د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۳۲مه‌ برخه

آصف بهاند

209

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۵۲مه برخه

 

خلک به وایي مسلمان دی

ایراني ایښي دي په لاره کې دامونه

 

د ځان عزت که چېرې غواړئ

نو د ایران پر لوري مه کړئ سفرونه

 

دا موږ په‌خپله پرځان کړي

له ناپوهۍ نه مو پرځان ایښي داغونه

میډیا په دوامدار ډول له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د شړلو راپورونه خپروي. دوچولي په یوه رپوټ کې ویلي دي چې داسې هم شوي دي چې د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو په ترڅ کې، اسناد لرونکي افغانان هم شړل شوي دي. دا هم د دوچولې د رپوټ یوه برخه:

«رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د دوو سرچينو له قوله خبر ورکړی دی چې له پاکستانه د افغانانو د اخراج په لړ کې د هغو افغانانو له ډلې هم ځینې کسان اخراج شوي دي چې امریکا متحده ایالاتو ته د تلو له پاره په دغه هېواد کې انتظار باسي.

افغان ايوک، د هغو ټيمونو اصلي ائتلاف دی کوم چې امریکا ته تلونکو افغانانو سره مرسته کوي. د دغه ائتلاف مشر، شاون وندايور، وايي لږ تر لږه ۱۳۰ افغانان چې په امریکا کې د مېشتيدا له پاره ېې د امریکا د مهاجرت ځانګړې ويزې پروسس شوي، اخراج شوي دي.

هغه دغه ارقام د ائتلاف د غړو او په اسلام آباد کې د امریکا سفارت له خوا د چمتو شوو معلوماتو پر اساس چې هغه ليدلي، ورکړي دي.

وندایور وويل چې د پاکستان پولیسو ۲۳۰ دغه ډول افغانان نيولي، چې تر اوسه ېې شاوخوا ۸۰ کسان بېرته خوشي کړي دي.

يوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې امریکا متحده ایالات «داسې کوم رسمي طرزالعمل نه لري تر څو دا ډول کيسونه تعقیب کړي.»

هغه دا هم وویل چې امریکا ته د تلو په انتظار افغانانو له ډلې «ډېر کم» شمېر ېې اخراج شوي دي.

اسلام آباد په اکتوبر مياشت کې ټولو هغو افغانانو ته چې په دغه هيواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، یوه میاشت یا د نومبر تر لومړۍ وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواد ووځي.

له دغه اعلان سره سم، د امریکا سفارت د ایمیل له لارې شاوخوا ۲۵۰۰۰ افغانانو ته د حفاظت اسنادونه واستول تر څو ېې پاکستاني چارواکو ته ثابته کړي وي چې په امریکا کې د دوی د مېشتيدا کارونه پروسس شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو خارجه وزارت ویاند هم وايي چې «په اکتوبر کې د بې اسناده مهاجرو د اخراج پلان وروسته» واشنګټن پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ وسپاره چې په امریکا متحده ایالاتو کې هستوګن کیږي.

شاون وندايور، د دوو غربي ديپلوماتانو له قوله چې نه ېې غوښتل نومونه ېې واخیستل شي، وويل چې پاکستاني چارواکي په اکثرو مواردو کې د حفاظت پر دغو پاڼو سترګي پټوي. هغه وايي دغه ليکونه يوازې په ځينو مواردو کې مهم ګڼل کيږي، اما ټول ځايي چارواکي ېې اطاعت نه کوي.

رويترز وايي امریکا ته د پاکستان د کورنیو او بهرنيو چارو وزارت په دې هکله د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د نومبر مياشتي په نيمايي کې وويل هغه افغانان چې په پاکستان کې امریکا ته د تګ له پاره انتظار دي، نه نیسي.

هغه وخت د فرانسې خبري آژانس ويلي ول چې په دې هکله د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په لیک کې راغلي: «د امريکا د اعلان له مخې ۱۱۵۰ افغان وګړي چې په امريکا کې د ځای پر ځای کېدو اسناد لري بايد تر راتلونکې خبرتيا پورې اخراج نه شي.»

دغه راز د بي‌بي‌سي په یوه رپوټ کې هم دې ته ورته یوه کیسه راوړل شوې ده. دا هم د بي‌بي‌سي هغه رپوټ چې بهر ته تلونکي افغانان هم له پاکستان نه شړل شوي دي:

«رپوټونه وايي پاکستاني پولیسو لسګونه هغه افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته شړي چې په اسلام اباد کې د امریکا ویزو ته په انتظار وو.

د اکتوبر په میاشت کې امریکايي چارواکو له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د امریکا ویزو ته انتظار افغانانو دې نه نیسي او بېرته دې افغانستان ته نه استوي.

خو ځینو هغو چې بېرته په اجباري ډول استول شوي له رویترز خبري اژانس سره خبرې کړي او ویلي دي چې پاکستاني پولیسو د امریکا د سفارت لخوا دوی ته ورکړو اسنادو ته هم پام ونه کړ.

ویل شوي چې دا کسان د پاکستان د ویزو د نه لرلو له امله افغانستان ته استول شوي دي.

د افغان ایواک یا هغه بنسټ چې له افغانانو سره امریکا ته په تګ کې مرسته کوي مشر رویترز خبري اژانس ته ویلي چې لږ ترلږه ۱۳۰ تنه هغه افغانان چې په امریکا کې یې د ایس ای وي کیسونه لرل او امریکا ته یې د تګ چارې په جریان کې وې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او په اجباري ډول بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

له دې ډلې دوو کورنیو له رویټرز سره خبرې کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د سفارت لخوا یې ترلاسه کړې اسناد پاکستاني پولیسو ته وښودل، خو هغوی ورته پام ونه کړ…»

دا هم د افغانانو په په همدې ستونزو پورې اړوند د څو لنډیو نورې بېلگې:

 

بله لار چا ته ده مالومه

د ایران لارې ډېرې سختې، مړ به شمه

 

ظلم په هرځای کې ښه نه دی

د ایران ظلم اورنی دی خلک مرینه

 

ما درته وې پر دې لار مه‌ځه

ایران دې نیسي، په‌کې شته‌دي ډېر رزکونه

 

خلک به وایي مسلمان دی

ایراني ایښي دي په لاره کې دامونه

 

د هجرت نوم هسې بدنام دی

ایران دوښمن دی پردیسي بانه کوینه

 

مسافر ډېر دی کړېدلی

نه یې ادرس شته، نه کوم کار نه امېدونه

 

د وطن پاڼې مې خوراک وای

نه د پردي وطن پولاو او پېغورونه

 

د مرستې تمه ترې ونه‌کړې

د گاونډي هدف پیسې دي، لوټ کوینه

 

بهر له مُلکه ستونزې ډېرې

زحمت به گالې په‌کې نه‌شته ارامونه

 

د بل له‌پاره جگړه مه‌کړه

د دوی پکې گټې، د تا وینې تویوینه

 

د ځان عزت که چېرې غواړئ

نو د ایران پر لوري مه کړئ سفرونه

 

دا په ځیر ـ ځیر چې درته پام کړم

تا کې مې چل او درغلۍ لیدلې دینه

 

دا خو انصاف نه دی گاونډه

اشغال مې بولې، کاروې بد ـ بد نومونه

 

دا به د کوم وطن انصاف وي

چې هم مې وژنې، هم کوې شکایتونه

 

د تاریخ کوم ځای کې لیکلي

هم مې ورور بولې، هم کوې دښنه کارونه

 

دا خو افغان دی چې لاټینگ دی

دومــره ظــلــمـونــه اتــلان اوبـه کـویـنـه

 

پرکومه لار لندن ته لاړ شم

گاونډ ظالم دی، ما له لار نه راکوینه

 

خواري یوازې د افغان ده

وجه یې دا ده چې پردی له تعلیمونه

 

دا لنگوټی دې درزندۍ شي

آخونده خلک غولوې، کوې ظلمونه

 

دا موږ په‌خپله پرځان کړي

له ناپوهۍ نه مو پرځان ایښي داغونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.