څو ترخی اما حقیقتی خبری

داکتر تاج الدین ملت مل

225

زما په اند موږ افغان سیاستوالو ( سیاسیون نه) د افغانستان په مسله کې خپل ځان ( هیواد)، او زموږ دښمن، او په سیاست او مبارزه کې خپل ځای، او خپل مسؤلیتونه لا سم ندي درک کړي.
۱- زموږ دښمنان ډیر او دوستان مو کم دی، تر ټولو لا بده دا ده چې موږ خپل دښمن او د هغوی د مبارزی تکتیکونو نه لا هم نا خبره یو. ما یوه مقاله کې د «سپین یرغل وپیژنی» تر نوم لاندی زموږ ګاونډی هیواد ( پاکستان) د هغه مخفی یرغل څیړلی دی. او ممکن دغه اصطلاح په سیاسی ادبیاتو کې د لومړی ځل لپاره زما په یو نا چاپ شوی کتاب او دغی مقالې کی ذکر شوی وی. هلته زما تحلیل دا وه چې د سور او شین یرغل نه یو بل خطرناک یرغل به افغانستان کې د ۵۰ کلولونو دوام لری، چی دا یرغل تر بل هر یرغل خطرناک دی. تفصیل یی لاندی لینک کی لوستلای شی.
۲- زموږ د یو شمیر سیاسینو اساسی مسؤلیت دا دی چې د دی مملکت د ستونزو لپاره یوه ابدی حل لاره پیدا کړو او زموږ په اوږو ایښی د دی پردی توپک منفی کلتور ته خاتمه ورکړو. خو په خواشینې سره چې زموږ اکثریت خوله ور سیاسیون لا اوس هم د غفلت په خوب ویده او د دی دښمن مقابله په مقالو لیکلو کوی. د داسی دښمن په وړاندی چې هغی ستا په شارګ خوله لګولی وی او ستا هر ځه بیی بیرته ستا په ضد استعمالولو ته اماده کړی او فوقالعاده استخباراتې کړیو لرونکې دی، د داسی یو دښمن په وړلندی یوازی یو منظبط سیاسی جوړښت مبارزه کولای شی، خو زموږ دغه سیاسیون لا تر اوسه د دغی ساده سیاسی تحلیل هم سم نشی کولای، او د جبهو او ایتلافونو له لاری دا مبارزه کامیابول ممکن بولې، تر دی بله زیاته سیاسی سادګې به نه وی.
۳-موږ لا تر اوسه د پخوانیو قربانیو او تیروتنو ( که هغه په فردی یا حزبی او یا دولتې ساختارونو ) په کچه وي،هیڅ هم ندی زده کړي. زه دا د خپل ځان او ستاسو ملی او پاکو سیاسینو دا یو ملې او اخلاقې مسؤلیت بولم چې د یوه ازاد، اباد، ولسواکه او با ثباته نظام د جوړولو په اړوند او د دغه پردی په ټوپک لوبیدلو فرهنګ ته خاطمه ورکولو په اړوند فکر وکړو. پوهیږم چې دا کار ستونزمن کار دی، خو دومره زیات ستونزمن هم نه دی لکه اکثره سیاسیون یی چې اټکل کوی.
۴- زما په اند دغه خوله ور اما بی عمله او بی پروګرامه سیاسیونو هم په خپل ځان او هم په نورو باور له لاسه ورکړی، او په ارادی یا غیر ارادی توګه دوي هم د عوامو په شان په امریکا، روس، چین او یا اسلامې هیوادو نه د خپل د هیواد خلاصون خوبونه ګوری.
د افغانستان مثبت بدلون نهضت ( امن) وړاندیز دا دی، چې راځی نور په روانو اوبو کی د لوټو ایښودلو نه تیر شوو او د یوی پخی ډبری بسی روان شو. هو د غټې ډبری راوړل به ګران وی خو دایمې حل لاره ده.
امن په افغانستان کې یو داسی نظام جوړولو او با ثباته کولو لپاره انضباطی تشکیلاتې مبارزه کوی چې هغه ملی، اسلام، مترقی، عادل، ملې قانون، ملې ګټو، ارزښتونو او عدالت ته ژمن، او په ولسواکې باورمند وی.
نو له تاسو هر یو چې د دغی ارمان غوښتونکی یاست راځی چې سره مل شوو، او دا هیواد یو ځل ولی د ابد لپاره د یو ولسواکه عادل او ملی ګټو او ملی ارزښتونو ته د ژمن نظام خاوند کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.