په افغانستان کی د ټامې، خیاطان او نور سپک الفاظو تر شا کومه تؤطه پرته ده؟

لیکوال:  داکتر تاج الدین ملت مل

425

په افغانستان کی د ټامې، خیاطان او نور سپک الفاظو تر شا کومه تؤطه پرته ده؟

د دسمبر۲۲، ۲۰۲۲

 په افغانستان کی یو شمیر سپک، نوی الفاظ لکه سګ شوی، قاب شوی، ټامی، سوسیال خواره او نورو اپلتو اصطلاحاتو رواج کله، د چا له خوا او څنګه منځ ته راغی، او د دی تر شا چی کوم کلتوری یرغل پروت دی، باید ځوان نسل پری پوه کړو. د دی لیکنی هدف دا ندی چې زه د چا په طرفدای کی دا لیکنه کوم.  خو د یوه با مسؤلیته افغان په توګه چې همیشه می د خپلی ټولنی اساسی ستونزو ته توجه کړی او د حل په اړه می هغه څه چې زما وس وی تر سره کړي دي. غواړم د دغو سپکو او غیر اخلاقی اصطلاحاتو تر شا د توطؤ په اړه افغانان پوه کړم چي دا ځنی شیان چې زموږ ټولنی ته راوړل کیږی، باید موږد هغوی تر شا په پټو اهدافو او تؤطؤ ته په کلکه هوښیارتیا متوجه اوسو او پرینږدو چې زموږ ځوانان په لا شعوری توګه د پردو د کلتوری یرغل د نشر او پراختیا وسیله وګرځي.

کلتور د ټولنو د پیژندنی او پایښت یو مهم عنصر دی. د تیړو ۴۵ کلونو بدبختیو نه دمخه د افغانستان د خلکو تهذیب او اخلاق په سیمه کی څه چې په نړئۍ کی ځانګړي وه.په سلګنو سیلانیان د غرب څخه په ګروپی توګه راتلل او دلته به یی د سرک په سر خوبونه کول، هیڅ چا هم ور ته کله هم ضرر نه وه رسولی. دقتل لا څه چې د یو چا د غولولو حادثي هم چا نه اوریدلی.  په هغه وخت کی دولت هم ضعیفه وه، اکثره خلک د قانون نه نا خبره وه، پولیس دومره زیات نه وه چې قانون تطبیق کړی، اما د خلکو تر منځ یو نا لیکلی قرارداد موجود وه چې خلکو به ور ته رواج وایه. هاغه وخت دا رنګه خرابی قیصی شرم وه او هر چا به د نورو نه د شرم په خاطر کوم بد کار نه کاوه.  خو متاسفانه د دغه تیر ۴۵ کلن جنګونو له امله زموږ د یو زیات شمیر خلکو نورو هیوادونو خاصتا همسایه هیوادونو ته د مهاجرتونو له کبله  په مختلفو اشکالو زموږ د کلتور د خرابولو لپاره هر نوعه وسایل په کار واچول شوه.  تقریبآ د شلو کلونو راهیسی په افغانستان او افغانانو کی مختلف سپک رواجونه را منځ ته شول.  چې پدی جمله کی د یو لړ سپکو الفاظو او اصطلاحاتو استعمال هم خورا زیات شهرت موندلی او د خولو نه خولو ته یی بیلدی چې پوه شی ډیرچټک انتقال کړی دی.  حتی کله ناکله داسی اشخاص چی ځانونو ته پوهان او سیاسیون هم وایی دغه اپلتی استعمالوی.

یو شمیر دغه اصطلاحات لکه (قاب شوی، سګ شوی، مرده شوی، تامیان، خیاطان، سوسیال خواره) او نور ډیر په چټکی سره په افغانانو کی رواج وموند.  د دی ابتدایی او اساسی عامل دا وه چې په  ۲۰۰۱ کال کی چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، نو یو شمیر سپکو او بی شخصیته خلکو ته یی زیات واک او امتیازات ورکړل.  طمعه داسی وه چی یو شمیر زیات مسلکی او وطن دوسته افغانان به هم بیرته وطن ته راستانه کیږی او ممکن افغانستان ډیر ژر پرمختګ وکړی او د ایران او پاکستان د سلطو نه به دا هیواد خلاص شی.  نو ایران او پاکستان دواړو خپلو اجنټانو ته دغه سپک الفاظ راټول او دوي ته یی په خولو کی ورکړل. که دغو الفاظو ته غور وکړو زیاتره یی د دری ژبی نه منشا اخلی. نو اټکل کیدای شی چې دغه اصطلاحات ممکن د ایرانیانو  په اشاره او د مشخصو دلو له خوا را منځ ته شوي وي.

 دا سلسله د کرزی صاحب د وخت نه شروع شوه او هغه ته یی د (  قاب شو) لقب استعمالاوه.  د دی منشآ د دی ځای نه ریشه اخسته چې د کرزی صاحب یو ورور (قیوم کرزی) په امریکا کی یو رستورانت درلوده. ښه د رستورانت لرل د قاب شویی سره دلته څه مانا لرئ. نو د دی اصطلاح په استعمالولو یی د یوی خوا د کرزی صاحب شخصیت وژنه پدی خاطر کوله چی هغه پښتون دی، د بلی خوا د نورو سالمو افغانانو د بیرته راتګ لپاره یوه ښه سپکوونکی اصطلاح وه چی د هغوی په نه راتګ کی یی ډیره مهمه اغیزه لرله. وروسته بیا د همدغه خارجی کلتور په نتیجه کی زموږ ډیر خلک بیلدی چې پوه شی، دا اصطلاحات یی عام کول.  چی دغه کار تر ډیره حده زموږ د خلکو د یو په بل د بی احترامی او سپکاوی وسیله وګرځیده، او اوس هم استعمالیږی.  د دی اړوند یوه قیصه له تاسو سره شریکوم.  په ۲۰۰۸ کال کی چې داکترصاحب دادفر سپانتا د خارجه چارو وزیر شو، په یوه رسمی سفر واشنګتن ته راغلی وه.  په یوه لوی مجلس کی یی د پاکستان نه ډیر شکایت کاوه.  ما ور ته وویل چې داکتر صاحب افغانستان کومه خیمه نده چې د دی خایه یی بل ځای ته یوسو.  دغه ټولی مداخلی زموږ د خارجه چارو د وزارت د بی کفایتی نتیجه ده.  هیله لرم تاسی به دا مشکل او په سلګونو نوري هغه قیصو سره مخ شی چې انسانیت به تری کرکه کوي. د یوه سیاسی او غرب کی تحصیل کړی استاد په توګه له تاسو هیله کیږی چې لطفآ د دغو منفی کړنو کلتوراو پراخه لاس وهنی او په سلکونو نورو د فساد مخه به په پراخه او اغیزمنه توګه ونیسی. په سبا یی د افغانستان په سفارت کی د خلکو سره د ملاقات په مجلس کی د ستج نه هغه ته داسی وړاندیز وکړ.  (داکتر صاحب سپانتا، تاسو یو پوه، استاد او سیاسی شخص یاست.  په تقرر مو نه داچی خوشحاله شو. بلکې موږ ته یی نوی امیدواری راکړی، چې دغه شان نورو ته به هم د خړمت کولو زمینه مساعده شی. په هیواد کی اسی یو مهم مقام کی تاسو زموږ د زرګونو هغو افغانانو په نمایندګی په دولت کی ونډه اخلی.  ستا کړه وړه به مستقیمآ په موږ نورو وطنپالو افغانانو اثر پریباسی.  که تاسو صادق او سالم کار وکړ، موږ نور افغانان به هم تشویق شو او هیواد ته به درشو.  او که تاسو هم د دی فساو په ارخټ کی ننوتی او خپل د ژمن خدمت لاره مو پریښوده ، نو تاسو به زموږ د نورو وطنپالو افغانانو مخه هم بنده کړی.  نو هیله کوم چی زموږ د تعلیم بافته او وطن پالو افغانانو سمه نمایندګی وکړئ.  خو مو ولیدل چې د داکتر صاحب سپانتا  اجراتو په نورو تعلیم یافته ځواناو څومره منفی اثر واچاوه.  نو دغه توهین کوونکی الفاظو منځ ته راتګ او پراخه رواجونه کی د پردو لاس پدی خاطر وه چی زموږ د افغانانو تر منځ کرکه او بد بینی پیدا او لا زیاته کړی او سپک مو هم کړی.  اما زموږ ډیر ځوانان د دغو توظؤ نه نا خبره په غیر ارادی توګه د دښمن هیلی او پلانونه تطبیقوی.

هیله لرم چې زموږځوانان د دغه شان سپکو اصطلاحاتو څخه چی هغه د افغانی کلتور خلاف زموږ د شخصیت وژنی په خاطر را منځ ته شوي دي، ځانونه با خبر او د هغوی په پټو اهدافو ځانونه ښه پوه کړی او په کلکه یی مخنیوی وکړی.  همدا راز یو شمیر سیاسیون او استادان چې د دغسی موضوعاتو تحلیل زر تر زره کولای شی، باید هغه د ټولو ممکنه لارو ځوانانو ته ور ورسول شی.  زموږ په دواړ خواو کی ناست شیطاناناو زموږ په ټولنه کی دننه روزل شوی جنګ سالاران د هر نوعه بداخلاقیو نه هم زموږ د کلتور په وړاندی د خجالت احساس نه کوی. هیله مو ده چې لوستونکي به د دغو تؤطو تر شا د دښمنانو دغه بی شخصیته او غیر اخلاقی کړونو ته په هوښیاری سره متوجه او د دی خراب کلتور په وړاندی به د هر فرصت نه په ګټی اخستنی سره د دغه کلتوری یرغل په مخنیوی کی خپل مبارزو ته دوام ورکړي. هیله کوم چې دا پیغام بهتاسو د سوشل میډیا له لاری تر ممکنه حده د خلکو سره شریک کړئ، تر څو زموږ ځوان نسل د دښمنانو د دا راز توطؤ ښکار نشی.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.