پرته له حزبې انتخاباتو هیڅ نظام دیموکراتیکنشی کیدای

داکتر تاج الدین ملت مل

193

بیله حزبې انتخاباتو هیڅ نظام دیموکراتیک نظام نشی کیدای، او جمهوریت ور ته ویل سیاسی ناپوهې ده.

باورمند یم چې ولاکه یی سیاست نه ناخبره سیاسیون دا ومنې او نه به یی دا نور لوستونکې ومنې. خو ویل یی یو ملې مسؤلیت دی. د افغانانو یو اساسی مشکل دا دی چې د یموکراسی منو او غواړو یی، خو په مانا یی پوهیږو هم نه. اکثریت بدبخته افغانان چې د حزب او سیاست نه ناخبره دي اما د سیاست دعوي هم کوي، هٔمدا شان ناروغ او غلط فکر کوی.
د سالمو حزبونو ، حزبی انتخاباتو او د حزبی حکومت نشتوالی زموږ په هیواد کې د دیکتاتوری او د هر ولسمشر (؟) په دیکتاتور د بدلیدو اصلې او بنیادی عامل دی. که د حزب له لاری یو څوک قدرت ته ورسیږی، حزب یی هم د کنترول سیستم لری او هم یی کنترولولای شی، او کنترولوی یی هم.
د احزابو نه بغیر دیموکراسی نا ممکن ده او د دیموکراسی نه بغیر جمهوریت نا ممکن دی. سمه ده چې موږ رایه ورکوو، او یو څوک انتخابوو چې هغه هم ځان ته ریس جمهور وایی او موږ ساده ګان هم ورته ولسمشر وایوو. خو موږ یی بیا د کنترول هیڅ وسیله نه لرو. که په هیواد کې واقعا یو سالم او ولسواکه دولت غواړوو نو د حزبې دولت نه پرته بله لار نشته.
زه پدی باور یم ډیر هغه کسان چې ځانونو ته پوهان او سیاسیون هم وایی ، لا تر اوسه بیله دی چې د سیاست الفبا یی زده وی د حزب مخالفت کوی. او داسی بی منطقه بحث کوی او در ته وایی (پخوانې احزابو څه وکړه؟) دا ځکه چې دوی د سالم حزب او ناقص حزب فرق نشی کولای . په حقیقت کې په افغانستان کې نه پخوا او نه اوس اصلا یو حزب هم موجود نه وه او نه دی. موږ باید د خرابو ډلو نه په زدهکړو د ښوو حزبوونو د جوړولو سیاسی مهارت ولرو. د پخوانې خرابو حزبونو (؟) د بدو تجروبو په اساس حزب او حزب جوړولو ته بد ویل دا داسی مثال لری لکه چې یو څوک وایی، اسلام خراب دین دی ځکه چې ډیری مسلمانان غلط کارونه کوی.
نو په زغرده اواز ټولو هیوادوالو ته د یوه ملې مسؤلیت په اساس دا وایم ، چې راځئ سرونه مو پری خلاص کړو. تر هغو چې موږ حزبی انتخابات و نه لرو، دیموکراسی نشته، او د دیموکراسی نه بغیر جمهوریت او سالم نظام نشی را تلای. که هر څوک پدی اړه شک لری او پری منطقی او علمې بحث ته اماده وی، زه یی چیلنج ته هرکلې وایم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.