پښتو او ړانده، کاڼه او بی درکه پښتانه

داکتر تاج الدین ملت مل

196

د پښتو نړیواله ورځ لمانځل که د ځانونو او پښتنو غولول
سلامونه. کله ناکله د پوهو خلکو د خولې او قلم له لاری د یوه مشکل په اساسی بنیاد باندی یا نه پوهیدل او یا پری ځان نه پوهول او پر ځای یی په فرعې اړخونو خپله او د نورو توجه مصروفول تر نه لیکلو او ویلو خطرناک وی. ځکه ټولنه د دغو اشخاصو لیکنو ته ارزښت ورکوي، نو په نتیجه کې د دوي دغه نیګړي خبری او لیکني خلک لار ورکې کوی. همدا وجهه ده چې زما خبري او لیکني د نورو نه فرق لري، اکثرا ترخي او د ورځې د لیکنو د بهیر سره موازی نه وي، ولې رښتیني او بامسؤلیته وی.
زموږ د کورنۍ او ټولنې ویاړ، یو واقعا پوه، وطنپال، د هنر، ادبیاتو او د پښتو د ژبی یو ښه خدمتګار انجینر صاحب اباسین بهیر د پښتو د ژبی په اړه یو ښه مقاله لیکلې ده او پښتنو ته یی هم ډاډ ورکړی چې دا ژبه له منځه نه ځې، او هم یی ور ته لارښوونه کړیده، چې پښتو باید د نورو ژبو سره سیاله کړو. اما قدرمند انجینر صاحب د پښتو د ژبی سیال کولو لاره نه یوازی دا چې نده لیکلې او هیره کړی یی ده، بلکه پخپله هم پری د خپل ټولنیز مقام مطابق مسؤلیت نه ځان نا خبره نیسی. هغه ته زما دغه ترخه لیکنه د کورنۍ د یوه مشر په توګه او ټولو پښتنو عالمانو او پوهانو ته زما په سینه کې د یوه ستر درد کړیکه ده. هیله ده پری سوچ او ژور فکر وکړئ، او زما د پوهاوی په اړه له ما سره هم مرسته وکړئ.
«قدرمند بهیر صاحب سلامونه، فکر نشم کولای چې دا لیکنه دی ستاسو وی او یا دی په ویښه لیکلې وی. تاسو تر ما هم پدی ښه پوهیږی چې تل ژبي او کلتورونه د اقتصاد، اختراع او پرمختګ تابع وی او دی. پیاوړی اقتصاد، اختراعات او پرمختګ علم غواړی او دا ټول په ګډه یو سالم ملې ولسواکه مترقی نظام ته ضرورت لری او سالم ولسواکه مترقی نظام یوازی د یوه سالم ملی سیاسی منضبط تشکیل له لاری ممکن دی او بس. په خورا خواشینې دا هغه حقیقت دی چې چې ډیر پوه او وطنپاله افغانان خاصتا پښتانه پری یا سترګې پټوی او یا یی د درک توان نه لری.
نو په حقییت کې هر هغه څوک چې د ژبی د مینې او وفاداری ټټر وهی، باید سالمه ملې با انضباطه تشکیلاتې مبارزه د خپل ژوند یو ارادی منل شوی اصل په توګه ومنې او ور ته دی صادقانه، داوطلبانه او مسؤلانه کار وکړی. د یوه داسی نظام د لرلو نه بغیر پښتو کله هم نشو ژغورلای، او داسی یو نظام ته رسیدل بیله یوه سالم، نوې، او پاک با دسپلینه سیاسی تشکل ( یو واقعا ملې حزب) له لاری بیلکل امکان نه لری. زما دا خبره یاد لری:
زه به ګور کی سوځم چې ولې دی دومره پوهو خلکو زما دا وړاندیز نه مانه او یا یی ما ته قناعت نه راکاوه؛ او تاسی او راتلونکې نسلونه به مو په ټول ژوند کې همداسی سوځې لکه چې یی ګوری ولی قبلوي یی هم نه.
نو تاسو او نورو ټولو پښتنو نه هیله کووم چې دا ومني چې د پښتو د ژغورلو او پرمختګ لپاره دا لازم ده چې اول موږ سالم ملې سیاسی شخصیتونه شوو، او یو یوه سالم ملې، ولسواکه او مترقی نظام ته رسیدل ، دخپل ملت د یو اصلې ضرورت په توګه خپل هدف وټاکوو او دغه دروند مسؤلیت ته په ګډه او پاک ملې تشکیلاتې حزب کې یو بل ته د حساب او باور وړ اوږه ورکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.