه ، آرامه شپه وویله …

*****

سهار وختي چې لاپه درانه خوب ویده وم ، زما د دوست تلیفون راغی، زما د حال او احوال پوښتنه یې وکړه، ګپ شپ مو سره ولګاوه، مطلب دا چې زما خوب یې د باد وزر کړ، چې خبرې مو خلاصې شوې، لاس مې د کټ له سره پردې ته ور ووړ، هغه مې یوې خواته کړه، سمندرته مې وکتل، چې لا یی اوږدې او لنډې څپې د تیارې له غیږې نه په مستیوسره هڅیدلې او خوځیدې … لاندې ته ځیرشوم چې نوی افغان دوست مې بیا لکه د پخوا په شان د سمندر څپو ته مخامخ ګوري، سره له دې چې تیاره ده خو ماته ښکاري چې پردغه ځای له ده پرته بل څوک نه دریږي اونه بل چا دده په شان سترګې د دغو څپوله هسکو او ټیتوسره عادت کړې دي، سرمې بیرته پربالښت کیښود، په سوچ کې ولاړم، اوس مې له ده سره آشنایي هم وشوه، بیالاهم خبره راته روښانه نه وه …

  په همدعه سوچ کې پورته شوم ، په مخ اوخوله مې څه اوبه سره ورغړولې، د چای وخت شوی و، کوز پوړته د چای څښلوپه مخه ولاړم خو نیت مې دا و چې چای به څښم اوبیا به مخامخ ورځم او د ده د نندارې ننداره به کوم، کله چې چای اخیستوته ورغلم ومی لیده چې وړه نجلۍ او انا یی هم پرچای څښلووې، زر مې چا ی واخیست، بیا د دوی څنګ ته ورغلم، له نجلۍ مې په جرمني کې د بابا پوښتنه وکړه:

– بابا دې ویده و؟

– نه هغه لمونځ وکړ، بیا ولاړچې د ساحل پرغاړه د سمندر څپې وګوري، او که پاک الله مهربانه شي زما کاکا او میرمن یې د سمندرله تله را وباسي او موږ یی مړي په خپلو سترګو ووینو…

– کاکا دې او د سمندر….

– هو، په هغه بیړۍ کې چې دی راته هغه تیرکال په همدغه سمندر کې ډوبه شوه …

د دغې خبرې په اوریدوسره می سر راباندې وڅرخیده…

چای مې ځای پرځای پریښود، مخامخ بیرته په لفټ کې خپلې کوټې ته وختم، ټول بدن مې لړزیده… د کړکۍ پرده پورته وه ، هغې خواته مې وکتل چې شپیته کلن دنګ افغان لاهم هغسې ولاړ دی، لاهم د خپل ډوب شوي زوی او نګور د ورک سفر لارې ته سترګې په لار دی، دواړه لاسونه یې په همدغه شنه سهارکې د الله درباره ته لپه کړي دي…

ځان مې د څو شیبوله پاره په خپل کت کې آرام ونیو، خپل ځان را په یاد شو، هغه شیبه را په یاد شوه چې امریکایی الوتکو بمونه را باندې واچول، نیمه پښه مې نږدې  لس متره له مانه هغې خواته پرته وه، اونه می شوای کولای چې ترهغې پورې ځان ورکش کړم …

دا هر څه مې د دغې افغانې کورنۍ په دغه غم کې له یاده ووتل، بیامې پرده پورته کړه ومې لیده چې نا هیلی افغان بیرته هوټل ته را ستون شوی، کټ ځای را نه کړ، بیرته د هوټل لاندې پوړ ته ورکښته شوم ، زما د چایو پیاله لاهم پرمیزباندې ایښې وه، او پرمخامخ میزباندې هم څوک نه وو، بیا مې ځانته چای را واخیست، د شونډو په سرو مې وڅیښ، غوښتل مې بیرته د خپلې کوټې پرلور پورته وخیژم …

زه لا لیفت ته نه وم ورسیدلی چې افغانه کورنۍ له خپلوبکسونوسره له لفټ څخه را ووتل … پوښتنه مې ترې وکړه :

– لکه روان یاست ؟

د کورمشر، چې پوهیدم سترګې اوس هم له اوښکې ډکې وې را ته کړه :

–  هو، یوه اوونۍ مو درلوده، نور نو باید ولاړ شو…

– ماشومې چې زما سهارنۍ حال لیدلی و، په ځیر راته وکتل:

– ته خو سهار چې همداسې ولاړې بیا رانه غلې، چای دې هم سوړشو..

په مې یې لاس کیښود او ځواب مې ورکړ:

– هو، اوس راغلم ، خو بیا تاسې نه وئ.

مشر خدای پامانی راسره وکړ، په غیږکې مې ونیو، زړه مې له سهاره تراوسه را ډک شوی و، هغه مې په ژړا ورسره تش کړ، ښه مې ورسره وژړل، په ژړا ژړا کې یې یوازې یوه جمله ترخوله راووته:

ـ  دا دویم کال دی چې زه دلته راځم …

زه اوس د ده په درد پوه شوی وم، بکس مې ورسره ونیو او ترټکسي پورې ورسره بدرګه شوم، خدای پامانی مې ورسره وکړ، بیرته په ماته پښه اومات زړه خپل کوټې ته راپورته شوم …

د کړکې پرده مې بیا پریوه خوا کړه، څپې اوس هم په مستۍ تلې اوراتلې، د افغان آشنا ځای ته مې وکتل، را یاده شوه :

  ـ او که پاک الله مهربانه شي  زموږ هیله ومني  چې زما کاکا او میرمن یې د سمندرله تله را وباسي اوموږ یی مړي په خپلو سترګو ووینو…

 پوره لس ورځې نورهم زه هلته پاتې شوم ، د ده دنده ماته را پاتې شوې وه، هرشیبه به مې د څپوغیږو ته کتل، هغه درد چې دوی په خپلوافغاني زړونو کې درد ما په خپل جرمن زړه کې هم احساساوه اولیونیوڅپو ته به مې چې وکتل د ماشومې جملې سره وخوځولم :

ـ او که پاک الله مهربانه شي  زموږ هیله ومني  چې زما کاکا او میرمن یې د سمندر له تله را وباسي او موږ یی مړي په خپلو سترګو ووینو…

 

ادمنتون  – کانأدا

د  ۲۰۲۳ کال نومبر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.